عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

امنیتي ځواکونه په سویل ختیځ زون کې له دفاعي حالته ووتل- چارواکي

امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې افغان ځواکونه د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې تېره ورځ له دفاعي حالته ووتل او بریدونه یې پیل کړل، چې د دغو عملیاتو په دوه یمه ورځ څو کلي او د دغې ولسوالۍ پراخې برخې د طالبانو له ولکې …

نور... »

که قیصاري خوشې نشي ټاکنې به له ستونزو سره مخ شي- جنرال دوستم

د ولسمشر لومړي مرستیال د یوې خبرپاڼې د خپرولو تر څنګ په فاریاب کې د جنبش اسلامي د غړي او د دغه ګوند د سیمه ییزو ځواکونو د قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده. په خبرپاڼه …

نور... »

د مخابراتو د پخواني وزیر لومړنۍ قضايي غونډه پای ته ورسیده

د موبایل کریدیت را ټولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي لومړنۍ قضايي غونډه بې پایلې پای ته ورسیده. د ملي وحدت حکومت د کابینې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د عدالت میز ته ودرول شو. پر نوموړي تور دی، …

نور... »

ترکیې د افغانانو په مشرۍ له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ

په افغانستان کې د ترکیې استازي ویلي، چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د کړکیچ د حل کولو له هڅو ملاتړ کوي. د ترکیې په نوښت  او کوربتوب د آسیا زړه هېوادونو راتلونکې غونډه په دسمبر کې  جوړیږي. د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د آسیا زړه کنفرانس …

نور... »

پر ایران له لګیدلیو بندیزونو سرغړوونکي اروپایي شرکتونه به مجازات شي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې پر ایران د امریکا له لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي. نوموړي له فاکس خبري آژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اروپايي شرکتونه پر ایران له لګول …

نور... »

د جلال آباد په ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر۱۸ ته پورته شوی

اهل هنود وایي؛ د جلال آباد په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر اتلس او د ټپیانو اته کسانو ته لوړ شوی، چې په کې ولسي جرګې ته نوماند اوتارسینګ او د اهل هنودو د حجرې، درمسال او ښوونځي مشران هم شته دي. د جلال آباد …

نور... »

په ولسي جرګه کې د ولسمشر تقنیني فرمان رد شو

په ولسي جرګه کې له بودجوي ادارو څخه د خپلواکو ادارو د نوم لیرې کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت رد شو.   د ولسي جرګې د دوشنبې(د چنګاښ ۱۱) په غونډه کې د ولسمشر د هغه تقنیني فرمان په اړه خبرې وشوې، چې په …

نور... »

طالبانو د جوزجان په فیض آباد ولسوالۍ کې څلور کلي نیولي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ ګرجک، شیشه خانه،ترکمنیه او خیرآباد کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. په فیض آباد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکیو قومندان صاحب خان آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې که اړوند سیمو ته مرسته کوونکي ځواکونه …

نور... »

په سمنګان ولایت کې یوه سړي خپله میرمن وژلې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سمنګان په ایبک ښار کې یوه سړي خپله میرمن وشتې او ساه یې ورکړې ده. د سمنګان امنیه قومندان عبدالمنیر رحیمي وایي؛ بنفشه نومې میرمن، چې د ایبک ښار اوسیدونکې وه، د خپل میړه له لوري وشتل شوې او ساه یې ورکړې ده. د …

نور... »

د سولې پر وړاندې د فشار منونکی نیم- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د سولې پر وړاندې هیڅ ډول فشارنه مني؛ ځکه، چې په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده. ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۰) جلال آباد ښار ته د خپل دوه ورځني سفر سفر پر مهال په شپږمه …

نور... »

ارګ واکونه انحصار کړي او د پرمختګ مخه یې ډپ کړې- عثماني

د اوبو او برښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني وايي، چې ارګ نه یوازې واکونه انحصار کړي، بلکې د هېواد د پرمختګ مخه یې هم ډپ کړې او له مهمو پروژو سره قومي او سلیقوي چلند کوي. علي احمد عثماني، چې د ولسمشر لخوا  له اوبو او برښنا وزارت څخه …

نور... »

په ننګرهار کې موتربم د لس اهل هنودو په ګډون ۴۴ کسانو ته مرګ وړ ژوبله اړولې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د اهل هنودو پر هغې ډلې ځانمرګی برید شوی، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره وګوري. د جلال آباد چارواکي او عام خلک د ولسمشر راتګ ته له یوې اوونۍ راپدیخوا په تمه ول؛ سرتېرو …

نور... »

د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر خپل پراخ شتون اعلام کړي- نور

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۱۰) د ترکیې له اوږده سفره مزارشریف ښار ته راستون شو او په خپلو لومړنیو خبرو کې یې په ډاګه کړې، چې د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل پراخ شتون اعلام کړي. …

نور... »

د ننګرهار د ملکیار هوتک لیسې له درې چپړاسیانو سرونه پرې شوي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو د ملکیار هوتک لیسه سوځولې او د لیسې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه پرې کړي دي. د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن رسنیو ته څرګنده کړې، چې پېښه تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ …

نور... »

ولسمشر غني په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني، چې نن سهار جلال آباد ښار ته رسیدلی؛ د مسوولانو په حضور کې یې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.  د خبرپاڼې له مخې؛ د ختیځ زون دغه کمپلکس به، چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ …

نور... »

راروانو ټاکنو ته د ۷ ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو

ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د اووه ولایتونو د نوماندانو نوملړ اعلام شو. له دوه ورځو ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون د اووه ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلام کړ؛ خو ځینې نوماندان ترې حذف شوي دي. …

نور... »

امریکا د چابهار بندر له پراختیا سره مخالفت نه کوي-امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هند ته په خپل سفر کې ویلي، چابهار پروژه تر سره کیدوونکې ده او امریکا یې په اړه له هند سره همکاري کوي. نیکي هیلي د هند له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې واشنګټن په اصولي توګه د …

نور... »

په کابل کې د فوتبال فدراسیون ولایتي رییسانو د تحصن خیمه ودروله

د ولایتونو فوتبال فدارسیون یو شمېر رییسانو او لوبغاړیو د فوتبال فدارسیون د ټاکنو د نه ترسره کیدو له کبله نن له غرمې مخکې د  تحصن خیمه ودروله. دوی له فوتبال فدراسیون څخه غواړي، چې شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړی. د فوتبال فدراسیون ویلي، چې د فیفا له خوا …

نور... »

د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره د وسلوالو مخالفانو تر ولکې لاندې ده- محمد محقق

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال ادعا کوي، چې د افغانستان اویا په سلو کې خاوره د وسلوالو مخالفینو تر ولکې لاندې ده. د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق د جمعې ورځې پر ماښام( د چنګاښ ۸) د راروانو ټاکنو په اړه خپلې ځانګړې خبرې …

نور... »

د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري محاصره دي

امنیتي چارواکي وایي؛ د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري له ۵ ورځو راپدیخوا د داعشیانو تر محاصرې لاندې دي او توانیدلي نه یو، چې له دې ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو مړي او ټپيان راولیږدوو. هغه سرتېري، چې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې له ۵ ورځو را پدیخوا …

نور... »