عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۳ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمیته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه ښيي او زیاتوي، چې روان تاوتریخوالي خبریالان اړکړي، چې پر ځينو موضوعاتو سترګې پټې کړي. په افغانستان کې د نا امنیو او تاوتریخوالي له زیاتیدو څخه خبریالان هم خوندي نه دي ورسره د تاوتریخوالي پېښې د ټکان …

نور... »

ارګ وزارتونو، ولایتونو او ریاستونو ته نوي نوماندان غوره کړي

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر پر بېلابېلو فرمانونو ترانسپورت وزارت ته حمید طهماسي، سرحداتو وزارت ته محمد شفیق ګل آغا شېرزی ، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ریاست ته عبدالمتین بیګ، تخار ولايت ته فضل الله مجددي، د وګړیو د احوال لیکلو ریاست …

نور... »

ګلبدین حکمتیار په حکومت کې د ګډ کار تیاری ښودلی

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار په لومړیو کې ویلي وه، چې له حکومت سره د ګډ کار نیت نلري؛ خواوس یې د اصلاحاتو او چارو د سمون لپاره د حکومت په سیاسي او پوځي برخه کې د ګډ کار تیاری ښودلی دی. له ملي وحدت حکومت سره د سولې …

نور... »

د ننګرهار په هسکه مېنه کې د فاتحې مراسم بمبارد شوي

 د ننګر هار ولایت د اړوند سیمې خلکو ویلي، چې نړیوالوځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د فاتحې مراسم بمبارد کړي، چې په کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او اته ټپیان دي. دوی په ډاګه کړې، چې د امریکا جنګي الوتکو د یکشنبې پر ورځ(د زمري لومړۍ) …

نور... »

د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د سیمې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي. …

نور... »

د غور په تیوره ولسوالی کې داعشیانو له شپیته ډېرطالبان وژلي

د غور په تیوره ولسوالی کې د طالبانو او داعش په نښته کې له  شپیته ډېرطالبان وژل شوي، چې مړي یې د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ ته لیږدیدلي دي. د فراه د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وايي، پرون مازیګر د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ملي وحدت حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې ګڼي او پر ټولو سیاسي خوزښتونو غږ کوي، چې د هېواد د دښمنانو په وړاندې یو موټی شي. په هېواد کې د جګړې لمن ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده؛ د …

نور... »

د کابل ښار په ځانمرګي برید کې ۶۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د زمري ۲ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرګي بریدګر ۲۴ ملکي وګړي وژلي او۴۲  نور یې ټپیان کړي دي. پېښه نن سهار۶:۵۰  هغه مهال رامنځته شوې، چې یو …

نور... »

د یو شمېر ډلو شخصي غوښتنې باید ملي ګټي قرباني نه کړي

د هېواد اجرائيه ريیس وايي، چې د یو شمېر ډلو شخصي غوښتنې باید ملي ګټي قرباني نه کړي. د حکومت خلاف سیاسي خوځښتونو او ډلبندیو چارواکي اندېښمن کړي دي او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وېره څرګندوي؛ که روان وضعیت خوندي نشي، دښمن به ګټه وکړي. نوموړي …

نور... »

ناامني د سیلانیانو په وړاندې ستر خنډ دی

افغان ولسمشر وايي، چې که ناامني نه وي، افغانستان ته به په کال کې له دوه تر پېنځه میلیون سیلانیان راشي. افغانستان د توریزم لپاره په زړه پورې سیمې لري؛ خو د ناامنیو له کبله دغه صنعت له ګڼو ستونزو سره مخ دی. ولسمشر محمد اشرف غني، چې پر توریزم …

نور... »

جګړه نوي پړاو ته ننوتې او مخالفینو خپلو بریدونو ته زور ورکړی

د ملي دفاع وزارت وايي، چې جګړه نوي پړاو ته ننوتې او وسلوالو مخالفینو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او  د هېواد په څوارلس سیمو او ولایتونو کې له وسلوالو سره سختې جګړې روانې دي. له تېرو څو ورځو راهیسې جګړو یو ځل بیا په ناببره توګه زور اخیستی …

نور... »

