مهم خبرونه

Featured Pasto

په وروستیو چاپو او ځانګړيو عملیاتو کې ډېر ولسي وګري زیانمن شوي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د شپې په وروستیو چاپو او ځانګړیو عملیاتو کې ډېرو ولسي وګریو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. که څه هم افغان حکومت وايي، چې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره شپني عملیات تر ټولو کامیاب دي؛ خو په دغو عملیاتو کې …

نور... »

د شخصي ګټې وټې لپاره د کابل لومړنۍ پایلې ځنډول شوي- کارپوهان

د چارو کارپوهانو تور لګولی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو له قانوني وخت اووه شپېته ورځې وروسته هم د کابل لومړنۍ پایلې د شخصي ګټې وټې لپاره ځنډولې دي. د ولسي جرګې له ټاکنو اووه شپېته ورځې تېریږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس هم ندی بریالی شوی، چې …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان د مرستیالۍ ستونزې لري

را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته پر ځانګړي نوماند د راټولیدو په اړه د سیاسي ډلو او افرادو له خوا غونډې تودې روانې دي؛ خو ویل کیږي، چې مهم احتمالي نوماندان د خپلو مرستیالانو په غوراوي کې له ستونزو سره مخ شوي دي. ویل کیږي، چې یوازې حنیف اتمر بریالی شوی، …

نور... »

د بدخشان د غر ښویدنې په پېښه کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي؛ د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۶) له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې پر یو شمېر کسانو د شګو د مینځلو  پرمهال غر راوښویدلی او یو شمېر  کسان یې لاندې کړي، چې ۳۰  مړه شوي او ۱۵ نور …

نور... »

په بغلان کې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند انجنیر زلمی زهیر له طالبانو سره بندي دی

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکي وایي، چې زلمی زهیر د مرکزي بغلان له خواجه خان کلي پېنځه ورځې وړاندې طالبانو نیولی او د دغې ولسوالۍ لرخوابي سیمې ته یې لیږدولی دی. دوی وايي، ښاغلي زهیر له خپل وراره سره، چې د طالبانو له سرګروپانو …

نور... »

د فاریاب په پښتونکوټ کې طالب مرستیال ولسوال ووژل شو

کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال ولسوال له وژل کیدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حیات الله نومی طالب مرستیال ولسوال تېره ورځ( د مرغومي ۱۵) د دغې ولسوالۍ  په حسن بلاق کلي کې له خپل …

نور... »

د هرات د ټاکنو کمیسیون سیمه ییز چارواکي څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په رای پاڼو کې د لاسوهنې، د ولسي جرګې له۵۰ څخه د ډېرو نوماندانو په رایو کې د درغلیو او د رایو د ۶ صندوقونو د ورکیدو په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.   په هرات ولایت کې د ټانکیزو شکایتونو …

نور... »

امریکايي سرتېري له جګړې ستړي شوي

په روانه میاشت کې یوه تر سره شوې سروې ښيي، چې ډېري امریکايي پوځيان د افغانستان او عراق له اوږدې جګړې ستړي شوي دي. په داسې حال کې، چې یاد پوځیان اوس هم له ترهګرو سره مبارزه کوي. سمیت سونیان نومې یوې ورځپاڼې د جورج مسن پوهنتون په همکارۍ یوه …

نور... »

ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي. وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر …

نور... »

په پکتیا کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي- پکتیاوال

 د پکتیا ځینې اوسیدونکي وایي، په دغه ولایت کې افغانۍ او پاکستانۍ کلدارې په یوه بیه کارول کیږي.  که څه هم له تېرو شپږ میاشتو را په دیخوا ولایتي ادارې په ورځینو معاملو کې د  پاکستانۍ کلدارې پر کارولو بندیز لګولی؛ خو اوس هم خلک پاکستانۍ کلداره راکړې ورکړې ته …

نور... »

یو ایرانی دیپلومات کابل ته په سفر راغلی

ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د ملي وحدت حکومت مشرانو ته له طالبانو سره د خبرو جزییات وړاندې کړي. ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي سید عباس عراقچي سره …

نور... »

ترکیې په راتلونکې کې د سولې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی

ترکیې په راتلونکې کې د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې له درې اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې ترکیه به د روان کال د مارچ له …

نور... »

طالبانو په فراه کې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي

د شنبې پر ورځ سهار مهال طالبانو د فراه ولایت د درآباد له سیمې ۱۲ ملکي وګړي تښتولي او تر دې دمه ترې دوه کسان وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا مرستیال منلې، چې دغه کسان د درآباد له سیمې څخه د ښار پر لوري روان ول، چې د …

نور... »

چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي- روڼ اندي

د بلخ ولایت یو شمېر روڼ اندي وايي، چې په افغانستان کې چارواکو د قدرت ساتلو او غزولو لپاره قوانین جوړ کړي دي. په بلخ ولایت کې د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ(تیفا) او آریانا نیوز پر ملاتړ یو شمېر ځوانانو د را روانو ټاکنو په مخکې د پرتو ستونزو …

نور... »

په افغانستان کې باید امریکا نه، بلکې روسیه، هند او پاکستان وجنګیږي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي کال د کابینې په لومړۍ ناسته کې د خبرو پرمهال وویل: هند هلته(افغانستان) دی، روسیه شته، چې یو مهال شوروي اتحاد و، د افغانستان جګړې ترې روسیه جوړه کړه او کمزوري شول. پاکستان هم هلته دی؛ دوی باید په افغانستان کې جنګ وکړي. …

نور... »

ملي امنیت په بلخ کې طالب ولسوال او یو نفوذي کس نیولی

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ ته د نومول شوی طالب ولسوال او یو نفوذي کس له نیولو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال غیب الله د بلخ د طالب والي …

نور... »

پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست شو

تېره ورځ( د مرغموي ۱۲) پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ. شنهن، چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، له هغې وروسته د ولسمشر ترمپ له‌خوا ورته دغه مسوولیت وسپارل شو، چې پخواني دفاع وزیر …

نور... »

په کابل کې زورواکي ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي- د برښنا شرکت

آریانا نیوز ته رسیدلي اسناد ښيي، چې په کابل کې شاوخوا څلوېښت زورواکي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي له څو کلونو راپدیخوا د برښنا شرکت ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي. د برښنا شرکت په پوروړیو کې د ولسمشر له لومړي مرستیاله نیولې بیا تر نورو زورواکو، یو شمېر پخواني او …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون رييس او غړي دې عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي- څارونکي بنسیتونه

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رييس او غړیو د ګوښه کولو او عدلي بنسټونو ته د ورپېژندلو غوښتنه کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو شمېر هغو ستونزو له کبله، چې ګواکي دغه کمیسیون ور سره مخ شوی، ولسمشریزې ټاکنې یې د وري له یو دېرشمې …

نور... »

له طالبانو سره په خبرو کې لس هېوادونه ښکېل دي

لس هېوادونه له وسلوالو طالبانو سره په اړیکو کې ښکېل شوي او د افغان سولې په اړه ور سره خبرې کوي. د افغان سولې په اړه که څه هم لومړني ګامونه واشنګتن واخیستل؛ خو اوس شاوخوا لس هېوادونه لیواله شوي، چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي. روسیه، ایران، …

نور... »