عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ماليې وزیر اکلیل حکیمی له خپلې دندې استعفا وکړه

د ملي وحدت حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمی نن له غرمې مخکې ( سې شنبه د چنګاښ ۵) په یوه جوړه شوې خبري ناسته کې له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه. ښاغلي حکیمي د عوایدو ډېریدل او د بهرنیو مرستو جذبول خپلې لاسته راوړنې ونومولې؛ خو دا یې هم …

نور... »

په هېواد کې د تېلو بیه لوړه شوې او د تصدۍ کارکوونکي دنده غواړي

 د کابل د تېلو په پمپونو کې بیې لوړې شوې، چې د دوشنبې پر ورځ یو لیتر پترول په ۵۳ افغانۍ پلورل کیدل؛ خو د نفتي توکو تصدۍ نږدې ۵۰۰ کارکوونکي له دندې لیرې شوي. د کابل ښار په بېلابېلو تېل پمپونو کي پر مختلفو قیمتونو تېل پلورل کیږي، چې …

نور... »

د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له بشپړ غور وروسته په ډاګه کړې، چې د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د دغه ولایت د قومي مشرانو، سیمه ییزو چارواکو، ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست له بشپړ …

نور... »

ملګري ملتونه دې په افغانستان کې سولې او اوربند ته لار پرانیزي

د سولې او اوربند ولسي کاروان، چې له هلمنده کابل ته پلی رارسیدلی؛  د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یې خپله دوه یمه اعتراضیه ورځ هم تېره کړه. له هلمند څخه د سولې او اوربند په تمه راوتلی ولسي خوزښت، چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د …

نور... »

په فاریاب ولایت کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه ویجاړ شول

دفاعي چارواکو څرګنده کړې، چې د فاریاب په غورماچ ولسوالې کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي؛ دا مرکزونه د غورماچ په عاشور زایي سیمه کې ول، چې تل به یی امنیتي پوستې او مرکزونه له …

نور... »

هیڅوک له نامسوولو وسلوالو ملاتړ نشي کولی- د بلخ والي

په بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د سیاسي ګوندونو مشرانو او زورواکانو ته ګواښ کړې، چې د نامسوولو وسلوالو له ملاتړه دې لاس واخلي. په مزار شریف ښار کې د جنایي جرمونو له ډېریدو وروسته د بلخ والي په مشرۍ د سیاسي ګوندونو او امنیتي مسوولینو په مشرۍ امنیتي …

نور... »

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان بریالی شو

د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر اعلام کړه، چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر سعدي ګوون اعلام کړه، چې ښاغلی اردوغان د ولسمشریزو ټاکنو په …

نور... »

په غزني کې دوه پولیس د مهماتو او پوځي جامو د پلور په تور نیول شوي

د غزني امنیه قومندان وایي، چې د مهماتو او پوځي جامو د پلور پر تور شاکر او صفی الله نومي دوه پولیس لاس په لاس نیول شوي، چې له کلونو را پدیخوا یی په غزني کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده. د دې ولایت امنیه قومندان فرید احمد …

نور... »

د سولې کاروان په کابل کې د یوناما مخې ته خیمه ودروله

په هېواد کې د سولې او اوربند د ټینګولو لپاره د هلمندي ځوانانو پر نوښت جوړ شوي کاروان په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته درې ورځنۍ خیمه ودروله. د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره دغه مدني خوزښت له هغې وروسته د ملګرو ملتونو دفتر مخې …

نور... »

طالبانو په وردګ ولایت کې پوستې نیولي؛ وسلې او مهمات یې وړي

وسلوالو طالبانو د وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي؛ له لس ډېرې پوستې یې نیولي، وسلې او مهمات یې هم وړي دي. جلریز د وردګ ولایت له مرکز میدانښار سره په خوا کې هغه ولسوالي ده، چې په کې ګڼشمېر وسلوال طالبان …

نور... »

