مهم خبرونه

Featured Pasto

د افغانستان زندانونه له بهرنیو ترهګرو ډک دي- معصوم ستانکزی

ولسي جرګې د وسلوالو طالبانو لخوا د خندق د عملیاتو له پیل کیدو او تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت رييس استجواب کړل. دوی د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو او هغو ګواښونو له کبله اندېښنه وښوده، چې افغانان ور …

نور... »

په کندهار کې د ستون فقرات بریالي عملیات تر سره شول

د کندهار په یو خصوصي  روغتون کې داکترانو په لومړي ځل پر يوه ۵۵ کلن ناروغ د ستون فقراتو بریالي عملیات تر سره کړل او ناروغ یې د فلج له ناروغۍ ژغورلی، چې اوس پخپلو پښو ګرزي. د کندهار په مومند روغتون کې داکترانو په لومړي ځل د ستون فقرات يا …

نور... »

په کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی

د کابل پولیسو ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې یو ځانمرګی بریدګر، چې غوښتل یې ځان د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوي ښار په پارک کې د وینې ورکولو بهیر ته ورسوي او په سیمه کې پر راټولو شویو …

نور... »

ترانسپورت وزارت خصوصي سکتور له پامه غورزولی

د هېواد د ترانسپورترانو سرتاسري ټولنه وايي، د ترانسپورت وزارت لخوا نوی قانون جوړ او د ولسمشر له لوري توشیح شوی؛ خو په دغه قانون کې د خصوصي سکتور نظر هیڅ نه دی اخستل شوی. دوی وایي، چې د هېواد په ترانسپورت کې خصوصي سکتور سلګونه میلیون دالر پانګونه کړې …

نور... »

که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ به تم کړو- احمدزی

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند وايي، ډېرژر به له ارګه بهر د کابل په یوه بله سیمه کې هم د برښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکز پرانستل شي؛ خو که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به تم کړو. د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پر …

نور... »

د نوملیکنې په ۲۰ ورځو کې له یو میلیون ډېرو کسانو نومونه لیکلي

د غویی پر دوه یمه د کابل په لویدیځ کې داعش د نوملیکنې پر یوه مرکز خونړی برید وکړ او خلکو ته یې وېره پیدا کړه، چې لږ شمېر خلک په ټاکنو کې د ګډ‌ون لپاره نوم ولیکي. په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر …

نور... »

۵۴ په سلو کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي

د مرکزي احصايي ادارې په دیارلس سوه پېنځه نوییم کال کې د افغانانو د ژوند ارزونه کړې، چې په کې په څلوردېرش ولایتونو کې له یو سل و پېنځه پنځوس زره کسانو سره خبرې شوې؛ پوهنه، روغتیا، غذايي خوندیتوب، وزګاري، کرنه او د څښاک اوبو ته د لاسرسي مسایل په …

نور... »

هر کال افغانستان ته دوه میلیون ټنه قاچاقي تېل راځي

افغانستان هر کال څلور میلیون ټنه نفتي توکو ته اړتیا لري، چې یوازې دوه میلیون ټنه یې د مسوولو ادارو لخوا کتل کیږي او دوه میلیون ټنه نور قاچاقي راځي. د نورم او ستندرد ادارې رييس نقیب ا لله فایق وایي: د سوداګرۍ خونې د څرګندونو له مخې افغانستان ۴ …

نور... »

په ننګرهار کې دوه وسلوال طالبان نيول شوي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د شېرزاد او نازيان ولسواليو په اړوند سیمو کې د ملي امنيت ریاست موظفينو دوه وسلوال طالبان نيولي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ خالد نومی، چې د مولوي نورعالم تر مشرۍ لاندې …

نور... »

د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن له غرمې وروسته دوه نیمې بجې د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنه رامنځته شوې، چې موخه یې د یاد جومات د ټاکنو د نوملیکنې مرکز و.  د خوست د عامه روغتون مرستیال ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۱۲ جسدونه او ۳۳ ټپیان رالیږدول شوي؛ خو …

