مهم خبرونه

Featured Pasto

پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم کې وژل شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم چاودنه کې وژل شوي دي. د غزني امنیه قومندانۍ زیاته کړې؛ طالبانو غوښتل، چې د دغه موتر بم  پر مټ پر ده یک ولسوالۍ وسلوال برید وکړي؛ خو پخپله …

نور... »

کیدی شي ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي- د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، کیدی شي ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي؛ ځکه، چې د سمونونو راوستل، د بایومتریک تکنالوژۍ کارول او په عملیاتي پروګرامونو کې ښه والی د ټاکنو د  احتمالي ځنډیدو بنسټیز ټکي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړې ملیحه حسن د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې …

نور... »

د سولې عالي شورا په څلوردېرش ولایتونو کې د خپلو ولایتي دفترونو کارونه ځنډولي دي

د سولې عالي شورا په څلوردېرش ولایتونو کې د خپلو ولایتي دفترونو کارونه د غوره سمونونو د راوستو لپاره ځنډولي دي. د تازه راپورونو له مخې؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ لیدل کیږي؛ خو د سولې عالي شورا د ولایتي دفترونو د منحل کولو پرېکړه  کړې …

نور... »

د قطر دوحه د افغانستان او پاکستان د فوتبال ملي لوبډلو د لوبو کوربه دی

د قطر د دوحې ښار نن شپه د افغانستان د امید فوتبال ملي لوبډلې او د پاکستان فوتبال ملي لوبډلې تر منځ د دوستانه لوبې کوبتوب کوي. د هېواد نوې جوړه شوې امید فوتبال ملي لوبډله له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د قطر په دوحه ښار کې د ۲۳ کلنو …

نور... »

د کرکت ۵۰ آوره نړیوال جام سبا کابل ته راوړل کیږي

ټاکل شوې، چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام سبا چارشنبه کابل ته راورسیږي او په دارالامان ماڼۍ کې له یو لړ مراسمو وروسته بامیان، کندهار او هرات ولایتونو ته ولیږدول شي او بیا به انګلستان ته واستول شي. دغه نړیوال جام تېر ځل هم په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان …

نور... »

عبدالرزاق وحیدي وبښل شو

د وزیرانو ځانګړې محکمې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومې ۴) د خپلې درېیمې علني ناستې په پای کې  د دلایلو د نشتوالي له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی رییس عبدالرزاق وحیدي له پړتیا وویست او وبښل شو.   د محکمې له حکم وروسته ښاغلي عبدالرزاق وحیدي …

نور... »

د ارزانه او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نوره پانګونه کیږي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، ډېر ژر به مخابراتي او انترنتي خدمتونو د ښه والي لپاره نوي اقدامات تر سره شي. د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، افغان دولت د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۲۱ میلیارد افغانۍ پانګونه …

نور... »

د کابل ښار په دوه ودانیو کې بریدګرو ۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل پولیسو منلې، چې تېر مازیګر ۳ بجې د کابل ښار د ۱۶ ناحیې د اړوند سیمې ټولګټو وزارت تر څنګ د شهداوو او معلولینو معینیت مخې ته موتر بم برید رامنځته شوی دي. د آریانا نیوز د خبریال د څرګندونو له مخې؛ برید ګرو  درې چاودنې تر سره …

نور... »

د کندهار په عینو مېنه کې ځانمرګي مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې د مازیګر پر څلور بجو د کندهار د کندهار ولایت د عینو مېنې په درېیم سړک کې ځانمرګي ۱۵ کسان وژلي دي. د  کندهار والي ویاند څرګنده کړې؛ په دې ځانمرګي برید کې، چې د پولیسو تر څارنې لاندې و؛ دوه ملکي وګړي …

نور... »

عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران پخپلو دندو پاتې شول

د عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې بریالي را ووتل. د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګې د عدلیې وزیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره د پرمختیايي بودجې په لګښت کې د پاتې راتلو له کبله استیضاح …

