عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي. وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر …

نور... »

په پکتیا کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي- پکتیاوال

 د پکتیا ځینې اوسیدونکي وایي، په دغه ولایت کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي.  که څه هم له تېرو شپږ میاشتو را په دیخوا ولایتي ادارې په ورځینو معاملو کې د  پاکستانۍ کلدارې پر کارولو بندیز لګولی؛ خو اوس هم خلک پاکستانۍ کلداره راکړې ورکړې ته …

نور... »

یو ایرانی دیپلومات کابل ته په سفر راغلی

ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د ملي وحدت حکومت مشرانو ته له طالبانو سره د خبرو جزییات وړاندې کړي. ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي سید عباس عراقچي سره …

نور... »

ترکیې په راتلونکې کې د سولې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی

ترکیې په راتلونکې کې د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې ترکیه به د روان کال د مارچ له …

نور... »

طالبانو په فراه کې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي

د شنبې پر ورځ سهار مهال طالبانو د فراه ولایت د درآباد له سیمې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي او تر دې دمه ترې دوه کسان وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا مرستیال منلې، چې دغه کسان د درآباد له سیمې څخه د ښار پر لوري روان ول، چې د …

نور... »

چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي- روڼ اندي

د بلخ ولایت یو شمېر روڼ اندي وايي، چې په افغانستان کې چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي دي. په بلخ ولایت کې د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ(تیفا) او آریانا نیوز پر ملاتړ یو شمېر ځوانانو د را روانو ټاکنو په مخکې د پرتو ستونزو …

نور... »

په افغانستان کې باید امریکا نه، بلکې روسیه، هند او پاکستان وجنګیږي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي کال د کابینې په لومړۍ ناسته کې د خبرو پرمهال وویل: هند هلته(افغانستان) دی، روسیه شته، چې یو مهال شوروي اتحاد و، د افغانستان جګړې ترې روسیه جوړه کړه او کمزوري شول. پاکستان هم هلته دی؛ دوی باید په افغانستان کې جنګ وکړي. …

نور... »

ملي امنیت په بلخ کې طالب ولسوال او یو نفوذي کس نیولی

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ ته د نومول شوی طالب ولسوال او یو نفوذي کس له نیولو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال غیب الله د بلخ د طالب والي …

نور... »

پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست شو

تېره ورځ( د مرغموي ۱۲) پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ. شنهن، چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، له هغې وروسته د ولسمشر ترمپ له‌خوا ورته دغه مسوولیت وسپارل شو، چې پخواني دفاع وزیر …

نور... »

په کابل کې زورواکي ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي- د برښنا شرکت

آریانا نیوز ته رسیدلي اسناد ښيي، چې په کابل کې شاوخوا څلوېښت زورواکي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي له څو کلونو راپدیخوا د برښنا شرکت ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي. د برښنا شرکت په پوروړیو کې د ولسمشر له لومړي مرستیاله نیولې بیا تر نورو زورواکو، یو شمېر پخواني او …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون رييس او غړي دې عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي- څارونکي بنسیتونه

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رييس او غړیو د ګوښه کولو او عدلي بنسټونو ته د ورپېژندلو غوښتنه کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو شمېر هغو ستونزو له کبله، چې ګواکي دغه کمیسیون ور سره مخ شوی، ولسمشریزې ټاکنې یې د وري له یو دېرشمې …

نور... »

له طالبانو سره په خبرو کې لس هېوادونه ښکېل دي

لس هېوادونه له وسلوالو طالبانو سره په اړیکو کې ښکېل شوي او د افغان سولې په اړه ور سره خبرې کوي. د افغان سولې په اړه که څه هم لومړني ګامونه واشنګتن واخیستل؛ خو اوس شاوخوا لس هېوادونه لیواله شوي، چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي. روسیه، ایران، …

نور... »

په کندهار کي د زړه په ناروغۍ اخته کسان ډېر شوي

مسوولين وایي، د فزيکي فعاليتونو لږوالی، د نامناسبو خوړو ډېر کارول او د نقليه وسايطو ډېریدو د زړه ناروغۍ د زياتوالي لامل دی. د کندهار د ميرویس حوزه وي روغتون مسوولین وایي، د تېرو کلونو په پرتله په کندهار کې د زړه پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی …

نور... »

په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي- خلک او استازي

د پکتيا ولايتي شورا غړي او د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي او د دولت وسلوال مخالفين دې د هغو په پټنځايونو کې وځپل شي. د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي د پکتیا مرکز ګردیز ته پدې اعتراض راغلي، چې …

نور... »

طالبانو په سرپل کې ۴۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د سرپل سیمه ییزو چارواکو رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د دې ولايت پر صياد ولسوالۍ طالبانو بریدونه کړي، چې په کې ۲۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د سرپل والي عبدالقادر آشنا وایي، چې طالبانو پر صیاد ولسوالۍ، د سرپل –جوزجان پر لویه لار …

نور... »

طالبانو له ایراني چارواکو سره لیدنه منله

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو سره په تهران کې د خبرو پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د دغې لیدنې موخه د سیاسي او اخلاقي ملاتړ جلب دی. نوموړي څرګنده کړې، چې د سیمې له هېوادونو څخه د طالب پلاوي لیدل به …

نور... »

په کابل کې څلور انسان تښتوونکي ونیول شول

د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د انسان تښتوونکیو یوه څلورکسیزه ډله نیولې؛ یو کس یې ترې له بنده خلاص کړی او اړوند کورنۍ ته یې سپارلی دی. ملي امنیت په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۱) له غرمې مخکې دغو انسان …

نور... »

د برېښنا نشتوالی د هوا د ککړتیا یو لامل دی

خلک د برښنا د نشتوالي له کبله له بې کیفته سوند توکو کار اخلي، چې د ښار هوا یې ککړه کړې ده. د هوا ککړتیا په دې یخو شپو او ورځو کې خلکو ته بېلابېلې اندېښنې رامنځته کړي دي. د حکومت اجرائیه رییس وايي، خلک او یو شمېر ښارګوټي د …

نور... »

د تمیم شنسب پر دوسیه څېړنې بشپړې شوې- لویه څارنوالي

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي؛ تمیم شنسب د څو قتلونو او عامه نظم د ګډوډولو پر تور نیول شوی؛ پر دوسیه یې څېړنې بشپړې شوي او ډېر ژر به محکمې ته وسپارل شي. تمیم شنسب هغه کس دی، چې څلیریشت ساعته د کابل په مهمه سیمه نوي ښار کې یې …

نور... »

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تصویب کړه

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون وايي؛ کابو یوه میاشت ملي بودجه وارزول شوه، چې په کې د مهمو بدلونونو له رامنځته کولو وروسته د رایو له مخې تصویب او منل شوه. د دیارلس سوه اته نوییم مالي کال ملي بودجه، چې ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده د …

نور... »