عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري- حکمتیار

په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د لاریونو پر دوام د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي، چې خلک د ناقانونه حکومت زغم نلري. د یادې ټاکنډلې مشر حکمتیار ګواښ کړی؛ د ټاکنو په اړه د هر ډول ناقانونه پرېکړو پر ضد دریږي او هیچا ته به اجازه …

نور... »

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ افغانستان د سولي هوکړې ته له رسیدو سره سم شاوخوا اته میلیارد دالرو ته اړتیا لري، چې خدماتي او اقتصادي بنسټونه ورغول شوي. نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې څرګنده کړې؛  په افغانستان کې له طالبانو سره له احتمالي …

نور... »

په کندوز کې طالبانو ۱۲ پولیس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې طالبانو د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ  پر اړوند امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۹ سرتېري وژل شوي درې نور ټپیان دي. د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې طالبانو تېره شپه دوه بجې د …

نور... »

جاپانی داکتر ناکامورا د کونړي سیند د اوبو قرباني شو

د طب داکتر ناکامورا، چې په خټه جاپانی و؛ تېره ورځ له خپلو پېنځه افغان ستاتونکیو سره د کونړي سیند قرباني شو؛ خو خدمتونه به یې تر پېړیو ژوندي وي. د داکتر ناکامورا همکاران وايي؛ په ۱۹۸۴ کې یې د پېښور افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات پیل کړي وه، د …

نور... »

که د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورنکړ شي، لومړنۍ پایلې اعلانوو- نورستانۍ

ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که معترض نوماندان په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورنکړي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلان کړي. ټاکنو خپلواک کمیسیون دا مهال د هغو فني راپورونو څېړنه کوي، چې د دارالانشا ریاست لخوا ورته وړاندې شوي دي. د ټاکنو …

نور... »

ناتو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو هرکلی څرګند کړ

د ناتو سرمنشي د دې تړون د سرمشریزې پر مهال ویلي، د تاوتریخوالي د راټیټولو او د سولې خبرو د بیا پیلیدو له هڅو هرکلی کوي او سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار سیاسي خبرې دي. د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې زه د سولې خبرو اترو د …

نور... »

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په پلازمېنه کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی دی. د مګړۍ په هېواد کې د یوې  بورۍ وارداتي اوړو په بیه کې له درې تر څلورسوه افغانیو زیاتوالی راغلی، چې له کبله يي …

نور... »

هر څوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي- رحمت الله نبیل

د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر په یوه خبري ناسته ویلي، چې د اشرف غني، عبدالله عبدالله او طالبانو په ګډون هرڅوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي. د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر رحمت الله نبیل دا هم ویلي، چې که طالبان په دې فکر کې وي، …

نور... »

خلیلزاد د حکومت له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام په کابل کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدلي دي. ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني تېر ماښام چارشنبه( د لیندۍ ۱۳) په ارګ کې د امریکا د …

نور... »

د اووه ویشت ولایتونو د رایو تخنیکي راپور رهبرۍ ته واستول شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د اووه ویشت ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې تخنیکي راپور د کمیسیون رهبرۍ ته استولی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ميرزا محمد حقپرست د اووه ویشت ولایتونو د مشکوکو محلونو د رایو بیا شمېرنه، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره …

نور... »

سولې ته د افغانانو هیله مندي ډېره شوې- نظر پوښتنه

آسیا فوندیشن تازه نظر پوښتنه ښیي، چې سولې ته د افغانانو هیله مندي د تېرکال په پرتله ډېره شوې؛ خو اقتصادي او امنیتي ستونزې اوس هم ځوروونکي خنډونه دي. په افغانستان کې د جګړې له زور سره سره د آسیا فوندیشن له یوه تازه نظر پوښتنې په ډاګه شوې، چې …

نور... »

آریانا نیوز له بې بي سي( فارسي) څانګې سره خپرنیزه همکاري پیل کړه

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۰ / د دسمبر لومړۍ) د آریانا نیوز او  بې بي سي(فارسي) څانګې تر منځ د همکارۍ لړۍ پیل شوه او آریانا نیوز به د یادې څانګې پېنځه خپرونې په خپلو خپرونو کې ورزیاتوي. د دغې همکارۍ له مخې؛ آریانا نیوز …

نور... »

د ناتو مشران خپله اویایمه کلیزه په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نمانځي

د ناتو مشران د سې شنبې پر ورځ( لیندۍ ۱۲\ د دسمبر ۳) په لندن کې د دغه سازمان اویایمه کلیزه  نمانځي. د ناتو مشران اویایمې کلیزه په خپله دوه ورځنۍ سرمشریزې کې نمانځي؛ خو د غړیو ترمنځ یې د نه یووالي نښې نښانې هم لیدل کیږي. دوی به د …

نور... »

د خصوصي او نادولتي بنسټونو کارمندانو ته د تقاعد حق ورکړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۱) ومنله، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د خصوصي سکتور او نادولتي بنسټونو کارمندانو ته د تقاعد د حق مقرره تصویب اود پلې کیدو وړ شوه. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د نادولتي( خصوصي) بنسټونو د کارمندانو …

نور... »

د مالیې وزارت چارسمبالی ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نشو

د مالیې وزارت چارسمبالی(سرپرست) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په اړه سپیناوي ته غوښتل شوی و؛ حاضر نشو. ولسي جرګې د مالیې وزارت چارسمبالی همایون قیومي د تېر کال د پراختیایي بودجې د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په تړاو ولسي جرګې ته …

نور... »

بیات بنیاد له استقلال روغتون سره د درملو او خوراکي توکو مرسته وکړه

بیات بنیاد د خپلو ژمني مرستو د وېش په لړ کې له استقلال روغتون سره د څو قلمه درملو او خوراکي توکو مرسته تر سره کړه. جګړه، ناامني او بد اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی، چې زرګونه هېوادوال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې  له بد حالت سره مخ …

نور... »

د تخار سلګونه خلکو د بې بایو متریک رایو د باطلولو غوښتنه وکړه

د تخار په تالقانو ښار کې د ثبات او همپالنې ډلې سلګونه ملاتړیو د ټاکنیزو کمیسیونونو او ولسمشر پر ضد شعارونه راپورته کړل او د ولسمشرۍ ټاکنو د درې زره هغو رایو د باطلولو غوښتونکي شول، چې بایومتریک ندي. په تخار کې له شل ورځو را پدیخوا د ثبات او …

نور... »

په کاپیسا کې د یو طالب قاضي په ګډون ۶ جنګیالي ووژل شول

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ۶ طالب جنګیالي وژلي دي. د کاپیسا ولایت امنیه قومندان عبدالشایق آریانا نیوز ته ویلي، چې د مرکز ځانګړې امنیتي قطعې تېره شپه لس بجې د وسلوالو طالبانو له شتون څخه د …

نور... »

د پکتیکا په عملیاتو کې طالبانو ته ځاني او مالي زیان اوښتی

د پکتیکا امنیتي مسوولینو ویلي؛ د دې  ولایت د تروو ولسوالۍ په ګلشاه مانده سیمه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه ورځني عملیاتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی. شاه محمد آرین آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دغو عملیاتو …

نور... »

حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان کیندنې تړونونه فسخه کړل

د اقتصادعالي شورا، چې مشري یې ولسمشر اشرف غني لري؛ د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان کیندنې تړونونه فسخه کړل. د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کان کیندنې تړونونه نږدې یو کال مخکې په واشنګتن کې د افغان سفارت پر …

نور... »