عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

بهرنيان د شدیدو مداخلو او په هېواد کې د نفاق اچولو هڅې کوي-حامد کرزی

د سولې عالی شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د پنځم تلین په نمانځغونډه کې  پخوانی ولسمشر حامد کرزی وویل، چې بهرني هېوادونه د شدیدو مداخلو او په هېواد کې د نفاق  اچولو په هڅه کې دي خو افغانان باید خپله بیداري وساتي. کرزی وایي، جهادي مشران او افغانان …

نور... »

که حکومت ولس د بشري ځواک په توګه ونه دروي، افغان ځواکونه به مات شي-سیاف

د سولې عالی شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني د پېنځم تلین په نمانځغونډه کې د حراست شورا مشر عبد رب رسول سیاف د افغان ځواکونو تلفات د اندېښنې وړ وښودل او خبرداری یې ورکړ، چې که حکومت ولس د بشري ځواک په توګه ونه دروي، افغان ځواکونه به …

نور... »

د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر غړي د چین هېواد ته تللي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وا يي، چین ته مو د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سوداګرۍ  پرا ختیا ده. د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي؛ د هېواد نږدې  پنځوس تنو سوداګرو د چین  په بلنه  هغه هېواد ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د …

نور... »

په بروکسل کې د افغانستان په اړه مقدماتي غونډه وشوه

د بلجیم  په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو او اروپايي اتحادیې یو شمېر استازیو له افغانستان سره د مالي مرستو د څرنګوالي په اړه مقدماتي غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو، د افغانستان په اړه په را روان نړیوال کنفرانس کې له کابله د سیاسي ملاتړ د زیاتیدو پر بېلابېلو اړخونو …

نور... »

جګړه په جګړو پای ته نه رسیږي- پتریک کندي

د ملي وحدتحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک دلاسلیک په بهیر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له اریانا نیوز سره په ځانګړو خبرو کې لهدغه هوکړه لیک هرکلی وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پتریک کندي ویلي، افغان ځواکونه اوس …

نور... »

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د راروانې اوونۍ په پای کې کابل ته راشي

تمه کیږي، چې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د راتلونکې اوونۍ په پای کې کابل ته راشي. د ملي یوالي حکومت له ګلبدین حکمتیار سره په داسې حال کې د سولې تړون لاسلیک کړ، چې د حکومت ټيک دوه کاله پوره شول. د سولې د هوکړې مسوده لومړی ټيټ …

نور... »

په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

د افغانستان د ژورنالستاتو ملي ټولنه وایي، تېر کال تر دې مهاله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي نهه دېرش پېښې رامنځته شوې وې؛ خو اوس نهه شپیته ته رسیدلي دي. د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې رییس فهیم دشتي په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنې …

نور... »

ملي وحدت حکومت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی

د ملي وحدت حکومت له فساد سره د مبارزې  په شعار کار پیل کړ؛ خو له دوه کلونو وروسته له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی دی. له هغه وروسته، چې ولسمشر غني خپل کار پیل کړ، پر دوه یمه کاري ورځ یې د کابلبانک د مالي فساد ستره …

نور... »

په کابل کې د شپږ فابریکو او یو برښنا بند د جوړولو تړون لاسلیک شوی

ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې د شپږ تولیدې فابریکو د تړون تر څنګ د سروبي د دوه یم  برښنا بند،چې دوه یمه لویه پروژه ګڼل کیږي، د رغونې تړون له الکوزي شرکت سره پخپل حضورلاسلیک کړ. داشپږ فابریکې به خوراکي تو کې تولیدوي. د ښاري پرا ختیا …

نور... »

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولي هوکړه لاسلیک شوه

د حزب اسلامي د مشر حکمتیار او دولت تر منځ د سولې پرهوکړه ۶ میاشتې خبرې روانې وې، چې دادی نن وروستۍ  او په ارګ کې د ځانګړیو مراسمو په ترځ کې د  حکمتیار او  ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ لاسلیک شوه.  د حزب اسلامي  مشر حکمتیار د یو …

