عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

طالبانو د پاکستان وړاندیز نه دی منلی

طالبانو د پاکستان هغه وړاندیز چې اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري، نه دی منلی.  طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دا وړاندیز له پاکستاني چاوراکو سره د خلیلزاد تر  لیدنې وروسته طالبانو ته وشو؛ خو سرچینو ویلي چې طالبان نه غواړي د امریکا او دوی تر منځ خبرو …

نور... »

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي. د ولسمشریزو ټاکنو …

نور... »

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې دریدلې دي-سرچینې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په وروستیو ناستو کې امریکا پر طالبانو فشار راوړ او له دې کبله خبرې د بندون له روان حالت سره مخامخ شوې دي. په داسې حال کې، چې د سولې خبرو لپاره هڅو زور اخیستی؛ طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې له امریکا سره …

نور... »

غر ښویېدنې په بدخشان کې ۸ کان کیندونکي لاندې کړل

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرند آب کلي کې غرښویېدنې د سره زرو د کان ۸ کارکوونکي لاندې کړي دي. د دغه ولایت د راغستان ولسوال ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار ۱۰ بجې( د مرغومي ۲۷) د اړوند ولسوالۍ په زرند آب کلي کې، چې وسلوال طالبان …

نور... »

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره به د پامیر قرغزیانو لپاره پوخ سړک جوړ او ورسره به کاري آسانتیاوې هم رامنځته شي. د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به د بدخشان پامیر سیمې هغو اوسیدونکیو ته پوخ …

نور... »

په ننګرهار کې غټ چرګان او غوښې اوس هم محصولیږي

کرنې وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت ته د ودې ورکولو لپاره شاوخوا شل ورځې وړاندې هېواد ته پرغټو چرګانو او د هغو پرغوښو راوړلو بندیز لګولی؛ خو اوس هم غوښې محصولیږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړې، چې د رسمي معالوماتو له مخې …

نور... »

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر تیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او همکاریو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې. د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو تیلیفوني خبرو کې د هېواد …

نور... »

د سولې ولسي کاروان بیا د اوربند غوښتنه وکړه

له هلمند ولایت څخه د پاڅیدلي سولې ولسي کاروان سلګونه غړیو د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي۲۷) په کندهار کې د سولې او اوربند رامخته کولو په موخه لاريون تر سره کړ. له دوی سره، چې په لاريون کې د کندهار اوسیدونکیو هم ملتيا کوله د جګړې له ښکېلو غاړیو …

نور... »

هوایي ځواکونو په بلخ ولایت کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې په ولید ۳۴  عملیاتو کې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ۱۸ وسلوال طالبان د امنیتي ځواکونو پر بمبارد وژل شوي دي. دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په …

نور... »

د کابل پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي

د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي. له موتربم چاودنې دولس ساعته وروسته، د ګرین ویلیج میلمستون په شاوخوا کې نه یوازې کنډوالې ولیدل شوې، بلکې نیم خوړل شوي خواړه هم لیدل کیږي، چې د تر سره …

نور... »

د کابل د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، پاتې نوماندانو اعتراض کړی

د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، څه نا څه څلور سوه نوماندانو اعتراض کړی او اړوند اعلام شوې لومړنۍ پایلې نه مني. د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایله له پېنځه شپیته ورځني ځنډ وروسته اعلام شوه او د ځینو نوماندانو …

نور... »

د افغانستان د سولې امریکایي استازی کابل ته راورسیده

د افغانستان په سوله کې د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد کابل ته رارسیدلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر په اړه د راتلونکیو ګامونو …

نور... »

د کابل په بمي چاودنه کې زیانمن خلک د حکومت همکاري غواړي

د تېرې شپې( د مرغومي ۲۴) د بمي چاودنې له کبله د سیمې د خلکو په سلګونه کورونه ویجاړشوي او له حکومته د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي. د نهمي امنیتي حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې د تېرې شپې موتر بم چاودنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي …

نور... »

زلمي رسول ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر زلمي رسول د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۵) له غرمې مخکې د خپل لومړي مرستیال عبدالجبار تقوا او دوه یم مرستیال خان محمد وحدت پر ملتیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه. د ولسمشرۍ دغه نوماند له ټاکنو خپلواک کمیسیون وغوښتل، …

نور... »

د سولې عالی شورا طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني- داوودزی

د سولې عالي شورا د دارالانشاُ رييس محمد عمر داوودزی وسلوال طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني. په داسې حال کې، چې د نړۍ ستر او ځواکمن هېوادونه د افغانستان د سولې په اړوند فعال شوي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم لګیا …

نور... »

د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ماښام( د مرغومي ۲۴) د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلام کړې. د ټاکنو کمیسیون لخوا په اعلام شوي نوملړ کې حاجي اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، جاوید جیحون، رمضان بشر دوست، خان آقا رضایي، …

نور... »

حکومتي چارواکي باید خلکو ته ستونزې جوړې نکړي- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس وايي، چې د ملي وحدت حکومت چارواکي باید د مسوولیت تر وروستۍ ورځې پورې په ورځنیو سیاسي چارو کې ملت ته د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې ستونزې جوړې نکړي. که څه هم، چې د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدل د هرې ورځې پر تېریدو …

نور... »

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه چین ته سفر کړی

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې د چین هېواد پلازمېنې بیجنګ ته رسیدلی او د افغان سولې په اړه به له چینایي چارواکو سره وغږیږي. د امریکا استازي خلیلزاد څرګنده کړې، چې چین د افغانستان د سولې …

نور... »

په افغانستان کې د مدافع وکیلانو شمېر د اندېښنې وړ دی- سروردانش

د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي؛ د افغانستان وګړیو ته په کتو په افغانستان کې لږ تر لږه پېنځلس زره مدافع وکیلانو ته اړتیا ده، چې اوس یې شمېر پېنځه زره ته رسیږي. په قضايي پېښو کې مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو نه لاسرسی یوه لویه ستونزه ده، چې …

نور... »

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې یو طالب قومندان ووژل شو

د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۳) د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې طالب قومندان استاد حسین ووژل شو.  د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف د پېښې د منلو تر څنګ څرګنده کړې، چې نوموړی طالبانو قاري حسین نوماوه، چې په ډېرو ورانوونکیو بریدونو کې یې لاس درلود. …

نور... »