عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

په ارګ کې د ښاروالانو درېیمه ناسته جوړه شوه

د افغانستان ولسمشرۍ د افغانستان د ښاروالانو د درېیمې ناستې کوربتوب وکړ او ولسمشر غني په کې د ښاري پراختیا په برخه کې د حکومت له ناکامیو ګیله وکړه او وایي، چې د ښاروالیو بدې حکومت دارۍ او نیمګړیو لنډمهال پروګرامونو په هېواد کې د ښار او ښاري اوسیدا کړکیچ …

نور... »

د پارلماني ټاکنو د رای ورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلام شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکوونکیو د لومړني نوملړ له مخې، اته میلیون او اته سوه زره کسان کولی شي د ټاکنو پر ورځ خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول رای ورکوونکي په معلوماتي بانک کې راجستر کړي او په څلور ورځني ځنډ یې د رای …

نور... »

که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ په درې ورځو کې نیسو-عطامحمد نور

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ به په درې ورځو کې ونیسو. د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس عطامحمد نور، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د …

نور... »

د هېواد کروندګر به له مشروع او اصلاح شویو تخمونو برخمن شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د مشروع کښتونو د محصولاتو کمښت او بازار ته نه لاسرسی د دې سبب شوی، چې ډېري کروندګر د نشه يي توکو کښت پیل کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د کوکنارو د کښت پر بدیلو لارو چارو …

نور... »

بیات بنیاد کڼو ته د غوږۍ وېشلو پېنځم پړاو پیل کړ

په کابل کې د بیات بنیاد او ستارکي بنسټ له لوري کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د برښنایي غوږۍ د وېش څلور ورځنی پېنځم پړاو پیل شو. په دې پړاو کې به۱۵۰۰ کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته برښنایي غوږۍ ووېشل شي. دغه لړۍ به څلور ورځې روانه وي. …

نور... »

په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو دوه مشران ونیول شول

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ځانمرګو بریدونو دوه مشران نیولي دي. له نیول شویو کسانو هر یو فیروز کوچی د دولت خان او رفیع الله د زرګل زامنو سره له چاودیدونکیو توکو ډک لاسي بکس، یو میل …

نور... »

له افغانستان سره مو ژمنې دوامداره دي- ناتو

د ناتو یو لوړپوړی چارواکی د افغانستان جګړه ستونزمنه ګڼي؛ خو له افغانستان څخه د دوامدار ملاتړ خبره هم کوي. ناتو په افغانستان کې اوسنی جنګي وضعیت ماتیدونکی بولي او وایي؛ اوس هم دا هېواد اړتیا لري، چې ناتو یې ملاتړ وکړي. د ناتو د پوځي کمیتې رییس سر ستوارت …

نور... »

په کابل کې د ګلف لوبو نهمه دوره سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ګلف لوبو پدغو سیالیو کې ۹۵ لوبغاړیو له کابل، هرات او بامیانو څخه برخه اخیستې او شپږ ورځې به دوام پیدا کړي، چې موخه یې د ګلف ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړیو ټاکل ښودل شوي دي. ګلف لوبه په هېواد کې ډېره مخینه نلري؛ خو …

نور... »

له طالبانو مو د ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی- پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې پاکستانيو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي؛ اوس طالبان پوهیږي، چې په افغانستان کې شرایط بدل شوي او که ورته کافي انګېزه او قناعت …

نور... »

په کندهار کې د نري رنځ د روغتون جوړولو چاري پيل شوې

 د کندهار ولايت د عامي روغتيا مسوولين وايي؛ په سويل لویديځ زون کې تر بلي هرې ناروغۍ د نري رنځ پېښې ډېرې دي؛ نو له همدې کبله اړتيا وه، چي د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د يوه مجهز روغتون د جوړولو چارې پیل شي. د کندهار د عامي روغتيا …

نور... »

