عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د احتمالي نوماندانو لخوا د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی مشروعیت نلري- څارونکي

 د ټاکنو څارونکي بنسټونه او حقوق پوهان وایي؛ د ولسمشرۍ د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلام مخکې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی قانوني مشروعیت نلري او دا ناقانونه ګام دی. نږدې اتیا تنه د ټاکنیزو بنسټونو د غړیو او د دواړو کمیسیونونو د دارالانشا ریاستونو ته ورپېژندل شوي …

نور... »

په فراه ولایت کې واورې ښویېدنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د واورې ښویېیدنې له کبله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، چې د واورې د پرلپسې اورښت او سړې هوا له کبله د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې …

نور... »

اترا له مخابراتي شرکتونو غوښتې، چې د خپلو ګډونوالو خوښې ته پاملرنه وکړي

د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې( اترا) له مخابراتي شرکتونوغوښتي، چې دغه شرکتونه باید په مخابراتي او انترنیتي بستو او اړوند خدماتو کې د خپلو مشتریانو له خوښې پرته څوک شریک نکړي. د دغې ادارې مسوولین والي، چې په تېره یوه میاشت کې د مخابراتي خدماتو په اړه له شپږ زره …

نور... »

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کیږي

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه په یوه رسمي سفر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې، عشق اباد ته رسیدلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۲) به د افغانستان او …

نور... »

د افغانستان او تاجکستان پر پوله ګډ بازر جوړیږي

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت مسوولینو د جاپان پر مالي لګښت د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ بازار د جوړولو په ګډون د ۴۵ پروژو تړونونه لاسلیک کړل. د کلیوپراختیا زوارت مسوولین وايي؛ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي ولایتونو کې به ګډ بازراونه جوړ …

نور... »

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند په هندي کشمیر کې د وروستیو چاودنو په تړاو منفي کړنې تر سره کړي؛ د افغانستان د سولې بهیر به تر اغېز  لاندې راولي. پاکستان سره لدې، چې ډېر ځله پرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه لګیدلي؛ …

نور... »

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نامعلومې دي- کارپوهان

کارپوهانو ویلي، چې د ولسي جرګې نوی کاري کال به د کب پر ۱۵ پیل شي؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولسي جرګې ته نوي که زاړه وکیلان ور ځي.  د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸ تر سره شوې؛ خو د درغلیو …

نور... »

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو د کابل له ۱۲ ناحیې څخه د سړي تښتوونکیو د ۶ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی. د سړي تښتوونکیو دغې ډلې د ظفرخان د زوی محمد یار په مشرۍ د کابل ښار له دولسمې …

نور... »

په کابل کې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او مهمات ونیول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کابل کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات نیول شوې دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې د وسلو او مهماتو …

نور... »

د لغمان په قرغي ولسوالۍ کې پر سراچه موتر ماین چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې، د لغمان د قرغي ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د ګډوالو کمپ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر يوه سراچه موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.  د لغمان والي وياند اسدالله دولتزى وايي؛ په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي، چې …

نور... »

حکومت په ناقانونه توګه په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی- اتمر

د سولي او اعتدال ټاکنیزې ډلې پر حکومت تور لګولی، چې په ناقانونه توګه یې په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی دی. د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کیدو د مطرحو ټاکنیزو ډلو تر منځ ناندرې ورځ تر بلې تودیږي او ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ډلې …

نور... »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. په مزار شریف ښار کې د سجادیه ښارګوټي بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې. په دې مرستو کې اوړه، …

نور... »

له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د …

نور... »

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب سرګروپ په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې …

نور... »

په حکومتي ناستو کې د امرالله صالح ګډون د سیاسي بهیرونو نیوکې راپارولي

د حکومت په رسمي غونډو او د مونیخ په نړیواله غونډه کې د امر الله صالح پر ګډون سختې نیوکې شوې دي. امرالله صالح په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی. ښاغلی صالح، چې هیڅ حکومتي رسمي دنده نلري، د ملي شورا د …

نور... »

له طالبانو سره په اسلام آباد کې ناسته وځنډیده

ټاکل شوې وه، چې د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي خبرې تر سره شي؛ خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په تور نوملړ کې د شاملو یو شمېر طالب استازیو د نومونو له کبله …

نور... »

تمه ده، چې افغان حکومت هم د سولې په مخامخ خبرو کې برخه ولري- مایک پنس

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د مونیخ ناستې په څنډه کې له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې تمه ښودلې، چې د افغان سولې د خبرو له پرمختګ سره به وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي. د مونیخ د نړیوالې …

نور... »

د اسلام آباد ناسته د م.م له پرېکړې ښکاره سرغړونه ده- احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان کیدونکې غونډې ته تند غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې اسلام آباد لدې کار سره وسلوالو طالبانو ته رسمیت ور په برخه کوي. ټاکل شوې، چې اسلام آباد به …

نور... »

ننګرهار والي د سمنتو په بوریو کې د چاویدونکیو توکو له نیولو خبر ورکوي

د ننګرهاروالي وايي، د (ISI) پر لارښوونه ننګرهار ته د خونړیو چاودنو لپاره لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي راستول شوي، چې ونیول شوه.  د ننګرهار نوی والي سید شاه محمود میاخېل زیاتوي؛ دغه چاودیدونکي توکي د تورخم – جلال آباد پر لویه لار، چې د سمنتوپه بوریو کې ځای …

نور... »

طالبان باید د ټاکنو له لارې په واک کې دخیل شي- اشرف غني

ولسمشر غني وایي، که طالبان سوله غواړي، باید جګړه پای ته ورسوي او په ټاکنو کې شریک شي. د طالبانو او امریکایانو تر منځ له مخامخ خبرو داسې ښکاري، چې حکومت د مذاکراتو بېړنۍ پایلې ته خوشبین ندی. ولسمشر غني د مونیخ د ناستې په څنډه کې له بي بي …

نور... »