مهم خبرونه

Featured Pasto

له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام دی- همایون قیومي

د ولسمشر اقتصادي سلاکار له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام بولي او وایي؛ د تخنیکي ظرفیت نشتوالی، مالي او حقوقي ستونزې د دې سبب شوي، چې د دې تړون د عملي کیدو چارې له ستونزو سره مخ شي. د  عینکو مسو کان د هېواد په کچه …

نور... »

نورو هېوادونو ته له سوریې او عراق څخه د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي- فلیکس ګیدني

په عراق کې د بریتانوي ځواکونو یوه قومندان ویلي، چې له سوریې او عراق څخه افغانستان او نورو هېوادونو ته د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي. په عراق کې د ګډو بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ بریتانوي مرستیال فلیکس ګیډني وایي: دا سخته ده، چې ووایو داعش چېرته خپل وروستۍ هدف …

نور... »

د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر یوه میاشت وغزول شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ د ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر، چې ټاکل شوې وه د همدې میاشتې پر ۲۵ پای ته رسیدلې وای؛ تر یوې بلې میاشتې وغزول شو. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي؛ تر اوسه پورې د نوملیکنې لپاره …

نور... »

په خوست کې د وژل شوي خبریال او چاودنې عاملان ونیول شول

د خوست والي د پنجشنبې پر ورخ د( غویی ۲۰) د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي یوې سترې قومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه او یعقوبیو اډې په جومات کې د چاودنې عاملین نیول شوي او …

نور... »

په کابل کې د قرآن کریم د تلاوت سیالي تر سره شوه

په کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د آریانا تلویزیون پر تخنیکي همکارۍ د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالي تر سره شوه. د قرآن کریم د حسن تلاوت د یوولسم پړاو سیالي دا ځل په کابل کې، چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د آریانا تلویزیون پر تخنیکي …

نور... »

د جمعې پر ورځ په جاکارتا کې د سولې درې اړخیزه ناسته جوړیږي

ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ د ( غویی ۲۱) په جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او افغانستان د عالمانو تر منځ درې اړخیره ناسته جوړه شي. په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ۶۰ عالمان د افغانستان دجګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي. دغه راز …

نور... »

د کندهار په ریګستان او غورک کې ۷۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی  وایي تېره شپه وسلوالو طالبانو د رریګستان او غورک ولسوالیو په اړوند سیمو کې د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو وسلوال بریدونه کړي، چي وروسته بیا د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي دي.  درانی زیاتوي، چي په دواړو ولسوالیو کې۳۰ وسلوال او پېنځه …

نور... »

د ټاکنیز بهیر له نمګړتیاوو پرده پورته شوه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ تازه راپور ښیي، چې اوس هم د ټاکنو په لړۍ کې نمګړتیاوې شته دی. د دغه راپورله مخې؛ د نوماندانو د نوملیکني لپاره کافي وخت نشته، د نوملیکني په بهیر کې د اعتراضونو د ثبت لپاره د وخت نشتوالی، ـ د …

نور... »

د کابل د استوګنې په سیمو کې پوست بکسونه لګول کیږي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د کابل په بېلا بېلو سیمو او د استوګڼې په ځایونو کې شاوخوا زر پوستي صندقونه لګوي. د پوستي خدمتونو دغه پروژه د کابل له څلورم مکروریانو پیل شوې او په ولایتونو کې به هم پوستي صندقونه ولګول شي او په دې توګه به …

نور... »

د جګړې نوښت له طالبانو سره دی او حکومت د ناامنیو مخنیوی هم نکوي- مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې وسلوالو طالبانو د جګړې نوښت تر لاسه کړی او حکومت د ناامنیو د مخنیوي لپاره مناسب او عملي ګامونه هم نه دي اخیستي. افغانستان له دوه میاشتو راپدیخوا د جګړې او وژنې تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي او تاوتریخوالی د هرې ورځې …

نور... »