ولسمشرۍ د اوبو او برښنا وزیر په اړه خپور شوی خبر رد کړ

د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي د ولسمشر غني د ځانګړیو ساتونکیو(پي پي اس) په اړه خپاره شوي خبرونه، چې ګویا د اوبو او برښنا وزارت ته دننه شوي او وزیر یې تر کوره رسولی؛ یوه بنسټیزه تېروتنه ګڼلې ده. نن له غرمې مخکې داسې ګزارشونه خپاره شول، چې ګویا …

نور... »

د ترکیې ولس په هېواد کې د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي

د ترکیې خلک او په تېره ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د خپل هېواد د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي. ځینې کتونکي دا ټاکنې په تېرو نوي کلونو کې کله، چې مصطفی کمال اتاتورک عثماني خلافت ړنګ کړ؛ تر ټولو مهمې او برخلیک ټاکونکې بولي. د نننیو ټاکنو ارزښت په …

نور... »

د طالبانو د سولې او جګړې پرېکړه د پاکستان آی اس آی کوي- سالنګی

د فراه والي وایې، طالبان پخپله له جګړې ستړې شوي او خبرو ته تږي دي؛ خو د پاکستان آی اس آی یې مخه نیسي. ان پر تېر درې ورځني اوربند یې هم ګواښلي دي.   پر فراه ښار د طالبانو په وسلوال برید کې د دغه ولایت د امنیت آمر …

نور... »

ولسمشر غني په ولایتونو کې د اوربند مدیریت وستایه

ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ غرمه مهال د هېواد د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویدیو کنفرانس له لارې د اوربند مدیریت ستایلی او د لویو لارو، د ښارونو د مرکزونو او نورو اړوند سیمو د امنیت پر خوندیتوب یې ټینګار څرګند کړ. د ولسمشرۍ …

نور... »

په غزني کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول

سیمه ییزوچارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه په غزني کې یو ځل بیا د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول او ځاني زیان هم وراوښتی دی. د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په ګیرو او اندړ ولسوالیو کې طالبان پر شا وتمبول شول. په خبرپاڼه کې …

نور... »

په کلیوالي سیمو کې د نوملیکنې بهیر د چنګاښ تر ۱۵ وغزول شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کلیوالي سیمو کې د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د چنګاښ تر ۱۵ تمدید کړ، چې په دې توګه د خلکو حق ضایع نشي؛ خو وایي، چې د ټاکنیزو توکو کموالی یوه ستره ستونزه ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي: شاوخوا …

نور... »

طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې موازي حکومت جوړ کړی

د بریتانیا د بهرنۍ پراختیا انستیتوت نویو څېړنو په ډاګه کړې، چې طالبان اوس ځان ترهګره ډله نه بولي، بلکې په افغانستان کې د حکومت د نیولو هڅې تر سره کوي. په دې څېړنه کې راغلي، چې طالبان اوس د تېر په پرتله له یووالي برخمن شوي؛ په تر واک …

نور... »

پاکستان ته د ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو

د ننګرهار والي ویاند وایي؛ نږدې شپاړس ټنه ګرانبیه ډبرې، چې تر هندوانو لاندې په یوه لارې کې ځای پرځای شوې وې په تورخم کې د کمیسارۍ د پولیسو له خوا نیول شوې دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د کرومیتو دا ډبرې له شېرزاد ولسوالۍ څخه د …

نور... »

حکومت طالبانو ته د ځانګړیو سیمو د پریښودو هڅې پیل کړي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ حکومت طالبانو ته د هېواد د ځینې سیمو د پریښودو هڅه کوي، چې دا نه یوازې د خلکو او افغان ځواکونو له وینو سره ستر خیانت دی، بلکې هېوادنۍ لاسته راوړنې مو باید د سولې له خبرو قرباني نشي. د طالبانو له درې ورځني …

نور... »

طالبانو د سولې لپاره د هلمندي سوله غوښتونکیو غوښتنې ونه منلې

د سولې ولسي کاروان له طالبانو د اوربند غزول او د سولې خبرو پیل وغوښت؛ خو طالبانو نه یوازې د دوی درې ورځني ضرب الاجل ونه مانه، بلکې غوښتنې یې هم رد شوې. د سولې لپاره د ولسي خوزښت مسوول اقبال خیبر د څرګندونو له مخې؛ دوی په یوه لیک …

نور... »