عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د پکتیا جاني خېلو ولسوالي په درېیم ځل هم طالبانو ونیوله

جانی خیل د پکتیا هغه ولسوالي ده، چې له دوه اوونیو په لږه موده کي دوه ځلې طالبانو ونیوله. همدا ولسوالي څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو ونیوله؛ خو دا دی د پنجشنبه پر شپه تر یوې لنډې جګړې وروسته بېرته د وسله والو تر ولکې لاندې راغله. د پکتیا امنیه …

نور... »

امریکا دې په نوې تګلاره کې د ترهګرو اصلی مرکزونه وځپي

افغان حکومت له امریکا تمه لري، چې په نوې تګلاره کې د ترهګرو پر اصلي مرکزونو برید وکړي. که څه هم تمه وه، چې د امریکا نوې تګلار به بروکسل کې د ناتو په وروستۍ سرمشریزه کې اعلام شوې وای؛ خو داسې ښکاري، چې د اختلافونو په سبب دغه تګلاره …

نور... »

د ولسمشر دوه یم مرستیال له خلکو بښنه وغوښته

د ولسمشر دوه یم مرستیال د خلکو د امنیت په تامین کې د حکومت پاتې راتلو له کبله له خلکو بښنه وغوښته. سرور دانش وویل، چی طالبانو او داعشیانو په میرزا اولنګ سیمه کې د خلکو په وژنه جنګي جنایت کړی او د خلکو د وینو غچ به له ترهګرو …

نور... »

د سرپل د میرزا اولنګ د عام وژنې غچ به اخلم

ولسمشر غني وايي، چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د ښځو او ماشومانو د قتل عام غچ به اخلم. په افغانستان کې د جګړې له شدت سره همهاله د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله د پام وړ اوچته شوې ده. د ولسمشر اشرف غني …

نور... »

په تدارکاتو کې فساد د انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډولي

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې په تدارکاتي برخه کې د فساد له کبله د ابو او انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډیدلي دي. د پانګوالو د هڅونې او د تدارکاتو د آسانه کولو په درېیمه کلنۍ غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، چې …

نور... »

لویې څارنوالۍ له امنیتي بنسټونو سره څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ

له اداري فساد سره د مبارزې د هڅو په لړ کې دا ځل لویې څارنوالۍ له درې امنیتي ارګانونو سره د فساد په وړاندې د مبارزې څلور اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه. د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وایي، د فساد په وړاندې ګډه مبارزه دا ځواک راکوي، چې له افغان …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون روانه تګلاره ستونزې زېږوونکې ده

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو مهم مسایل له پامه غورزولي او پر داسې تګلارو یې کار پیل کړی، چې ستونزې به وزیږوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د رایو د اووه زره مرکزونو د ارزونې چارې پیل کړي؛ خو د افغانستان …

نور... »

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو ۲۵ کلن ځوان وژل شوی

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو پېنځه ویشت کلن ځوان ناپېژنده وسلوالو پر ډزو وژلی دی. د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دوه موتر سیکل سپرو امنیه قومندانۍ ته څیرمه پر یوه ځوان ډزې کړي او وژلی …

نور... »

په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د صنعتي ودې لپاره کارندی شوی

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، په تېرو پېنځلس کلونو کې د صنعت  د ودې لپاره هیڅ کارندی شوی. د افغانستان د صنایعو او د کانونو د خوني د مدیره پلاوي غړی سخي احمد پیمان وایي، په تېرو پېنځلسو کلونو کې په لسګونه میلیارد دالرد نړیوالو له …

نور... »

امریکا به د افغانستان په ثبات کې همکاري کوي

اجرائيه ريیس وايي، چې د امریکا د استخباراتو ريیس د ملي وحدت حکومت له رهبرانو سره لیدلي او ډاډ یې ورکړی، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي. د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ویلي، چې د امریکا د استخباراتو یا سی آی ای رییس کابل ته په سفر …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې د رایو مرکزونو ارزونه پیل کړې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ټاکنو ته د تیاریو لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د رایو مرکزونو ارزونه پیل کړې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس امام محمد وریماچ وايي، چې پر خلکو به د رایو نوي کارتونه ووېشل شي. د هغه په خبره؛ د نویو کارتونو …

نور... »

طالبانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۴۰ ملکي وګړي وژلي

د سرپل والي وایي، وسلوالو طالبانو تېره ورځ(د زمري۱۴) د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې څلوېښت ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت زیاتوي؛ په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم شته، چې په بشپړې بې رحمۍ وژل شوي …

نور... »

ایران د فراه د بخش آباد بند د جوړولو مخنیوی کوي

د فراه والي مرستیال وایې، ایران د ترهګریزو ډلو د سمبالولو تر څنګ غواړي د بخش آباد بند د جوړلو مخه هم ونیسي. د فراه سیمه ییز مسوولین اندېښنه څرګندوي، چې یو ځل بیا وسلوال طالبان د ایران او روسیې لخوا پر ځواکمنو او پرمختللیو وسلو سمبال شوي دي. د …

نور... »

ولسمشر غني د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ایراني سیال حسن روحاني د دوه یمې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ له ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو خبرې کړې دي. حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توګه د دوه یمې دورې لپاره …

نور... »

په کابل کې ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي کشف او له منځه یووړل شول

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست کارکوونکیو د کابل ښار په ۹ ناحیه کې یو موتر، چې ۱۶۵۰۰ کیلو ګرام امونیم نایتریت په کې بارول نیولی دی.    د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغه چاودیدونکي توکي د دیورند فرضي کرښې له هغې غاړې …

نور... »

له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ۴ تړونونه لاسلیک شول

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د رسنیزو پیغامونو او تشویقي پروژو له لارې غواړي له نشه یي توکو سره مبارزه وکړي. د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وایي، د وزګارتیا له امله اعتیاد مخ په پراخیدو دی. هغې د نشه یي …

نور... »

نړیوالو سرتېرو په کندهار کي دوه پولیس وژلي

په کندهار کي د نړیوالو ځواکونو په برید کی د عامه نظم دوه پولیس وژل شوي دي. په دغه ولایت کې  یوه امنیتي سرچینه، چی نه غواړي نوم یی واخیستل شي وايي؛ نړیوال سرتېري د دې ولایت د عامه نظم دوه یمې لوا ته ورغلل، خو له پولیسو سره له …

نور... »

طالبان د کندوز په امام صاحب کې روزنیز مرکز لري

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، طالبان په امام صاحب ولسوالۍ کې روزنیز مرکز لري. د دوی په وینا؛ د غه روزنیز مرکز د امام صاحب په ځنګله کې دی، چې د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي. د سیمې اوسیدونکی عبدالله وایي، مونږ پخپلو سترګو لیدلي، …

نور... »

افغان او پاکستانیو جنرالانو پر سرحدي او امنیتي حالاتو خبرې کړي

د پاکستان د پوځ خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې په پېښور کې افغان او پاکستانيو پوځي جنرالانو د پښتونخوا له قول اردو لیدنه کړې او د دواړو لوریو لخوا د تروریزم پر ضد پر مبارزه او سرحدي امنیت خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي دفاع …

نور... »

پاکستانۍ ملیشې د جاني خېل ولسوالۍ جګړه اداره کوي

په سویل ختیځ ولایتونو کې پوځي مسوولین وایي، که څه هم پاکستان له افغان پوځ سره د دیورند کرښې دواړو خواوو ته د وسلوالو د ځپلو لپاره د ګډو عملیاتو هوکړه کړې؛ خو پاکستانۍ ملیشې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دي. د پولیسو د ۲۰۳ سپین …

نور... »