عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

په پلازمېنه کابل کې له ځانمرګي برید وروسته د تذکرو د وېش ټول مرکزونه تړل شوي

په کابل کې د تذکرو د وېش پر مرکز له ځانمرګي برید وروسته په پلازمېنه کې د تذکرو د وېش ټول مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي. د کابل په لویدیځه څنډه کې د تذکرو د وېش پر مرکز ځانمرګي برید له کبله خلکو ته اوښتی زیان …

نور... »

د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

سږکال د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې پر شاوخوا دولس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د کښت ډېرې سیمې د حکومت په ولکه کې نه دي.  کروند ګر عتیق الرحمان وايي؛ د هوا له لارې مو پر کوکنارو زهري مواد شیندل شوي، چې له کبله یې د کوکنارو …

نور... »

په ننګرهار کې ۱۷ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند د ۱۷ داعشیانو له وژلو خبر ورکوي او وایي، چې دا کسان تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې د دوی پر مرکزونو او پټنځایونو د توپونو په بریدونو کې وژل شوي دي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي؛ په …

نور... »

په ننګرهار داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، چې په چپرهار ولسوالې کې داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ داعش وسلوالو تېره شپه د دې ولسوالۍ په تیریلي سیمه کې له دغو وروڼو سرونه پرې کړي دي. هغه زیاتوي، دغو کسانو له دولت سره …

نور... »

په کابل کې د اماراتو ښارګوټی د ولسمشر لخوا پرانیستل شو

په کابل کې د اماراتو ښارګوټي د (زاید آل نهیان ) په نوم په ۵ کلونو کې جوړ او نن د ولسمشر اشرف غني لخوا پرانستل شو، چې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو تر ټولو لویه پروژه بلل کیږي. د دغه ښارګوټي ټول لګښت عربي متحده اماراتو پر …

نور... »

د آسیا پرمختیايي بانک د برښنایي پروژو لپاره اتیا میلیون دالر مرسته کوي

  له افغانستان سره د آسیا پرمختايي بانک د اتیا میلیون دالرو پر مرسته بامیانو او نورو مرکزي سیمو ته درې سوه میګاواته برښنا لیږدول کیږي، چې د لیږد د پروژو تړونونه یې نن له درې بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شول. د افغانستان د برښنا شرکت رييس امان الله غالب …

نور... »

د غبرګولي( جوزا) پر ۵ نېټه د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش څرګند کړ، چې له مخې به یې د غبرګولي( جوزا) په ۵ نېټه  د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش یو ځل بیا بدل او لاندې تغیرات په کې …

نور... »

په سرپل کې یوې ۱۶ کلنه نجلۍ د ځانوژنې له هڅې وروسته سا ورکړې

د سرپل د سوزمه قلعه یوې ۱۶ کلنې نجلۍ، چې د حکومت په تر واک لاندې سیمه کې یې له صحرایي محاکمې وروسته د ځانوژنې هڅه کړې وه؛ نن یې په مزارشریف ښار کې ساه ورکړه. د دغې نجلۍ کورنۍ، چې د هغې مړې یې د سرپل ولایت د ښځو …

نور... »

د بلخ ولایت د چاربلوک ولسوالۍ امنیه قومندان سا ورکړه

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو منلې؛ څو ورځې وړاندې د بلخ د چار بولک ولسوالۍ امنیه قومندان محمد حلیم خنجر، چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی و، تېره شپه یې سا ورکړه. د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شېر جان دراني آریانا نیوز ته ویلي، چې …

نور... »

چین په افغانستان کې یوه غرنۍ لوا تجهیزوي

د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د چین او بدخشان تر منځ په سرحدي سیمه کې، چې موخه یې له ترهګریزو تحرکاتو سره مبارزه ده، یوه لوا جوړیږي. د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وایي، دا پرېکړه چین ته د ملي امنیت د شورا د …

نور... »

د کابل ښار د برچي په تذکرو مرکز کې ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي

امنیتي چارواکو ویلي، چې نن لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوی، چې په  کې له ۳۰  ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د …

نور... »

کیدی شي د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تمدید شي- کمیسیون

د دې بهیر له پیل څخه د جمعې ورځې تر پایه څه باندې یو سل و نهه اتیا زره کسانو په ۳۴ ولایتونو کې ځانونه په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي؛ کمیسیون په همدې خاطر ناراض دی او وایي، ممکن د ولایتونو په مرکزونو کې دغه …

نور... »

ولسشمر غني: وروسته له دې، دې دیپلوماتان د آزادو سیالیوله لارې وټاکل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون غواړي چې وروسته له دې ټول دیپلوماتان د آزادو سیالیو له لارې وټاکل شي. نوموړي د افغانستان ټیکاو د صادراتو له ډېروالي سره تړلی وباله او ویې ویل واردات تر صادراتو دولس برابره زیات دي. نوموړي چې …

نور... »

د نوم لیکنې بهیر ټکنی دی

د ټاکنو د بهیر له پاره د ټاکنو د خپلواک کمېسون کارلارې بریالۍ نه دي او په هېواد کې به روڼې او سراسري ټاکنې ونه شي. د ولسي جرګې ځینې استازي وایي چې د امنیت نشتوالی، د رایې ورکوونکو د لستونو جوړول او د پېژندپاڼو وېش، د ټاکنو په برخه …

نور... »

د ملي امنیت د لوی رییس استیضاح

وروسته له دې چې د ملي امنیت د لوی رییس د استیضاح ورځ وټاکل شوه، د ولسي جرګې استازي په دوو ډلو وېشل شوي او ځینې وایي چې د دې سلیقوي استیضاح اجندا، مخکې له مخکې برابره شوې وه. خو ځینې نور استازي وایي چې د ملي امنیت لوی رییس …

نور... »

په نوملیکنه کې د خلکو ساړه ګډون حکومت اندېښمن کړی

ولسمشر اشرف غني د حکومت له مشرانو او د ټاکنو کمیسیون له  غړیو سره په لیدنه کې د نوملیکنې بهیر ارزولی اوسپارشتنه یې کړی، چې حکومت، کمیسیون، دیني عالمان او مدني بنسټونه دې په عامه پوهاوي پروګرام کې ډېر کار وکړي. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د خلکو د …

نور... »

د کندوز د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي- دیني عالمان

په ننګرهار کې سلګونه دیني عالمانو او د مدرسو یو شمېر زدکوونکیو په یوه غونډه کې له حکومت غوښتنه کړې، چې د کندوز د خونړۍ پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او کنه ټاکنې به تحریم کړي. د ختیځو ولایتونو دیني عالمان او شاګردان د کندوز د پېښې …

نور... »

یونس قانوني( د بُن ناستې ناویلې) راښکاره کړې

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د پنجشنې پر ورځ( د وري ۳۰) د بُن ناویلو خبرو تر سرلیک لاندې ناستې ته په خبرو کې په ډاګه کړه؛ کله، چې امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د راپرځولو پرېکړه وکړه؛ نو د نورو چارو …

نور... »

هند د کاپیسا ولایت د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې هند په کاپیسا ولایت کې د پنجشېر او غوربند پر سیندونو د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی، چې د ۲۵۰ میګاواته برښنا ظرفیت په لرلو به په ۵ کلونو کې جوړ شي.   د اوبو او انرژۍ وزارت د …

نور... »

پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي- توماس شانون

د امریکا د بهرینو چارو وزارت مرستیال له امریکا غږ تلویزیون سره په مرکه کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیزونه ستایلي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي. هغه د سیمې په ثبات کې د پاکستان رول ډېر اړین بللی …

نور... »