نور... »

په بغلان ولایت کې طالبانو د برښنا ۸ کارکوونکي تښتولي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو د دې ولایت د چشمه یې شېر له سیمې د خواجه الوان سب ستیشن اته کارکوونکي تښتولي دي. سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه کسان ناڅرګند ځای ته لیږدول شوي دي. طالبانو او رسمي دولتي سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه …

نور... »

قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي- اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ هیڅوک له قانون پورته نه دی؛ زما غوښتنه داده، چې قانون دې لومړی پر ما او لومړۍ میرمن او بیا دې پر ټولو خلکو یو شان پلی شي. په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ناسته کې ولسمشر غني په …

نور... »

ځینې وکیلان د برښنایي تذکرو د وېش مخالف؛ خو ځینې یې ملاتړي دي

له هغې وروسته، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه او لومړنۍ برښنایي تذکره ولسمشراشرف غني واخیسته د ولسي جرګې ځینې وکیلان د دې لړۍ مخالف شول او دا اقدام یې ناقانونه او استبدادي وګاڼه. په ولسي جرګه کې د پنجشیر استازی ظهیر سعادت وایي: په اوسنیو شرایطو …

نور... »

د حکومتي مشرانو اختلافونه حل شوي نه دي

 د ملي وحدت حکومت مشران نه دي توانیدلي چې په ملي مسایلو کې د وروستیو درې کلونو اختلافونه پای ته ورسوي او دې اختلافونو د ملي کړکیچ له ودې سره مرسته کړې ده.   د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې د ملي وحدت حکومت جوړ شي. …

نور... »

په ترکیه کې د افغانستان لوی ملي ائتلاف اعلان شو

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان لوی ملي ائتلاف کې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د غړیو په ګډون د لوی کندهار، لوی پکتیا او لوی ختیځ  مشران د جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش …

نور... »

د لوګر والي د ویاند سلیم صالح جنازه په خپل کلي کې خارو ته وسپارل شوه

نوموړی د تېرې پنجشنبې پر ورځ د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی و، چې اته ورځې وروسته یې د کابل په یوه رغتون کې له ژورو ټپونو ساه ورکړه. ۲۳ کلن سلیم صالح د لوګر د رسنیو د مسول په توګه دنده ترسره کوله، چې د تېرې پنجشنبې …

نور... »

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې ده

د مې درېیمه د رسنیو نړیواله ورځ په افغانستان کې د غویی پر لسمه د وژل شویو خبریالانو د فاتحې له مراسمو سره ونمانځل شوه.  دې مراسمو ته د قربانیانو د کورنیو غړي ورغلي وه او پر حکومت یې له دې کبله نیوکه وکړه، چې د خبریالانو امنیت یې نه …

نور... »

په هېواد کې لوږه ۹ میلیون وګړي ګواښي

چارواکو په ډاګه کړې، چې د افغانستان خلک له یوې خوا جګړې له رواني رنځ سره مخ کړي او له بلې خوا بېوزلي او لوږه یې ۹ میلیون کسان ګواښي. اجرایي ریاست وايي، له یوې خوا خلک خوراکي خوندیتوب نه لري او له بلې خوا وچکالي راروانه ده، چې کولی …

نور... »

ولسمشر د برښننایيِ تذکرو د وېش بهیر پیل کړ؛ خو اجرائیه رییس یې پرېکړه نامشروع وګڼله

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د(غویی ۱۳) په کابل کې د لومړنۍ برښنايي پېژندپاڼې په ترلاسه کولو د دغو تذکرو د وېش لړۍ په رسمي بڼه پیل کړه؛ خو د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یې پرېکړه نامشروع وګڼله. د کورنیو چارو وزارت اړوند د تذکرو د …

نور... »

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې چاودن شوې

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د اطفائې کوڅې ته څېرمه نن ماښام چاودنه شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ په همدې سیمه کې د بوټو او نیالګیو یو تن کاروباري قاري صداقت کله ،چې کور ته روان …

نور... »