عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ملا برادر خوشې کیدل د سولې پر خبرو اغېز نلري- کارپوهان

کارپوهانو ویلي، چې په پاکستان کې له بنده د ملا برادر خوشې کیدل به د سولې خبرو ته د زمینې له برابرولو سره مرسته ونکړي. له هغې وروسته، چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې پیل کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد استازي په …

نور... »

حکومت د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي- سیاسي ګوندونه

ځینې ګوندونه او سیاسي بهیرونه وایي؛ حکومت هڅه وکړه، چې د ولسي جرګې ټاکنې ټکنۍ او له ستونزو ډکې تر سره او د ولسمشرۍ ټاکنې د ځان په ګټه راوڅرخوي. د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۸ نېټې د ولسي جرګې ټاکنې له سختو نیوکو سره مخ شوې او دې حالت …

نور... »

په میدان وردګ کې ځانمرګي ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په میدان وردګ ولایت کې یوه ځانمرګي بریدکوونکي ۵ کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي. دا برید د موتر په وسیله نن له غرمې مخکې(د لړم ۵) په میدان ښار کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي مرکز په دروازه کې شوی دی. د میدان وردګ د امنیه …

نور... »

اجرائیه رییس د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ته سفر کړی

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د مل پاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ته سفر کړی دی. په دې سفر کې اجرائیه رییس عبدالله پر مل پاسوال رازق برید پر افغانستان برید نومولی او وایي، چې …

نور... »

د پاکستان له زندانه ملا عبدالغني برادر خوشې شوی

ځینو طالب سرچینو منلې، چې تېر مازیګر ناوخته په پاکستان کې د طالبانو  یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی دی. سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې  ملا برادر د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب آزاد شوی او ټاکل شوې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. …

نور... »

په کابل کې مقناطیسي ماین دوه کسان ټپیان کړل

کورنیو چارو وزارت منلې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې مقناطیسي ماین دوه کسان ټپیان کړي دي. یادې سرچینې زیاته کړې؛ د بګرامي ولسوالۍ د میرویس ښارګوټي په اړوند سیمه کې د لویې څارنوالۍ د محافطت قطعې پر یوه موتر د مقناطیسي ماین …

نور... »

بیات بنیاد د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه

بیات بنیاد د خپلو بشردوستانه مرستو پر دوام دا ځل د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه. بیات بنیاد د پوهنې په نظام کې د ستونزو کمولو په موخه یو لړ خدمتونه په پام کې نیولي دي، د همدې موخې په خاطر د دې بنسټ مرستې د …

نور... »

د کابل د ټاکنو کمیسیون رييس عدلي او قضايي ارګانونو ورپېژندل کیږي

د راپورونو له مخې؛ په پام کې وه، چې د کابل د ټاکنو کمیسیون رييس د کمزوري مدیریت له کبله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، خو نوموړی اوس هم خپل کار ته دوام ورکوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې د کابل په ټاکنیز بهیر کې د …

نور... »

د ټاکنو له بهیره رارسیدلیو انځورونو درغلۍ روښانه کړي

د آریانا نیوز تر لاسه شوي انځورونه د ولسي جرګې د دوه ورځنیو ټاکنو بهیر له هغه څه سره ډېر متفاوت ښيي، چې د ټاکنو مسوولینو یې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و. د دغو انځورونو له مخې؛ د ټاکنو په نوملړ کې د اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله نوم …

نور... »

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه د منلو وړ ندي- سروردانش

د ولسمشر دوه یم مرستیال څرګنده کړې، چې د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه ورته د منلو وړنه دي. د روان کال د سې شنبې پر ورځ( د لړم لومړۍ) د هېواد د ستندرد عالي شورا او د ستندر خپلواکې اداري لخوا د ستندرد نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د …

نور... »

په کندوز ولایت کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اړومند سیمو کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د پل خشتي او امام الدین څلورلاري پر اړوند سیمو …

نور... »

ولسمشر اشرف غني کندهار ولایت ته رسیدلی دی

ولسمشر غني د سې شنبې پر سهار( د لړم لومړۍ) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرې کندهار ولایت ته رسیدلی دی. ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي کورنۍ، قومي مشرانو او خلکو ته د خواشینۍ څرګندولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.   …

نور... »

په هرات ولایت کې درې بهرني سرتېرو ته مرګ وژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، چې د هرات ولایت په شیندند ولسوالۍ کې یو افغان کوماندو سرتېري پر بهرنیوسرتېرو ډزې کړي، چې یو وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دغه پېښه په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت منلې او څرګنده کړې یې ده، چې د افغانستان په غرب کې یو بهرنی …

نور... »

بیات بنیاد د ام البنین عالي لیسې سپورتي کمپلکس جوړ او پرانیست

بیات بنیاد لوی مشر په کابل کې د ام البنین عالي لیسې لپاره سپورتي کمپلکس جوړ او پرانیست. په کابل کې د ام البنین عالي لیسې انګړ یوه ویرانه وه؛ خو د جوړوونکي لاسونو ښکلا ور وبښله او داسې کمپلکس یې جوړ کړ، چې د سبا ورځې ځوانان به په …

نور... »

د کابل په شیوه کيو کې۴۶۰۰ کسان له رای ورکولو بې برخې شول

په شیوه کیو کې د خلکو شورا رییس وایي، د پارلماني ټاکنو په دوه یمه ورځ هم یو شمېر رای ورکوونکي ونه توانیدل، چې خپلې رایې وکاروي. د کابل د شیوه کیو سیمې د خلکو شورا رییس محمد اکبر له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه شکایت کوي، چې د کمزوري مدیریت …

نور... »

پر جنرال رازق برید کوونکي له پولې بهر اړیکې لرلي- معصوم ستانکزی

د ملي امنیت عمومي رییس په ډاګه کړې؛ هغه کس، چې پر جنرال رازق برید کړی په جعلي تذکره، جعلي نوم او شخصي تضمین د والي د ساتونکي په توګه ګومارل شوی و. د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۳۰) په کندهار کې …

نور... »

جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ندی وژلی-عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژلو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو لاس لرل رد کړل. اجرائیه رییس عبدالله، چې د دوشنبې پر ورځ( د تلې۳۰ ) وزیرانو شورا ته په وینا کې دا ادعا، چې(  جنرال رازق …

نور... »

په ټول هېواد کې د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې تر سره شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ولسي جرګې د ټاکنو پای اعلان کړ او په دې ملي بهیر کې یې د  ټولو هېوادوالو له ګډون مننه وکړه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې، چې ۳۳ په سلو …

نور... »

په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ شاوخوا لس کسان وژل شوي او اتیا نور ټپيان دي. په لغمان، کونړ او ننګرهار کې د شنبې د ورځې ټاکنې له ننګونو سره مل وې. له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند محمد ظفرمبارز وايي، د ټاکنو پېچلی بهیر، امنیتي …

نور... »

په مرکزي بغلان کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې

د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د اړوند سیمو په وسلوالو نښتو او بریدونو کې له تېر ماښام را پدیخوا درې کسان وژل شوي او شپږویشت نور ټپیان دي. د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، دغو کسانو ته  له تېر ماښام را پدیخوا د  مرکزی …

نور... »