عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

په هېواد کې د داعش او طالب بریدونه وحشیانه او غیرانساني دي- د عالمانو شورا

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په هېواد  کې د تېرې یوې اوونۍ ترهګریز بریدونه غندلي او وایي، چې وحشیانه او غیرانساني دي. د عالمانو د سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف وایي، چې دننګرهار، کندهار او کابل بریدونه د انسانیت او اسلام د اصولو پر ضد دي. ښاغلی کشاف زیاتوي؛ …

نور... »

سوداګرۍ وزارت له اندونیزیا سره د سوداګرۍ له غزولو خبر ورکړ

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غزولو فرصتونه شته او ډېر ژر به د دواړه هېوادونو ترمنځ د یو لوړ پوړي پلاوي تر نظر لاندې د شته فرصتونو لپاره تدابیر ونیول شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، …

نور... »

د کابل په ۵ ناحیه کې د داعشیانو د چاودیدونکیو توکو زیرمه وموندل شوه

ملي امنیت د کابل د ۵ ناحیې د قلعه واحد په اړوند سیمه کې د داعشیانو د چاودیدونکیو توکو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ضبظ کړې ده. د دغه ریاست چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې داعشیانو په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو لپاره له …

نور... »

نه غواړم له طالبانو سره د سولې خبرې وکړم-ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په کابل کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اوسمهال نه غواړي د سولې په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي. د امريکا ولسمشر ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ويلي؛ زه فکر نه کوم، چې مونږ به اوس له طالبانو سره …

نور... »

افغان چارواکو پر پاکستانيو وګړيو افغان ويزه اړينه کړه

افغان چارواکو په کابل او ولایتونو کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته افغانستان ته پرته له ويزې د پاکستان پر وګړیو د تګ راتګ بنديز ولگاوه.  د ايس سي پي ار دي د خبرله مخې؛ د افغانستان پوله ساتو ځواکونو تېره ورځ د تورخم په لاره کې ټول هغه پاکستاني وگړي، …

نور... »

په غزني کې چارواکي د پنځوس وسلوالو له وژلو خبر ورکوي

د غزني والي ویاند وايي، چې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې پنځوس وسلوال وژل شوي وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري زیاتوي، په دې عملیاتو کې نږدې پنځوس نور وسلوال ټپیان شوي دي. د حکومت دغه سرچینه څرګندوي، چې په عملیاتو کې څلور سرتېري …

نور... »

د تېر کال په وروستیو ۹ میاشتو کې ۸ زره عامو خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې- دانیل بیل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسووله وايي، چې د دوه زره اووه لسم کال په وروستیو ۹ میاشتو کې د افغانستان په جګړه کې ۸ زره ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. افغانستان د جګړې په اوسني روان پړاو کې له ډېرو ستونزمنو او ځوروونکیو حالاتو سره …

نور... »

زمونږ وینه بې ځوابه نه پاتې کیږي- اشرف غني

د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۹) د اندونیزیا ولسمشر په یو رسمي سفر کابل ته رارسیدلی دی او ولسمشر اشرف غني له هغه سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې له وسلوالو طالبانو به د وروستیو خونړیو بریدونو غچ واخلي. ولسمشر غني ویلي؛ طالبانو، ځکه …

نور... »

د کابل د صدارت څلورلاري د موتر بم همکار او امبولانس ونیول شو

د کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې صدارت څلورلاري ته نږدې د ځانمرګي موتر بم چاودنې همکار له یو امبولانس سره نیول شوی دی. د اعلامیې له مخې؛ د ۱۰۱ آسمایي زون پولیسو دغه کس نن غرمه ۱۱:۴۰ دقیقي د درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې نیولی دی. د پولیسو …

نور... »

داعش په کابل کې د ۱۱۱ فرقي د یوه کنډک ۲۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن سهار مهال په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي پوهنتون ترڅنګ د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک د داعش وسلوالو په برید کې د پوځ ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. بریدګر د اغزن سیم له څو کټارو اوښتي او له وروستي دیوال …

نور... »

د هېواد لومړی درجه امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته را ښکاره شول

د کابل د وروستیو بریدونو په اړه امنیتي بنسټونو ته معلومات رسیدلي وه؛ خو د چارواکو په باور بریدګرو پیچلی تکتیک کارولی او د مخنیوي هڅو یې کار نه دی ورکړی. د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزی وايي، چې په انترکانتینیتال هوتل او د کورنیو چارو پخواني وزارت مخې ته …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی- ټپیان

د کابل په وروستي خونړي برید کې ټپي شوي کسان وايي، چې حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی او که چارواکي خپلو دندو ته پام وکړي او د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې تر سره شي، سخت دریځي به ونه توانیږي، چې خونړي بریدونه وکړي. د …

نور... »

د حکومت سیاسي مشران او امنیتي چارواکي دې دندې پریږدي- سیاسي ډلې

په کابل او ولایتونو کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته سیاسي ډلو د ملي وحدت حکومت له رهبرانو او امنیتي مسوولینو وغوښتل، چې دندې پریږدي. د افغانستان ملي امنیت په ویب پاڼه کې، چې د دې ادارې د عملیاتو او لاسته راوړنو معلومات خپریږي؛ له نوامبر څخه د دوه زره …

نور... »

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سره رود ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال ووژل شو. د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په باغوانۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړیو ځواکونو …

نور... »

د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې وسلواله نښته روانه ده

دمزارشریف ښار په یوه ودانې کې د پارلمان د اړوند غړیو د اړوندانو ترمنځ وسلواله نښته روانه ده. د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړی عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د اړوندانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.  له …

نور... »

نن په ټول هېواد کې ملي ماتم دی او سبا به په کابل کې عمومي رخصتي وي- ارګ

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د بریدونو له له کبله لسګونه هېوادوال وژل شوي او ټپیان دي، چې له ویرجنو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره نن یکشنبه د (سلواغې۸) په …

نور... »

د تښتول شوي ۱۴ کلن اباسین وژونکي اعدام شول

د لویې څارنوالۍ ادارې په ډاګه کړې، چې حکومت هغه درې کسان، چې د ۱۴ کلن اباسین په تښتولو کې یې لاس درلود د څرخي پله په زندان کې اعدام کړل. اباسین څه نا څه دوه کال مخکې د نوې کارتې له سیمې تښتول شوی و. تښتوونکیو لومړی د هغه …

نور... »

پر ملکي وګړیو د بریدونو او چاودنو دوام د خلکو غبرګونونه را پارولي

پر ملکي وګړیو د بریدونو او چاودنو دوام د خلکو غبرګونونه را پارولي او وایي، چې د هېواد کشفي او استخباراتي بنسټونه کمزوري دي او همدا یې استعفا وخت دی. افغانستان په وینو او باروتو کې شپې سبا کوي او څلورلسیزې کیږي، چې خلکو د آرام ساه نه ده اخیستې …

نور... »

که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، امریکا به بله لار غوره کړي- خلیلزاد

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وایي، چې د پاکستان په وړاندې د امریکا سیاست بنسټیز بدلون کړی او که دغه هېواد د ترهګرۍ په تړاو خپله پالیسي بدله نکړي، امریکا به یې په وړاندې د فشار لپاره بله لارغوره کړي. په کابل کې له آریانانیوز سره په ځانګړیو …

نور... »

په کابل کې د چاودنې قربانیان ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي

د کابل صدرارت څلور لاري ته نږدې د نن ورځې د موتر بم چاودنې ډېر قربانیان د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د کابل ښار ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نږدې موتر بم چاودنې یو ځل بیا د کابل خلک د …

نور... »