عاجل خبرونه

روغتيا

د روان کال په ۶ میاشتو کې ۱۱۲۴۳ کسانو ته مصنوعي غړي ورکړ شوي

د سره صلیب کمیټه وايي، چې د روان کال په ۶ میاشتو کې ۱۱۲۴۳ کسانو د بدن مصنوعي غړي تر لاسه کړي، چې ۲۱۰۲ کسانو ته مصنوعي پښې جوړې شوې دي. په افغانستان کې د سره صلیب اووه مرکزونو ته یوازې د روان کال په شپږ میاشتو کې یو سل …

نور... »

پنځوس په سلو کې افغانان رواني ناروغي لري

جګړه، بېوزلي او بېکاري هغه عوامل دي، چې د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په باور یې په خلکو کې رواني ناروغۍ ډېرې کړې دي. په افغانستان کې د رواني روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه. له دغې ورځې څخه په داسې حال کې یادودنه کیږي، چې په هرو سل افغانانو …

نور... »

په افغانستان کې درې نیم میلیون کسان خوړو ته اړ تیا لري

په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، چې په افغانستان کې درې نیم میلیون کسان د خوړو چټکو مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي؛ هغه هېوادونه، چې جګړې او وچکالۍ ځپلي د خوړو مصونیت پر وړاندې مبارزه په کې له ننګونو …

نور... »

د نجونو وحدت لیسې لوبغالی د بیات بنیاد لخوا بیا ورغول شو

بیات بنیاد لوی مشر زدکوونکي هڅوي، چې د ستونزو په ګاللو د علم او پوهې زدکړه وکړي. د نجونو وحدت لیسه له کنډوالې کمه نه وه، زد کوونکیو او ښوونکیو یې د بیا رغاونې غوښتنه درلوده. دې غوښتنې ته د لاسرسي لپاره بیات بنیاد د دې لیسې لوبغالی ورغاوه. د بیات …

نور... »

بیات بنیاد کڼو ته د غوږۍ وېشلو پېنځم پړاو پیل کړ

په کابل کې د بیات بنیاد او ستارکي بنسټ له لوري کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د برښنایي غوږۍ د وېش څلور ورځنی پېنځم پړاو پیل شو. په دې پړاو کې به۱۵۰۰ کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته برښنایي غوږۍ ووېشل شي. دغه لړۍ به څلور ورځې روانه وي. …

نور... »

په کندهار کې د نري رنځ د روغتون جوړولو چاري پيل شوې

 د کندهار ولايت د عامي روغتيا مسوولين وايي؛ په سويل لویديځ زون کې تر بلي هرې ناروغۍ د نري رنځ پېښې ډېرې دي؛ نو له همدې کبله اړتيا وه، چي د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د يوه مجهز روغتون د جوړولو چارې پیل شي. د کندهار د عامي روغتيا …

نور... »

کنګو تبې په افغانستان کې اندېښنې رامنځته کړي

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ د هېواد په نهه ویشت ولایتونو کې کنګو تبه پېژندل شوې، له ۲۰۰ کسانو څخه ډېر پرې اخته دي او له تېرو اته میاشتو راپدیخوا یې دوه دېرش کسان مړه کړي دي. کنګو ناروغي انسانانو ته له څارویو څخه خمنډ‌ک رالیږدوي، چې ډېره خطرناکه یادیږي. …

نور... »

۲۲ په سلو کې د میندو له تي بې برخې ماشومان مري

په افغانستان کې هر کال دوه ویشت په سلو کې ماشومان؛ ځکه ژوند له لاسه ورکوي، چې میندې خپلې شیدې نه ورکوي. د مور پر شیدو د ماشوم د تغذیې د اوونۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل؛ په افغانستان کې میندې د …

نور... »

په ننګرهار کې د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز برید شوی

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ادآ موسیسې اړوند د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز ډله ییز برید شوی، چې تر دې دمه د درې کسانو له وژل کیدو او اته نورو د ټپی کیدو خبر ورکړ شوی دي. امنیتي سرچینې …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د ستارکي موسسې د بشر دوستۍ نړیواله جایزه بیات بنیاد ته د دې له کبله ورکړ شوې، چې په افغانستان کې یې د ګڼو سره د سمعکو یا غوږیو د پام وړ مرستې کړې دي. د ستارکي بنیاد، چې له ګڼو سره د هغوی د اوریدو په حس کې تخنیکي …