په افغانستان کې ملګري ملتونه له ملکي تلفاتو اندېښمن شوي

د افغانستان د پېچلې جګړې دروند پیټي د ولسي افغانانو پر اوږه پروت دی؛ خو د ملګرو ملتونو د تازه رپوت په لړ کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یو زر و شپږ سوه دوه شپیته ولسي وګړي وژل شوي او درې زره شپږ …

نور... »

ولسمشر غني د انترنت یا سایبر قانون توشیح کړ

د افغانستان په سویل کندهار ولایت کې د نوري فایبر د لومړۍ دستګاه د پرانیستلو پر مهال چارواکو  د انترنیت یا سایبر قانون له توسیح خبر ورکړ او ژمنه وشوه، چې تر پېنځه کلونو پورې به افغانستان له انترنتي پلوه په خپل ځان بسیا شي او د ګاونډ له انحصار …

نور... »

په کندوز کي د برښنا یوه ستنه جګړې زیانمنه کړې

د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي، په کندوز کي د برښنا یوه ستن له جګړې  زیانمنه شوي؛ نو، ځکه په کابل ښار کي د برښنا بهیر ټکنی شوی. کابل ښار د هوا له تودیدو سره د برښنا د ټکني کیدو بهیر زور اخستی، چې کابل ښاریان له دې حالته سر …

نور... »

په خيبر ايجنسۍ کې داعش ضد عمليات پيل شول

 د پاکستان پوځ د دوشنبې پرسهار د خیبر ايجنسۍ په قبايلي سیمه کې د داعش پر ضد خیبر څلور نومي عمليات پيل کړل. د پاکستان رسنیو د جنرال غفور له خولې لیکلي، چې د خیبر ايجنسۍ په راجگال سیمه کې د داعش وسلوالو پر ضد عمليات پيليږي او له افغان …

نور... »

عطا محمد نور حکومت د میلیونونو دالرو پرغلا تورن کړ

د بلخ والي عطا محمد نور پر ملي وحدت حکومت تور لګوي، چې میلیونونه دالر یې غلا کړي دي. د بلخ والي عطا محمد نور دا ځل پر حکومت تندې نیوکې پیل کړې، ظاهراً د ده غبرګون د سیاسي ائتلاف په اړه د ولسمشر نیوکو ته متوجه و. دی زیاتوي؛ …

نور... »

ځينو کړیو پر افغانانو ژوند تریخ او هېواد یې له سقوط سره مخ کړی

د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي، چې قومي، ژبنیو او مذهبي فشارونو افغانان له سخت کړاو سره مخامخ کړي او نږدې ده، چې د ده په وینا د افغانانو ټولې قربانۍ پر سیند لاهو شي. د ملي وحدت حکومت د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، سخت دریځې او مخالفې …

نور... »

د افغانانو محور نومي اپوزیسیون خپل شتون اعلان کړ

د ملي وحدت حکومت د افغانانو د محور په نوم له یوې بلې اپوزیسیوني ډلې سره مخ شو، چې مشري یې د ملي امنیت د پخواني رييس رحمت الله نبیل او  د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د پخواني حکومت د ځينو نورو چارواکو …

نور... »

حکومت په وزیر اکبر خان څلور لاري کې دروازه جوړوي

په داسې حال کې، چې د امنیت شورا د ښار له بېلابېلو برخو څخه د کانکریتي خنډونو د لیرې کولو امر کړی؛ خو حکومت په وزیر اکبر خان سړک ګې تازه خنډونه ایښي او زنبق څلور لارې ته تلونکې لار یې تړلې ده. حکومت تر اوسه په دې اړه څه …

نور... »

د هلمند د ناوې ولسوالې د بېرته نیولو عملیات پيل شول

د هلمند والي ویاند وايي، د هلمند د ناوې ولسوالې د بېرته نیولو عملیات نن سهار پېنځه بجی پیل شوي او اوس هم روان دي. عمرځواک زیاتوي، تر دې دمه د یادې ولسوالی هغه امنیتي کمربندونه مات شوي، چې وسلوالو طالبانو جوړ کړي وه او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ د …

نور... »