مهم خبرونه

Featured Pasto

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبان او داعش ښکېل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کړې؛ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ له هغې وروسته جګړې زور واخیست، چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې درې داعشیانې له جنسی تېري وروسته ووژلې. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي، طالبانو …

نور... »

په بغلان کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي

د بغلان امنیه قومندان وایي، د بغلان په لویو لارو کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي. د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایيٍ، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په لار کې د پام وړ هڅې شوي؛ خو طالبان د …

نور... »

په پاکستان کې ځانمرګي ۲۷۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بلوچستان داخله وزیر ویلي، چې د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید ځاني زیان نور هم پورته شوی دی.   د بلوچستان داخله وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته څرګنده کړې، چې په دې برید کې ۱۲۸ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي. چاودنه هغه …

نور... »

په فراه کې د وسله والو په برید کې ۱۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

د فرا ولایتي شورا مرستیال دادالله قانع ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی؛ پوسته نیول شوې او ۱۷ سرتېري په کې وژل شوي دي. د فراه والي ویاند ناصر مهري  برید تائیدوي او وایي، په دغه برید کې ۱۱ …

نور... »

هلمند د خرما حاصلاتو ته مناسبه سیمه ده

د هلمند ولایت د کرني ریاست مسوولین وایي، چي د هلمند هوا او خاوره د خرما د ونو د حاصلاتو لپاره مناسبه  ده. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست د پلان او ترويج مدير سيد رفیع الله قلم په خبره، چي سږ کال د یوه شخصي  کرنیز بنسټ  لخوا …

نور... »

ناتو له افغانستان سره د همکاریو په اړه د نظر یوالی لري-عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس وايي، چې ناتو د افغانستان لپاره ژمنه ده او د دغه سازمان ټول غړي په دې اړه د نظر یوالی لري. د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، چې بروکسل ته د ناتو په غونډه کې د ګډون لپاره تللی وايي، چې ناتو له افغانستان سره د …

نور... »

تر ۲۰۲۴ کاله به له افغان ځواکونو سره مرسته روانه وي- ناتو

د ناتو سازمان غړيو هېوادونو پرېکړه کړي، چې له افغان امینتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کاله همکاري جاري ساتل کیږي او د نږدي یو میلیارد دالرو نوې مرسته، به د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د زدکړو د مرکزونو پر جوړولو ولګول شي. د ناتو سرمنشي وايي، د …

نور... »

په ننګرهار کې د داعشي جنګیالیو ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

ملي امنیت په ننګرهار کې د مخ پټو داعشي جنګیالیو هغه ۵ کسیزه ډله له وسلو سره نیولې، چې په ښار کې يې پولیس ترورول. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د داعش دې ډلې په ښار کې افغان سرتېري او دولت پلوه کسان ترورول او په زور یې …

نور... »

په افغانستان کې به د امنیت او ثبات نوی فصل پرانیستل شي- سعودي چارواکي

د سعودي چارواکي هیله لري، چې په دغه هېواد کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته به په افغانستان کې د امنیت او ثبات نوی فصل پرانیستل شي. په سعودي کې د افغانستان د جګړې د حل لارې موندلو په موخه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو له غونډې وروسته …

نور... »

طالبانو په فراه کې ۸ امنیتي ځواکونه وژلي او ۷ ټپیان یې وړي دي

وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کې پر یو ستر امنیتي مرکز ډله ییز برید کړی او دغه مرکز یې نیولی دی.  د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزایي ویلي، چې په یاده پېښه کې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېرو ته …

نور... »

په پنجشیېر کې سیلابونو او د غره ښوییدنې مالي او خاني زیانونه اړولي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت منلې، چې د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې سیلابونو او د غره ښوییدنې په پېښه کې تر دې دمه لس کسان مړه شوي او ۳۰۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه تېره شپه رامنځته …

نور... »

د کندوز په چاردره کې طالبانو ۶۱ افغان سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندوز ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي ویلي؛ وسلوالو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه او امنیتي پوسته بریدونه کړي، چې په کې لږ تر لږه د ملي اردو څلور څلوېښت سرتېري وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دي. د کندوز …

نور... »

په پکتیا کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۵۱ طالبان وژل شوي

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۵۱ وسلوال طالبان وژل شوي دي. وسلوالو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د مچلغو د بند پر ساتونکیو او نورو امنیتي پوستو ډله ييز بریدونه کړي، چې له اوږدې جګړې وروسته په سیمه کې د …

نور... »

د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي

د ناتو سرمنشي وایی، د بروکسل په سرمشریزه کې به د افغان حکومت له ټولو لومړیتونو ملاتړ وشي. بروکسل د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ناتو د مشرانو کوربه دی. دغه ناسته، چې افغانستان به یې د محور مهمه برخه وي. د یادې ناستې سرمنشي ینس ستولتنبرګ له یادې …

نور... »

په جده کې دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

د جدې په کنفرانس کې د ۵۷ هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. په سعودي عربستان کې دغه دوه ورځنی کنفرانس د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خوا جوړ شوی، چې د پاکستان ۱۵ دیني عالمانو ته په کې بلنه ورکړشوې وه؛ …

نور... »

د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو په انقره کې ولیدل

سرور دانش په افغانستان کې د جنرال دوستم حضور یوه اړتیا بولي او د مخامخ خبرو له لارې د روانو  کړکېچونو پر حل ټینګار کوي. د ولسمشر دوه یم مرستیال او د کار او ټولنیزو چارو وزیر، چې د ترکیې د ولسمشر د ولسمشریزې ژمنې په مراسمو کې د ګډون …

نور... »

په غزني کې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پیاوړي مدیریت ته اړتیا ده- هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غزني کې ولایت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پر پیاوړي مدیریت ټينګار څرګند کړی دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په غزني ولایت کې حوزوي ټاکنې تر سره کوي؛ خو اوس هم …

نور... »

دیني عالمان دې په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي- مشرانو جرګه

مشرانو جرګه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پر غونډه غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پر خلاف فتوا صادره او دغه جګړه ناروا اعلان کړي. په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه د حل …

نور... »

د جلال آباد ښار د هډې په څلورلاري کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د جلال آباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د هډې په څلور لاري کې چاودنه شوې. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د چاودنې موخه پوليس ول، چې له کبله يې دوه پوليس وژل شوي. خوږياڼي زیاته کړې، چې د چاودنې نوعيت څرګند …

نور... »

په سعودي عربستان کې کیدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو جوړیدونکې غونډې ته له افغانستان څخه د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ یو ۳۶ کسیز پلاوی روان شو. سعودي عربستان د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو د لسګونه دیني عالمانو د غونډې کوربتوب کوي. دا غونډه …

نور... »