مهم خبرونه

Featured Pasto

د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه

په قزاقستان کې د ایران او د پخواني شوروي اتحاد د څلورو جمهوریتونو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه. د کسپین سمندرګی، چې د تېلو او ګازو پراخې زیرمې لري د پخواني شوروي اتحاد …

نور... »

په غزني کې ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي- بهرامي

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ په غزني ښار کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د دوشنبې پر ورځ( دزمري ۲۲) یوې خبري ناستې ته د غزني د وروستیو امنیتي حالاتو …

نور... »

په کابل کې د ټاکنو کمیسیون په وړاندې د اعتراض کوونکیو خیمې ته نږدې چاودنه شوې

د کابل پولیسو ویلي، چې نن له غرمې وروسته ۱:۱۵ یو ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، چې ټاکنو کمیسیون ته نږدې د اعتراض کوونکیو خیمې ته ننوځي؛ خو د پولیسو له پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. …

نور... »

د غزني جګړې ته طالبان له څرګندو لارو رارسیږي

یو شمېر سرچینو ویلي، چې طالبان په پاکستان کې له تجهیر او تمویل وروسته  له څرګندو لارو د غزني جګړې ته رارسیدلي دي. د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ څه نا څه ۱۷۰۰ طالبان د غزني ښار په څو ورځنیو نښتو کې د سور جنګل او بادینه له لارې زابل …

نور... »

په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه پیل شوه

چارواکي وايي، چې په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه به د نړیوالو څارونکیو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او رسنیو په مخ کې په بشپړ ړنښت تر سره شي. د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وروستی شوی او د یکشنبې پر ورځ( د زمري پر …

نور... »

ټاکل شوې، چې په ۱۱ ولایتونو کې به ۲۹ پرمختیايي پروژې پلې شي

د کلیو د پراختیا وزارت وایي؛ په یوولس ولایتونو کې د ۲۹ پرمختیايي پروژ تړونونه له رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک شول، چې درې سوه میلیون افغانۍ به پرې ولګیږي. په دغو ۲۹ پرمختیايي پروژو کې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دیوالونه شامل دي، چې ګټه به یې اووه شپېته زره …

نور... »

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده. د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو …

نور... »

افغان ځواکونه هڅه کوي، چې غزني ښار د طالبانو له شتون پاک کړي- لوی درستیز

د ملي ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د غزني ولایت مهمې برخې د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي؛ خو طالبانو د ښاري سیمې په کورونو او پلورنځیو کې ځای نیولی دی. د افغان ځواکونو لوی درستیز شریف یفتلي د یکشنبې له غرمې وروسته( د زمري ۲۱) یوې خبرې ناستې …

نور... »

د ایران شورای نګهبان د پيسو سپینولو ضد مصوبه تائید کړه

د ایران دولت غواړي، چې په دې هېواد کې د پيسو سپینولو پرضد اقدامات په نړیوالو معیارونو برابر شي. د شورای نګهبان ویاند علي کدخدايي پرون شنبه خبریالانو ته وویل، چې له تروریزم سره د مبارزې د تمویل په قانون کې تعدیل شوي موارد یې هم تائید کړي دي. پر …

نور... »

په رومانیا کې زرګونه کسانو د خپل حکومت پرضد مظاهره کړې

زرګونه لاریونکوونکي، چې پرون شنبه د بوخارست ښار په مرکزي څلور لاري کې د خپل هېواد بېرغونه لېږدول؛ د حکومت بدلولو غوښتونکي شول. هغوي وايي، چې حکومت په قوانینو کې داسې بدلون راوستی، چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي. په …

نور... »

په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي. غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو …

نور... »

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ۳۵ نوماندان له وروستي نوملړه حذف کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، مولوي ترخېل، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي په ګډون ۳۵ نوماندان له خپل وروستي نوملړه حذف کړي، چې په اړه يې د غصب، تښتونې او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د …

نور... »

له زر ډېر کومندو ځواکونه غزني ته رسیدلي

افغان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې زرګونه کومندو ځواکونه او بېلابېل پوځي تانکونه او موتر د د شپې ناوخت د غزني ښار ته ورسیدل. که څه هم وسلوالو طالبانو د میدان وردګ- غزني پر لویه لار پلونه او پلچکونه له منځه وړي، خو دغه ځواک ځان موخې ته ورساوه. سرتېرو …

نور... »

په بغلان کې له ۱۶ امنیتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي

د بغلان ولایتي شورا وایي، په بغلان کې د وسلوالو په برید کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني ویلي، چې طالبانو د مرکزي بغلان د انګورباغ په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي؛ ۱۶ سرتېري وژل …

نور... »

د زابل پر مرکز کلات ښار د وسلوال برید مخه نیول شوې

د  زابل امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایاروایي،  تېر ماښام  شاوخوا دېرش وسلوالو غوښتل، چې د مرکز کلات د ښادو او حاجي اصغر کلیو له اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. هغه وایي، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په دغه جګړه کې …

نور... »

په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو د باولینګ سیالۍ جوړې شوې

د بیات بنیاد پر مالي مرسته په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو تر منځ د باولینګ سیالۍ تر سره شوې، چې په دې لوبو کې به ۱۶ لوبغاړې سیالي کوي او  د هرې یوې موخه اتلولي او د پلازمېنې غوره لوبډلې ته لار موندل دي. لوبغاړي هڅه کوي، چې د …

نور... »

پاکستان پر دیورند کرښه د سرحري ځواکونو شمېر۶۰۰۰۰ ته لوړوي

بلومبرګ نومې امریکایي رسنۍ د پاکستان د چارواکو له قوله څرګنده کړې، چې دغه ۶۰ زره ځواکونه به پر پټ هویت د کرښې دواړو خواوو ته د مخالفانو د اوښتو را اوښتو مخنیوي وکړي. اسلام آباد په ښکاره داسې ښیي، چې له خپل لویدیځ ګاونډ افغان حکومته زیان ویني؛ په …

نور... »

په لومړي ځل د هرات انګور نړیوال بازار ته لیږل کیږي

مسوولین وايي، چې په هرات کې انګور په پخیدو دي؛ سږ کال به هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته د دې ولایت د انګورو یو سل و شل زره ټنه محصول راټول او په راتلونکیو څو ورځو کې به یوازې پاکستان ته اووه زره پېنځه سوه ټنه انګور صادر شي. …

نور... »

په ننګرهار کې له بډو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګری مخې ته راټول شوي کسان وایي،  له بډو ورکولو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده. په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخستلو په هیله ولاړ وي. وېزه غوښتوونکی نورمحمد وايي، چې د رشوت …

نور... »

ولسمشر غني په کابل هوایي ډګر کې د رادار ملي سیستم پرانست

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې په کابل هوایي ډګر کې د رادار د نوی سیستم له پرانستې سره سم د افغانستان د فضايي حریم څارنه افغانانو ته وسپارل شوه. ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په سهار( د زمري ۱۸) په کابل هوايي ډګر کې د رادار د نوی سیستم …

نور... »