نور... »

په ننګرهار کې بې پایلوته الوتکې ۱۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۷ نورټپيان دي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې بې پایلوته الوتکې په یوه برید کې دیارلس ملکي وګړي وژلي او اووه لس نورټپيان دي. د چهارشنبې د سهارپه درې بجو د بهرنیو ځواکونو یوې بې پایلوته الوتکې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې د ځايي اوسیدونکیو یو کور بمبارد …

نور... »

ملي وحدت حکومت دوه کلن شو

نن(د تلې ۸) د ملي وحدت حکومت دوه کلن شو. له فساد سره جدی مبارزه، روان وضعیت کې بدلون، ټاکنیز اصلاحات، د خلکو دستر خان کې بدلون او په بهرني سیاست کې د پام وړګامونه پورته کول د ملي وحدت حکومت د مشرانو سترې ژمنې وې؛ خو د دوه کلونو …

نور... »

د افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په نه ویلود سارک سرمشریزه وځنډول شوه

افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په اسلام آباد کې د نوامبر میاشتې پلان شوې سارک نولسمه سرمشریزه بایکاټ او پاکستان هم د دې سرمشریزې د ځنډېدو پرېکړه وکړه. د پاکستان چارواکي وايي،د څلور غړیو هېوادونو له لوري په سرمشریزه غونډه کې له انکار وروسته د سویلي آسیا هېوادونو د …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو له زندانونو۱۰۱ بندیان خوشې شوي

په هلمند کې ځانګړیو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۱ بندیان خوشې کړي دي.  د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې دا كسان تېره شپه  د ملي اردو د ځانګړې قطعې ځواکونو له خوا  د هلمند ولایت د نهر سراج، مارجې او نوزاد په …

نور... »

د کابل پولیسو د یو خونړي ځانمرګي برید مخنیوی کړی

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ چې پولیسو د کابل ښار په اړوند سیمه کې د یو خنړي برید مخه نسولې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره شپه د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو په اړوند سیمه کې  یو ځانمرګي برید کوونکي هغه مهاال …

نور... »

پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تړون هرکلی وکړ

په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ د سولې له رښتيني بهیر ملاتړ کوي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک سولې ته اړتيا لري. د پاکستان سفارت ويلي، هېواد يې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی؛ ځکه، …

نور... »

نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ له دوام خبر ورکړ

د افغانستان په اړه د بروکسل د کنفرانس په درشل کې نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ د دوام خبر ورکوي. په افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې په یوه بیان کې، چې پرون خپور شو د نړیوال بانک د مرستیال مشر کایل پیترز له قوله لیکي؛ نړیوال بانک …

نور... »

د تلی پېنځمه؛ کابل ته د طالبانو د ننوتو او د داکتر نجیب د اعدام له شلم تلین سره برابره ده

نن د میزان یا تلی پېنځمه ده ۲۰کاله د مخه طالبان په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د شوروي پلوه رژیم مشر داکتر نجیب الله یې، چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پنا اخیستې وه؛ ونیوه، اعدام او بیا یې د تلې په ۶ د ارګ تر …

نور... »

حکومت دې د کډوالو د خوندي را لیږدولو مناسبه زمینه برابره کړي-ایزدیار

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو په ناوړه حالت د مشرانو جرګې غړیو اندېښنه وښوده او په حکومت يې غږ وکړ، چې د کډوالو د خوندي را لیږدولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي. مشرانو جرګې د کډوالو چارو وزیر او د حج او اوقافو وزیر د دیني او …

نور... »

ملي امنیت، د پولیسو اکادمۍ د محصلینو پر موترو د برید عاملین وژلي

د ملي امنیت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو قطعاتو (د ۱۳۹۵ کال د تلې ۴) په یو لړ شپنیو عملیاتو کې، چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د بادام کلي پراړوند سیمه تر سره شوي د ملا محمود مشهور په فاتح او …

نور... »