مهم خبرونه

Featured Pasto

د پخواني او تقویتي نوملړونو له مخې به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي- ننګ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس وايي، چې د رایه ورکوونکیو د پخواني او تقویتي نوملړونو له مخې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د تېرو ټاکنو لپاره شاوخوا نهه میلیون وګړیو نوملیکنه کړې وه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو …

نور... »

ښایي یو شمېر نوماندان د نورو په ملاتړ تېر شي- حکمتیار

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان د نورو په ملاتړ له خپلې نوماندۍ تېریږي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندان ولاړ دي. ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله هم د نوماندانو په ډله کې دي؛ …

نور... »

پولیسو په فاریاب کې د طالبانو د ماليې راټولوونکی نیولی

کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې طالبانو ته د مالیې راټولولو د مسوول له نیولو خبر ورکوي. یاد وزارت د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳۱) په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې طالبانو ته د مالیې راټولولو مسوول قاري یحیی …

نور... »

په افغانستان کې د سولې او جنګ بهیر پخوانی امنیتي سلاکار هم اندېښمن کړ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې د ډګر تر شا له افغانستان څخه سیستماتیک ملاتړ کړی او جګړه اوږده ساتل شوې ده. د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو …

نور... »

په ارګ کې یو شمېر کړۍ د ټاکنو کمېسیون په مقرریو کې لاسوهنه کوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دې بنسټ د دارالانشا ریاست تر منځ  د ټاکنو په تړاو د معاملو خبره بربنډه کړې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، د ارګ کړیو په کمیسیون کې ځینې ناقانونه کړنې چټکې کړي او د …

نور... »

ولسمشر غني د افغانستان پر تاریخي پېژندنه ټینګار څرګند کړ

د هېواد ولسمشر اشرف غني د افغانستان د تاریخي پېژندنې څېړنیز مرکز د کتابتون او آرشیف د برخې د پرانستې په مرا سمو کې وویل، چې افغانان او نړۍ باید له افغانستان څخه پوره خبر وي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ د هېوادوالو او محصلینو د زدکړې او معلوماتو …

نور... »

پاکستان د حامد کرزي په مشرۍ له طالبانو سره یوې ناستې ته چمتواولی نیولی

سرچینو په ډاګه کړې، چې اسلام آباد د افغانانو تر منځ د یوې ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې د حامد کرزي په مشرۍ څو ورځې وروسته تر سره شي. سرچینو دا هم ویلي؛ دغې ناستې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون زیاتره هغه څېرې بلل …

نور... »

طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي- یاماموتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت د څېړلو تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د …

نور... »

په میدان وردګ کې د طالبانو له زندانه ۱۳ کسان خوشې شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۳۰) په میدان وردګ ولایت کې ځانګړیو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې کړي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د …

نور... »

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې؛ د جلال آباد ښار د دوه یمې ناحیې په اړوند سیمه شیشم باغ کې پر یوه هایلکس موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوې ده.  چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو د قومندان ملک دهقان د ورور پر موتر …

نور... »

افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هره ورځ ۵۰ کسان له لاسه ورکوي- داکتر محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۸) له غرمې مخکې د روسیې د اوفا ښار په کوربتوب د اوفا په لسمه امنیتي ناسته کې گأون وکئ او د وینا پر مهال یي ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس …

نور... »

افغان او امریکایي امنیتي چارواکو هلمند ته سفر کړی

په افغانستان کې د امریکایي او پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر او افغان امنیتي لوړپوړیو چارواکو د هلمند ولایت د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. افغان امنیتي چارواکو او د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر …

نور... »

په تخار کې د طالبانو یوه اته کسیزه ډله ونیول شوه

د تخار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په تخار ولایت کې د وسلوالو طالبانو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده. د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛  نیول شویو کسانو غوښتل د دغه ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې ترورستي بریدونه تر سره …

نور... »

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیولی دی. دغو چارواکو دا هم څرګنده کړې؛ نیول شوی کس قاري جلال نومیږي، چې مرکز ته نږدې د اسفنده له اړوند کلي نیول شوی دی. د غزني والي ویاند …

نور... »

په غور کې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي

امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د کوماندو ځواکونو پر تر سره شویو عملیاتو د دوه طالب قومندانانو په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د ۲۰۷ ظفر قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ له تېرو څلیریشت ساعتونو …

نور... »

د هېواد د فوتسال ملي لوبډله له تایلند سره سیالي کوي

د هېواد د فوتسال ملي لوبډله نن مازیګر مهال( د غبرګولي ۲۸) د آسیا اتلولۍ د څلورمې برخې په سیالیو د تایلند له ځواکمنې لوبډلې سره لوبیږي. د فوتسال ملي لوبډلې په ډله ییز پړاو کې له هانکانګ سره په لوبه کې ۱ پر ۶ بری ترلاسه کړی او د …

نور... »

ملي کرکت لوبډله له انګلستان سره لوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډله خپله پېنځمه لوبه له انګلستان سره د دغه هېواد په کوربتوب تر سره کوي. دغه سیالي په داسې حال کې د انګلستان د منچستر په کرکت لوبغالي کې تر سره کیږي، چې د افغانستان ولسمشر به د دغې سیالۍ ځانګړی میلمه او نندارچي وي. په …

نور... »

لویې څارنوالۍ د ټاکنو پخوانیو کمشنرانو ته پېنځه کلن بند غوښتی

لویې څارنوالۍ د ټاکنو خپلواکو کمیسیونو پخوانیو رييسانو، کمیشنرانو او د دارالانشا او تکنالوژۍ ريیسانو ته پېنځه – پېنځه کاله بند غوښتی دی. د ولسي جرګې د تېرو لانجمنو ټاکنو تر ټولو ستره دوسیه د بدخشان ولایت د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنې ده، چې د ټاکنو د دواړو …

نور... »

جنرال فیض محمد حمید د پاکستان د استخباراتو نوی ريیس ټاکل شوی

په کابل کې شنونکيو ویلي، چې د پاکستان د استخباراتو د نوي رييس جنرال فیض محمد حمید له ټاکل کیدو سره به ښايي د افغانستان په سرحدي سیمو کې جګړه زور واخلي. د پاکستان د استخباراتو د نوي رييس له ټاکل کیدو سره په کابل کې ظاهراً د خطر زنګونه …

نور... »

ولسي جرګې د ریاست جنجالي رایې ته د بیا رای اچونې پرېکړه وکړه

د ولسي جرګې غړیو د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۸) د ریاست د ټاکنو پر یوه جنجالي رایه، له سره د رای اچونې پرېکړه کړې ده. د ولسي جرګې د ریاست له لانجمنو ټاکنو کابو یوه میاشت تېریږي؛ خو اوس د جرګې غړي وايي، چې زیاترو غړیو پرېکړه …

نور... »