عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

سراج الحق د حکومت او طاالبانو په خبرو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د سولې عالی شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان د جماعت اسلامي امیر مولوي سراج الحق د سولې عالی شورا او افغان حکومت د پلاوي له مشر سره په لیدنه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. دغه راز …

نور... »

طالبانو په جوزجان کې سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو تېره شپه  د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د کوکلداش په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوسته برید کړی دی. د دې ولایت د فیض آباد ولسوال ویلي، چې په دې برید کې د سیمه ییزو پاڅونوالو ۶  کسان وژل …

نور... »

جواد ظریف: د افغانستان راتلونکی سیاسي بهیر کې باید طالبان شامل وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان سیاسي راتلونکې د وسلوالو طالبانو له رول پرته امکان نلري. جواد ظریف ویلي چې د افغانستان په راتلونکې کې د وسلوالو طالبانو رول اړین دی، خو په وینا یې دا رول باید ډير پیاوړی هم نه وي. «د افغانستان راتلونکې …

نور... »

ولسمشر غني: ټاکنې تر سولې لومړیتوب لري

ولسمشر اشرف غني وايي، دولت احمق نه دی چې د سولې په پروسه کې هر څه ډالۍ کړي. ښاغلی غني ټاکنو ته له سولې لومړیتوب ورکوي او ټينګار کوي چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي چې راتلونکی ولسمشر په پوره واک د سولې لپاره پریکړې وکړي. د …

نور... »

د یونس قانوني څرګندونې د جمعیت ګوند له غبرګون سره مخ شوې

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د یونس قانوني وروستیو څرګندونو ته جمعیت اسلامي ګوند غړیو بېلابېل غبرګونونه ښودلی دی. د رسنیو لخوا د یونس قانوني د غږیز پیغام له خپریدو څرګنده شوې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتووالي په بهیر کې درزونه رامنځته شوي دي. یونس قانوني د جمعیت …

نور... »

په قطر کې د طالب او امريکایي استازیو لیدنه لغو شوه

ټاکل شوې وه، چې سبا چارشنبه او پنجشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي پلاوي د مشر زلمي خلیلزاد  او د طالبانو له سیاسي استازیو سره د افغانستان د سولې او ټیکاو په اړه ناسته وشي؛ خو په اجندا کې د نه توافق پر لامل وځنډول شوه. د …

نور... »

هڅه کوو، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته قانع شي- خان

د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ژمنه کړې، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو خبرو ته به زمینه برابروي. د ترکیې له ټي آر ټي تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې خپلې هڅې به تر هغه وخته روانې ساتي، چې وسلوال طالبان …

نور... »

په افغانستان کې تر ۳۵ زره ټنه پورې جغلوزي تولیدیدلی شي

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې له درویشت زره څخه تر پېنځه دېرش زره ټنه پورې تور جلغوزي تولیدیدلی شي. د کرنې او مالدارۍ وزیر د هېواد د جلغوزیو د صادارتو د اتحاديې له مسوولینو سره په هېواد کې د جلغوزیو د صنعت د پراختیا او په …

نور... »

په خوست ښار کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د خوست ښار سيپن جومات ته نږدې په یو موترسايکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې ترې  ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د خوست د ملکي روغتون اداري مدیر بلال وایي، دوی ته د چاودنې له ځایه تر دې دمه د ملکي وګړیو …

نور... »

ترمپ او مودي د امریکا او افغانستان په اړه تیلیفوني خبرې کړي

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د دغه هېواد او امریکا د سوداګریز کسر پر راټیټولو او له افغانستان سره د همکارۍ پر ډېرولو تیلیفوني خبرې اترې کړې دي. سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې دونالد ترمپ او نریندرا مودي تېره ورځ ناوخته( د …

نور... »

ولسي جرګې د باور رایو لپاره د نوماندانو د ورپېژندنې غوښتنه کړې

حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو له ټاکل کیدو سره په یوه وخت کې د څلور نوماند وزیرانو او د سترې محکمې د دوه غړیو پېژندنه ولسي جرګې ته استولې، چې ولسي جرګې یې ژر ترژره د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده. د ولسي جرګې دوه …

نور... »

پاکستان او اماراتو د افغان سولې په اړه د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

د عربي متحده اماراتو د وزیرانو رييس د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې ویلي، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د سولې ټینګښت ته ګډ کار کوي. د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د عربي متحده اماراتو د …

نور... »

د هوايي دهلیزونو له لارې مو۵۴۰۰ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي

د ولسمشرۍ د اقتصادي چارو د سلا کار د د فتر ویاند وايي، چې له هېواد څخه مو تر اوسه پورې د هوايي دهلیز له لارې پېنځه زره څلور سوه  ټنه وچې او تازه میوې، غالۍ، پوستکي او طبي نباتات د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. د ولسمشرۍ …

نور... »

په پکتیکا کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د پکتيکا امنیتي مسوولین وایي، په جاني خېلو ولسوالۍ کې نن سهار د سړک غاړې ماين چاودني له کبله پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او دری نور ژوبل شوي دي. د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین زیاته کړې، چې ټپیان پر وخت روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي …

نور... »

په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي. د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په دوه بېلابېلو عملیاتو کې …

نور... »

د میدان وردک په جلریز کې اته طالب قومندانان وژل شوي

امنیتي ځواکونو د میدان وردک ولایت د جلریز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اته طالب قومندانانو په ګډون د ۱۴ وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال ویس صمیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې په وژل شویو وسلوالو طالبانو کې اته …

نور... »

د بغلان- پلخمري د لویې لارې د کندک مرستیال ووژل شو

د دوشنبې پر سهار( د مرغومي ۱۷) وسلوالو طالبانو د بغلان– پلخمري د لویې لارې د کیلګي په اړوند سیمه کې د دغې لارې د کندک مرستیال محمد فواد عطایي وژلی او درې نور سرتېري یې ټپي شوي دي. د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني د دغه خبر …

نور... »

په وروستیو چاپو او ځانګړيو عملیاتو کې ډېر ولسي وګري زیانمن شوي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د شپې په وروستیو چاپو او ځانګړیو عملیاتو کې ډېرو ولسي وګریو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. که څه هم افغان حکومت وايي، چې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره شپني عملیات تر ټولو کامیاب دي؛ خو په دغو عملیاتو کې …

نور... »

د شخصي ګټې وټې لپاره د کابل لومړنۍ پایلې ځنډول شوي- کارپوهان

د چارو کارپوهانو تور لګولی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو له قانوني وخت اووه شپېته ورځې وروسته هم د کابل لومړنۍ پایلې د شخصي ګټې وټې لپاره ځنډولې دي. د ولسي جرګې له ټاکنو اووه شپېته ورځې تېریږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس هم ندی بریالی شوی، چې …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان د مرستیالۍ ستونزې لري

را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته پر ځانګړي نوماند د راټولیدو په اړه د سیاسي ډلو او افرادو له خوا غونډې تودې روانې دي؛ خو ویل کیږي، چې مهم احتمالي نوماندان د خپلو مرستیالانو په غوراوي کې له ستونزو سره مخ شوي دي. ویل کیږي، چې یوازې حنیف اتمر بریالی شوی، …

نور... »