نور... »

په هېواد کې باید نور د غصب فرهنګ پای ومومي- اشرف غني

ولسمشر غني د ښاري ژوند په پېنځمه غونډه کې وویل، چې نور باید د غصب فرهنګ پای ومومي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شاوخوا دولس سوه کسان د ښاري ژوند په اړه په جوړه شوې پېنځمه غونډه کې راټول شول. د غونډې ګډونوالو په ښارونو کې د پرمختګونو او ستونزو په …

نور... »

که ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه ونشي، وخت به یې وغزول شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که څوک د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند په توګه نوملیکنه ونکړي، دوی به د نوملیکنې موده وغزوي. په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د مرغومې پر لومړۍ نېټه پیل شوی؛ خو اوس هم هیچا د ولسمشریزو ټاکنو …

نور... »

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومې ۳) له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د سولې د دوه اړخیزو خبرو لپاره کابل ته راغی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې دوه اړخیزې خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو …

نور... »

په ولایتونو او مرکز کې د واکونو وېش توپیر لري-اورځلا

د افغانستان د ارزیابۍ او تحقیق ادارې د عامه خدمتونو په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په ولایتونو او مرکز کې د واکونو وېش توپیر لري؛ یو لړ بې باورۍ یې رامنځته کړي او واک د مرکز په انحصار کې راغلی دی. د ارزیابۍ او تحقیق …

نور... »

پر ولسمشر نیوکه کوونکي نوماندان پاتې راغلل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو د بل پسې د ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي؛ خو ښکاري دا، چې په لومړنیو پایلو کې د ولسمشر سرسخته نیوکه کوونکي ندي بریالي شوي. د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې پر ولسمشر سخت نیوکه کوونکي کاندیدان پاتې …

نور... »

امریکا د طالبانو په غوښتنه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې- محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې امریکا د وسلوالو طالبانو په غوښتنه له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده. د ترمپ وروستۍ پرېکړې، چې له افغانستان څخه به تر اوړي پورې نیمایي سرتېري خپل هېواد ته ستنوي؛ بېلابېلې اندېښنې راپارولې دي.   د پاکستان د …

نور... »

د راتلونکي کال ملي بودجه له ګواښ سره مخ ده- د شفافیت بنسټ

د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي، چې ښايي د راتلونکي کال  له ملي بودجې څخه حکومت او بانفوذه کسان ناوړه ګټه پورته کړي. د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولینو څرګنده کړې؛ حکومت میلیونونه دالر لګولي، چې د ملي بودجې په اړه د خلکو نظریات راټول کړي، خو د بودجې د …

نور... »

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سرپرست وزیران منظورشول

د اساسي قانون د ۶۴ مادې د۱۱ او ۱۳ فقرو له مخې ولسمشرۍ د ملي دفاع وزارت ته د سرپرست وزیر په توګه د ښاغلی اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د امرالله صالح د ټاکلو او ملي شورا ته د دوی دې ورپېژندلو حکم …

نور... »

طالبانو د تخار د پولیسو یو قومندان وژلی

امنیتي چارواکو ویلي، چې د تخار د پولیسو د عامه نظم او امن د کندک قومندان شاه طاووس د یکشنبې پر سهار( د مرغومي ۲) د طالبانو په کمین کې له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی او څلور سرتېري یې ټپیان دي. د تخار پولیسو د امنیت آمر نظام …

نور... »

دا مهال په هېواد کې نږدې لس میلیون وګړي انترنت کاروي- شهزاد ګل آریوبي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د انترنت د کاروونکیو شمېر ډېر شوی او دا مهال نږدې لس میلیون وګړي انترنت کاروي. مسوولینو ویلي، هڅه کوو، چې د انترنت بیې را ټیټې شي او د کاروونکیو شمېر نور هم ډېر کړي. د مخابراتو او معلوماتي …

نور... »