د پکتیا په وزې ځدراڼ کې د برښنا سبستیشن جوړولو کار پيل شو

چارواکي وايي، د پکتیا په وزې ځندراڼ ولسوالۍ کې د برښنا سبستیشن له جوړیدو سره به د وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د برښنا د وېش چارې پیل او پېنځه زره کورنۍ به له رڼا برخمنې شي. د پکتیا د برښنا رییس محمد آصف نیازی وایي، د …

نور... »

په غزني کې د ولسي جرګې د تښتول شوي احتمالي نوماند مړی موندل شوی

وسلوالو طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو هغه احتمالي نوماند وژلی، چې نږدې یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وایي؛ د ولسي جرګې د ټاکنو احتمالي نوماند حاجی داوود، چې وسلوالو طالبانو د غزني ښار د سقوط پرمهال له ځان سره تښتولی و؛ …

نور... »

د افغانستان ۳۴ معلول لوبغاړي اندونیزیا ته روان شول

 په آسیا جام لوبو کې د ګډون په موخه نن ۳۴ معلول لوبغاړي اندونیزیا ته روان شول. افغان لوبغاړي به د وزن اوچتولو، باسکتبال او په بېلابېلو نورو برخو کې سیالۍ وکړي. د ۲۰۱۸  کال د معلولو آسیا جام لوبې د اندونیزیا په پایتخت جاکارتا کې  د ۴۲ هېوادنو په …

نور... »

کورنیو چارو وزارت د ترهګرو پر ضد له مبارزې هرکلی کوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند په نیویارک کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو خبرو ته په نغوته کې، چې ویلي یې ول؛ اجازه نه ورکوي ترهګر له سوریې افغانستان ته ولاړ شي وایي: که ترهګر په سیمه او نړۍ کې فعالیت ولري، باید ور سره کلکه مبارزه وشي. …

نور... »

د چابهار بندر به پر ایران د امریکا له بندیزونو لیرې وساتل شي

د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره چابهار بندر له بندیزونو لیرې وساتي. الیس ویلز د هند خبري شبکې ته په مرکه کې څرګنده …

نور... »

په ننګرهارکې ناامنیو د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیکه کړي

نوماندان د کمپاینونو لپاره ارام چاپېریال غواړي؛ خو عام خلک ترې ګیله من دي، چې انځورونه او بینرونه پر ناسمو ځایونو لګوي. د برښنا ستنې د شپې واټونه روښانه کوي او د ورځې د ولسي جرګې نوماندانو ته پر چوپه خوله کمپاین تر سره کوي؛ خو د جلال آباد ښاروالۍ …

نور... »

په ننګرهار کې پر سرحدي سرتېرې برید کوونکی طالب ژوندی ونیول شو

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د وسلوالو طالبانو  یو سرګروپ قدرت الله نومي، چې غوښتل یې د تفنګچې په وسیله د سرحدي ځواکونو پر یوه سرتېرې ډزې وکړې؛ د ګډو ځواکونو له لوري ژوندی …

نور... »

په بنګله دېش کې د هېواد د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالۍ پیل شوې

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو په خپله لومړۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته پر پېنځه ویکتو ماتې ورکړه. اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ۱۴۱ منډو هدف ورکړ، چې افغان ځوانانو وکولای شول ورکړ شوی هدف په ۲۷ اورونو کې د پېنځه لوبغاړیو په سوځیدو پوره کړ. عظمت الله …

نور... »

د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او له دې وروسته به د افغانستان تولیدات د هوا له لارې اروپایي هېوادونو ته صادریږي. له هند، ترکیې او قزاقستان سره د هوایي دهلیز له پرانیستې وروسته دا دی د پنجشنبې پر ورځ( د …

نور... »

د غزني جګړه یوه توطیه وه، خو افغان ځواکونو شنډه کړه- اشرف غني

ولسمشر غني د غزني جګړه یوه نړیواله او سیمه ییزه توطیه بولي او وایي، چې افغان ځواکونو شنډه کړه. ولسمشر غني د پنجشنبې پر سهار د غزني د امنیت څېړلو لپاره دې ولایت ته ولاړ او له ملکي او پوځي مسوولینو او د خلکو له استازیو سره یې وکتل؛ خو …

نور... »