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالي وسلوالو مخالفانو ونیوله

د بغلان ولایتي شورا رییس او غړي پېښه مني او وایي، چې دا ولسوالي تېره شپه له څو ورځنیو نښتو وروسته درې نیمې بجې طالبانو ونیوله او تر دې دمه د ۲۵۰ سرتېرو برخلیک څرګند نه دی، ۲۰ هاموی او پوځي رنجر موتر او په ډېر شمېر مهمات د طالبانو …

نور... »

د کندهار ولایت د نوملیکنې په مرکزونو کي د اړتیا وړ توکي خلاص شوي

د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي وايي؛ د نوملیکنې لپاره ټول توکي خلاص شوي او که تر درې ورځو دغه مواد د ټاکنو  مرکزونو ته ونه رسيږي، دا بهیر به بند شي. د کندهار د ولايتي شورا غړيو د سې شنبې پر ورځ د( غویی ۱۸)  د یوه خبري …

نور... »

ګاونډ هېوادونه په امام صاحب کې له طالبانو ملاتړ کوي

په امام صاحب کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې که ګاونډ هېوادونه له طالبانو ملاتړ ونکړي؛ دا ډله له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ  جګړې ځواک نلري. د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدی وایي، چې طالبان په دې ولسوالۍ کې عایداتي سرچینې نلري؛ خو د یو شمېر ګاونډ هېوادونو …

نور... »

طالبانو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ کولیان سیمه ونیوله

د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان سیمې اړوند ۱۲ کلي وسلوالو طالبانو نیولي دي. د فاریاب ولایتي شورا رییس څرګنده کړې، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د سیمه ییزو پاڅونوالو څه نا څه ۴۰ کسانو ته په دې …

نور... »

د کاري مودې له پوره کیدو سره سم له دندې ګوښه کیږم- اشرف غني

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې له قانون سره سم یې د ولسمشر په توګه دنده د راتلونکي ۱۳۹۸ ل کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. ولسمشر او د هغه میرمنې د افغان میرمنو په پېنځم سمپوزیم کې ګډون وکړ او ولسمشر محمد غني یې برخه والو …

نور... »

د افغانستان زندانونه له بهرنیو ترهګرو ډک دي- معصوم ستانکزی

ولسي جرګې د وسلوالو طالبانو لخوا د خندق د عملیاتو له پیل کیدو او تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت رييس استجواب کړل. دوی د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو او هغو ګواښونو له کبله اندېښنه وښوده، چې افغانان ور …

نور... »

په کندهار کې د ستون فقرات بریالي عملیات تر سره شول

د کندهار په یو خصوصي  روغتون کې داکترانو په لومړي ځل پر يوه ۵۵ کلن ناروغ د ستون فقراتو بریالي عملیات تر سره کړل او ناروغ یې د فلج له ناروغۍ ژغورلی، چې اوس پخپلو پښو ګرزي. د کندهار په مومند روغتون کې داکترانو په لومړي ځل د ستون فقرات يا …

نور... »

په کابل کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی

د کابل پولیسو ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې یو ځانمرګی بریدګر، چې غوښتل یې ځان د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوي ښار په پارک کې د وینې ورکولو بهیر ته ورسوي او په سیمه کې پر راټولو شویو …

نور... »

ترانسپورت وزارت خصوصي سکتور له پامه غورزولی

د هېواد د ترانسپورترانو سرتاسري ټولنه وايي، د ترانسپورت وزارت لخوا نوی قانون جوړ او د ولسمشر له لوري توشیح شوی؛ خو په دغه قانون کې د خصوصي سکتور نظر هیڅ نه دی اخستل شوی. دوی وایي، چې د هېواد په ترانسپورت کې خصوصي سکتور سلګونه میلیون دالر پانګونه کړې …

نور... »

که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ به تم کړو- احمدزی

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند وايي، ډېرژر به له ارګه بهر د کابل په یوه بله سیمه کې هم د برښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکز پرانستل شي؛ خو که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به تم کړو. د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پر …

نور... »