نور... »

په کندهار کې د ستون فقرات بریالي عملیات تر سره شول

د کندهار په یو خصوصي  روغتون کې داکترانو په لومړي ځل پر يوه ۵۵ کلن ناروغ د ستون فقراتو بریالي عملیات تر سره کړل او ناروغ یې د فلج له ناروغۍ ژغورلی، چې اوس پخپلو پښو ګرزي. د کندهار په مومند روغتون کې داکترانو په لومړي ځل د ستون فقرات يا …

نور... »

له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي د درملنې په تمه دي- سره میاشت

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي؛ له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي، د درملنې په تمه دي او په دې ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان د درملنې لپاره چین ته روان دي. د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له چین سره ژمنه کړې، چې د دغو …

نور... »

حکومت د روغتیایي مرکزونو د لګښتونو یوازې ۵ سلنه ورکوي

د  عامې روغتیا  د وزیر په خبره؛ هر وګړي ته په یوه کال کې د حکومت لخوا ۵ دالر ورکول کیږي، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لږ دالر دي. دغه وزارت یوازې د روغتیایي مرکزونو د لګښتونو ۶ سلنه ورکولی شي؛ د دې مرکزونو د لګښتونو ۲۳ سلنه …

نور... »

بیات بنیاد په اندراګاندي روغتون کې د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار پیل کړ

د کابل په اندراګاندي روغتون کې د مور او ماشوم د ناروغیو د درملنې لپاره د( ولادي او ماشومانو) د سل بستریز روغتون د جوړولو کار د بیات بنیاد د لوی مشر احسان الله بیات، د عامې روغتیا د وزیر او یو شمېر حکومتي چارواکو لخوا پیل شو. دغه څلور …

نور... »

په هلمند کې د نجونو لیسې ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوي

د هلمند والی ویاند آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې، نن سهار د دې ولایت د لښکرګاه د نجونو د مرکزی لیسې د یوولسم ټولګي ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوې دي. د هلمند والي ویاند عمرځواک زیاتوي، چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیایی حالت یی د ډاډ وړ …

نور... »

۴۰ سلنه ښځې د وینې او ۹۵ سلنه نورې د ویتامین دي له لږوالي سره مخ دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي: په هېواد کې څلویښت سلنه ښځې د وینې او پېنځه نوي سلنه نورې د ویتامین دي له لږوالي سره مخ دي. د وینې او ویتامین دي لږوالی نه یوازې روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د انسان فزیکي وړتیا هم اغېزمنه کوي. د پوهنې …

نور... »

د نري رنځ ناروغي هر کال له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره افغانان وژني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې نری رنځ په نړۍ کې د لس وژونکیو ناروغیو په ډله کې راځي، چې هر کال په افغانستان کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره کسان وژني.  د دغې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړوشویو مراسمو کې د …

نور... »

د ښځو د بکارت معلومولو طبي کتنې اخلاقي او قانوني بنسټ نلري- سیما سمر

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ښځو د بکارت معلومولو هر ډول طبي کتنې(معاینات) قانوني او اخلاقي بنسټ نلري او له سپکاوي ډک عمل ګڼل کیږي. په افغان ټولنه کې د هلک او جینۍ له واده د مخه ځينې کورنۍ ټینګار کوي، چې د خپلې راتلونکې ناوې د بکارت …

نور... »

د عامې روغتیا وزارت د باکیفیته درملو د واردولو لپاره له نوې تګلارې خبر ورکړ

د عامې روغتیا وزارت د درملتونونو لپاره نوې کړنلاره ترلاس لاندې نیولې، چې له مخې به یې هېواد ته باکیفیته درمل وارد او د فساد مخه ونیول شي. د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې پر ورځ د اداري سمونونو او ملکې خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره په چارو کې …

نور... »

بیات بنیاد د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي

بیات بنیاد د صحت طفل په روغتون کې د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي. بیات بنیاد د ستر خیریه بنسټ په توګه دعامې روغتیا له وزیر سره  د ښځو لپاره د څلور پوړییز کمپلکس د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په اووه …

نور... »