عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

په بادغیس کې امنیتي ځواکونه له زیانونو سره مخ دي

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو په روانه جګړه کې نږدې دېرش سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، لسګونه نور تريتم دي، چې کیدی شي طالبانو نیولي وي. پر بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو له پراخ برید وروسته اوس راپورونه وایي، چې وسلوال یې د ولسوالۍ …

نور... »

ملي امنیت په هلمند کې ۶ وسلوال طالبان نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۶ وسلوالو طالبانو له نیولو خبر ورکړی دی.  د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت  په نهرسراج ولسوالۍ کې د حاجي امان الله( شبیر) پر مرکز برید کړی او د …

نور... »

خلیلزاد له پاکستانيو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې پر ورځ(د وري ۱۶) د پاکستان په اسلام آباد کې د دغه حکومت له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره وکتل او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې. د پاکستان …

نور... »

د سولې پر ځای پر ځانګړیو هڅو ټینګار د حل لار نده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ویديو کنفرانسونو له لارې د سولې خبرو جزئیات د پروان، جوزجان او بامیان ولایتونو له ځوانانو سره ګډ کړل او ځوانانو ته یې ډاد ورکړ، چې  د سولې خبرې به له خلکو پټې نه وي. د افغانستان د سولې لپاره …

نور... »

د هېواد په درې سترو پوهنتونو کې زدکړیالان سخت دریځۍ ته هڅول کیږي- څېړنه

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د یوې څېړنې له مخې؛ د افغانستان په پوهنتونو کې د اسلامي سیاسي نظام په اړه درسونه او لکچرونه، زدکړیالان سخت دریځۍ ته هڅوي. دغه څېړنه د افغانستان په  کابل، هرات او ننګرهار پوهنتونونو کې د اسلامي سیاسي نظام د تدریسي توکو او لکچرونو په …

نور... »

د ننګرهار په ملنګ جان واټ کې چاودنې ۱۰ عام وګړي ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د ملنګ جان واټ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر یوه ملي بس چاودنې د دوه ښځو او دوه ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي ټپيان کړي دي. له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ننګرهار چارواکو په جلال آباد ښار کې …

نور... »

په کابل او ننګرهار کې له داعشیانو سره د همکارۍ پرتور ۱۶ کسان نیول شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل او ننګرهار ولایتونو کې له داعش سره د همکارۍ پر تور  د ۱۶ کسانو له نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کسان په دوه بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي؛ په کابل او …

نور... »

له ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله اړینه ده

که څه هم د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو له ټاکنو وړاندې د سولې پر خوندي کولو ټینګار کوي. د سولې د ټینګښت څرنګوالی او د ټاکنو ترسره کیدل د سیاسیونو او حکومت ترمنځ د ورځې تاوده موضوعات دي. د ولسمشریزو …

نور... »

زلمي خلیلزاد په کندهار کې هم د بېلابېلو فعالانو اندونه واوریدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ( د وري ۱۳) کندهار ته په خپل سفر کې د سولي په اړه د دې ولایت د قومي مشرانو، فعالو میرمنو، د مدني ټولنو د استازیو، ولایتي شورا او دیني عالمانو نظرونه واوریدل.   …

نور... »

د بدخشان ولایت ارغنجخوا ولسوالي امنیتي ځواکونو بېرته ونیوله

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې افغان امنیتي ځواکونه یو ځل بیا د بدخشان ولایت ارغنجخوا ولسوالۍ ته وردننه شوي او وسلوال طالبان یې شاتګ ته اړ کړي دي. د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وایي؛ د وسلوالو طالبانو قومندان علیم نومي، چې د دې ولسوالۍ په نیولو کې یې …

نور... »

زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره پر خپلمنځي خبرو وغږیده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې په اړه د افغانانو پر خپلمنځي خبرو غږیدلی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د دوشنبې پر سهار( د وري ۱۲) له یو …

نور... »

د مقننه قوې د کار نه پیل، د حکومت مشروعیت زیانمن کړی

د ولسي جرګې پخواني او اوسني غړي وايي، چې د ملي شورا د کار نه پیل د حکومت مشروعیت ته زیان اړولی او د جګړې او سولې په اړه د حکومت له چال چلند څخه هیڅوک څارنه نکوي. نه یوازې د هېواد مقننه قوه له یوې میاشتې راپدیخوا ګوزڼ وهلې …

نور... »

افغان ترک ښوونځي له سیاسي فشارونو وساتئ- اروپایي ټولنه

اروپايي ټولنې له افغان ولسمشر اشرف غني څخه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي، چې افغان ترک ښوونځي له سیاسي فشارونو وساتي. په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو پر مدیریت لانجه راپورته شوه. ترکي چارواکي وايي؛ افغان ترک ښوونځي د فتح …

نور... »

د سولې خبرو ته ملي پلاوي جوړیږي- عبدالله عبدالله

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ اجرائیه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو ګونګوسو ته په نغوته کې ویلي، چې لنډمهاله حکومت د لنډمهاله موخې لپاره د افغانستان د خلکو په ګټه ندی او ان پدې اړه بحث او خبرې هم ندي شوي. …

نور... »

د کندهار په تخته پل کې د کوکنارو ځاى د پستې باغونو او زعفرانو نيولى

د تخته پل ولسوالۍ مسوولين وایي، چې د بديلو کښتونو د ترويج له برکته اوس په دې ولسوالۍ کې کوکنار نه کرل کیږي. تخته پل ولسوالي د کندهارښارختیځ ته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په کې د سویل په کچه ډېر نشه یې توکي تولیدیدل؛ خو تازه په …

نور... »

زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د پلاوي پر ټاکلو خبرې کوي

د سولې د خبرو په لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان حکومت څخه وغواړي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی وټاکي. د قطر غونډې ته تلونکي کسان وايي؛ خلیلزاد به حکومت ته قناعت ورکړي، چې د …

نور... »

د بودجې نشتوالي د ټاکنیزو کمیسیونونو کارونه ټکني کړي دي- کارپوهان

په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو، ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د هرې ورځې پر تېریدو ورنږدې کیږو؛ خو کمیسیون نه یوازې د دایمي او لنډمهاله کارکوونکیو پر ګومارنه ندي بریالي شوي، بلکې کارونه یې هم  له ځنډ سره مخ دي. کارپوهان وایي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دنده …

نور... »

په افغانستان کې له نري رنځ څخه زرګونه کسان مري

په افغانستان کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چارواکو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې هر کال د نري رنځ له کبله زرګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.  اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د نري رنځ د درملنې لپاره روانې هڅې بسنه نه کوي. د …

نور... »

سولې ته تر رسیدو پورې د مخالفانو له ځپلو پرته بل پروګرام نلرو- اندرابي

تېره شپه د ائتلافي ځواکونو د قومندانۍ په مرکز کې افغان لوړپوړیو امنیتي چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان یوه ګډه امنیتي ناسته ترسره کړې ده. د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع …

نور... »

پر اترا نیوکه کوونکي دي خپل شکایتونه رسمي ثبت کړي

د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) د موبایل خدمتونو پر نیوکه کوونکیو غږ کړی، چې خپل شکایتونه دې په رسمي توګه له دوی سره ثبت کړي. په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم پر اداره له نیوکو وروسته دې ادارې غبرګون ښودلی؛ د ګرځند پر …

نور... »