عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د افغانستان لومړنی مشر یم، چې د خلکو په اراده واک ته رسیدلی یم- اشرف غني

ولسمشر غني د کونړ ولایت له خلکو سره په یوه ناسته کې ویلي، له احمدشاه بابا تر حامد کرزي ټولو پر زور قدرت نیولی په داسې حال کې، چې دی د امریکایي تانګونو له زور پرته واک ته رسیدلی دی. د ملي وحدت حکومت  دوره ډېره له شور او ځوږ …

نور... »

ولسمشر اشرف غني د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو په ارګ کې د سولې بهیر، له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې او کابل …

نور... »

په کابل ښار کې د عبدالعلی مزاري پر تلینغونډې برید شوی

د کابل ښار د برچي په اړوند سیمه کې د پخواني جهادي مشرعبدالعلي مزاري د څلیریشتمې تلینغونډې پر مراسمو د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د چاودنو او توغندیو بریدونه شوي دي. لومړنۍ چاودنه هغه مهال شوې، چې اجرائیه رییس، عبدالله عبدالله وینا کوله. په سیمه کې …

نور... »

افغانستان او ازبکستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د سې شنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له غرمې وروسته په تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار داکتر ویکتور محمودوف سره ولیدل.  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او ازبکستان د ملي امنیت …

نور... »

د هلمند پر پوځي اډې برید د کمزورو استخباراتو پایله ده- پخواني پوځیان

د افغانستان یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې د هلمند پر سترې پوځي اډې وسلوال ډله ییز برید د کمزوري کشف او استخباراتو پایله ده. په وروستو کې طالبانو پر پوځي مرکزونو او اډو پېچلي او خونړي بریدونه تر سره کړي؛ ښکاره بېلګه یې څـو ورځې مخکې په هلمند کې …

نور... »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو کولو ټټر وهلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غواړي په څو راروانو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره پخپله وغږیږي. ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوه اوونیو په دننه کې قطر ته ولاړ شي او له افغان طالبانو سره …

نور... »

د سولې مشورتي لویې جرګې کمیسیون حکومتي جوړښت لري- مدني بنسټونه

یو شمېر مدني ټولنې د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون پر جوړښت نیوکې کوي او وايي، چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون حکومتي دی او مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ته په کې ځای ندی ورکړ شوی. داسې بریښي، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې …

نور... »

هڅاندې میرمنې له طالبانو سره په سوله کې د لاسته راوړنو ساتنه غواړي

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او کسبګرې میرمنې وایي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه باید د سولې په خبرو کې خوندي او د ودې لپاره یې پراخ کار وشي. فتانه ګیلاني یوه له هغو میرمنو ده، چې د ښځو د حقونو په برخه …

نور... »

په بیړه د بهرنیو سرتېرو وتل به افغانستان ته زیان اړوونکې وي-مدني بنسټونه

پوځي کارپوهان وايي؛ که د امریکا او طالبانو روانې خبرې ناکامې شي، پایلې به یې افغانستان ته زیان اړوونکې وي. د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټاکل کیدو سره سولې ته د افغانانو هیلې را ژوندۍ شوې؛ خو د طالبانو او امریکايي پلاوي له …

نور... »

د طالب او امریکایي استازيو د لومړنۍ هوکړې پر مسودې کار روان دی- شاهین

په قطر کې طالب سرچینو ویلي، چې طالب استازي او امریکایي پلاوی د افغان سولې په اړه پر لومړنیو مسایلو هوکړې ته رسیدلي؛ خو اوس یې پر مسودې کار روان دی. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په اړه امریکایي استازي او طالب پلاوی په ښکاره پر …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل

د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په شتون کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۱۳) د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل. ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو ته د لوړې په مراسمو کې وویل، چې دوی له نسبي خپلواکۍ برخمن …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو بریدونو د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په میملک کلي کې کوماندو ځواکونو د دغې …

نور... »

د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو نوي مشران غوره شول

ولسمشر اشرف غني په څو بېلابېلو فرمانونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو غړي او د دارالانشا مشران معرفي کړل. د ولسمشر د فرمان له مخې؛ سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب او محمد حنیف دانشیار د پېنځه او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د درې …

نور... »

د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډیده- د سولې عالی شورا

د سولې عالي شورا وايي، چې مشورتي لویه جرګه د ژمي په موسم کې د روانو ننګونو له کبله وځنډیده. د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهري زیاتوي؛ په جوړیدونکې لویه جرګه کې باید د افغانستان د ټولو اړوند سیمو خلک برخه ولري او ټول په کې خپل استازی …

نور... »

حکومت د سولې د خبرو لپاره سیاسي اجماع نلري- سیاسي ډلې

یو شمېر سیاسي ډلې وايي، چې حکومت له سیاستوالو څخه د سولې په خبرو کې ټول فرصتونه اخیستي او د افغانستان د سولې نوښت د امریکا په لاس کې دی. حکومت د سولې د خبرو لپاره مشورتي لویه جرګه راغواړي؛ خو یو شمېر سیاستوال سر له اوسه د جرګې پایلو …

نور... »

په کندهار او هلمند کې سیلابونو ۵۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندهار ولايت مسوولينو ویلي؛ د سيلابونو له کبله د قربانيانو شمېر مخ پر زياتيدو دى، چې تر اوسه دوى ته د ٢٠ کسانو د مړیني او ٢٦ نورو د زخمي کيدو تر څنګ د سلګونه کورونو د ويجاړیدو راپور رارسیدلی دی. د جمعې پر شپه په کندهار کې د …

نور... »

سیلاب ځپلي فراهیان مرستې غواړي

په فراه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د دوه یمې ورځي په بهیر هم د سېلابونو اوبه رواني دي؛ چې لس کسانو د فراه په مرکز او ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله مړه شوي، چې درې یې ماشومان او دوه میرمنې دي. د فراه ښار لومړۍ ناحیی اوسیدونکی خدایداد نومي …

نور... »

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالي د سقوط په درشل کې ده-چارواکي

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د سنچارک ولسوالۍ له سقوط اندېښمن شوي او وایي، چې وسلوالو طالبانو د د دغې ولسوالۍ د ګجوا او توپخانې د پراخه کلیو له نیولو وروسته وسلوالو دغې ولسوالۍ ته ورغلې لار هم تړلې ده.     چارواکي زیاتوي، چې که ځمکني او هوایي ځواکونه …

نور... »

د افغانستان حکومت له فلسطینيو کډوالو سره یو میلیون امریکایي دالر مرسته کړې

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان حکومت له فلسطینیو کډوالو سره د یو میلیون امریکايي دالرو مرسته کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ملګروملتونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۴۶ ناستې په څنډه …

نور... »

پر شوراب د طالبانو په ډله ییز برید کې نږدې ۴۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سرچینو په ډاګه کړې، چې شاوخوا شل برید ګرو پوځي جامې اغوستې وې، د جمعې پر سهار یې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې یې د شوراب پر پوځي  اډې یا ۲۱۵ میوند قول اردو برید وکړ. د دې پېښې په اړه، چې له ۲۴  ساعتونو ډېره روانه وه؛  د …

نور... »