عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د مونیخ کنفرانس د پاکستان د منزوي کولو لپاره ښه فرصت دی

سیاسي کارپوهان وایي، چې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس د پاکستان د منزوي کولو لپاره ښه فرصت دی. د مونیخ دريپنځوسم نړیوال کنفرانس دا ځل په نړۍ کې پر ترهګریزو پېښو او له دې پېښو سره د ټینګار پر څرنګوالي را ټول دی. افغان حکومت هیله من دی، چې دا …

نور... »

ولسمشرۍ ماڼۍ دې د ټاکنو پرځانګړې تګلارې ټینګار وکړي

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې د ټاکنیز مهالوېش پر ځای د ټاکنو پرځانګړې تګلارې ټینګار وکړي. ټاکنې په کومو شرایطو کې؟! د هېواد نیمایي برخه ناامنه ده او په ډېرو برخو کې د ټاکنیزو حوزو فعالول او جوړول ناشونې ښکاري. دغسې د ۲۰۱۷  میلادي کال ټاکنو …

نور... »

د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې لپاره ځانګړی ځای نلرو

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو لس کلو نو کې د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې  لپاره له ځانګړي ځای برخمن نشو. د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین  وايي، له تېرو لس کلونو راهیسې د سوداګرۍ  وزارت  ته  وړاندیزونه کوو، چې  د کورنيو تو لیدا تو د …

نور... »

له سمونونو پرته به ستونزمنه وي، چې اوسنی نظام دوام وکړي- سیاف

د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس، چې له افغانستان څخه د شوروي لښکرو د  وتو د اته ویشتمې کلیزې په مناسبت د لویې جرګې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل؛ له سمونونو پرته به ستونزمنه وي، چې اوسنی نظام دوام وکړي. د حراست او …

نور... »

ولسمشر غني د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې نوې مرسته غواړي

د پنجشنبې پر ماښام ولسمشر غني او ځینې حکومتي چارواکي د آلمان د مونیخ ښار ته روان شول، چې د مونیخ ښار په جوړیدونکي امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي. ولسمشر محمد اشرف غني به د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې له نړیوالو وغواړي، چې له افغانستان سره د تاوتریخوالي …

نور... »

نور به هیڅ افغان له پاکستان څخه په جبري توګه ونه ایستل شي

په پاکستان کې د هغو کډوالو لپاره د ۲۰۱۷ کال تر پایه د اوسیدو اجازه ورکړشوه، چې په هغه هېواد کې د استوګنې قانوني کارتونه لري.    اجرائیه ریاست وایي، د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پرېکړې له مخې، د یو اعشاریه درې میلیون افغانانو  …

نور... »

په هلمند کې روسیه، ایران او پاکستان له طالبانو پوځي ملاتړ کوي

                  د هلمند پوځي قومندان ټینګار کوي، چې طالبانو ته درې بهرني هېوادونه پرمختللي وسلې وړاندې کوي او د دغو هېوادونو قومندانان په دې ولایت کې جګړه رهبري کوي.  آریانا نیوز خبریالان باعث حیات، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی …

نور... »

داعش په ننګرهار کې لسګونه ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک د داعش له ظلمونو تر پوزې راغلي او څرګندوي، چې داعش یو شمېر ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي دي.   داعش په خپلو واک سیمو کې خلکو ته ویلي وه، چې د خپلو پېغلو لوڼو د شمېر په تناسب پخپلو …

نور... »

ناتو او دولتي ځواکونه هغه سیمې بمباردوي، چې خلک یې له طالبانو ملاتړ کوي- وزیری

د ملي دفاع وزارت ویاندوايي؛ناتو او دولتي ځواکونه پرهغو سیمو بمباردکوي،چې د سیمې خلک یې له وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي. په هملند کې د امریکايي ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کې د ولسي وګړیو پرتلفاتو، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم خپله غوصه ښودلې ده. ناتو وايي،چې …

نور... »

فرانسې له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه

د ماليي وزارت مسوولین وايي،  د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه. په کابل کې د فرانسې د سفیر او د مالېې وزارت ترمنځ د ۶۱،۵ میلیون بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک شو. د ماليې وزیر وايي، چې دغه مرسته به د کابل او …

نور... »

د هلمند د سنګین ولسوالۍ په ګډو عملیاتو کې د دوه کورنیو۲۲غړي وژل شوي

د هلمند ولایت عملیاتي چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د تېرې جمعې په ګډو عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو پر هوایي برید د دوه کورنیو۲۲ غړي وژل شوي دي. په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتي مسوول د دغې څرګندونې تر څنګ څرګنده کړې، چې …

نور... »

له ۱۰۰۰ ډېر پولیس سرتېري له چارواکو سره ګرځي- عتیق الله امرخېل

پولیس د ټولنې خدمتګار او د هېوادوالو د امنیت ساتونکیودنده لري؛ خواوس له ۱۰۰۰ډېرافغان سرتېري د لوړ پوړیو دولتي چارواکو د امنیت ساتنې پردنده اخته دي.  پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، چې په پوځي قطعوکې د سرتېرو ، وسلو او مهماتو د کمي له کبله  یو شمېر سیمې سقوط …

نور... »

په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو تر سره کول امکان نلري- یوسف رشید

حکومت اعلان وکړ، چې پارلماني ټاکنې به په راتلونکي کال کې کوي؛ خو څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې د ټاکنو د شفافیت لپاره اساسي کار نه دی شوی او اصلاحات نه دي راوستل شوي. د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید په ډاګه کړې، چې …

نور... »

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه کې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات پیل شول

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر وړاندې پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي. د ۲۰۱سیلاب قل اردو ویاند ډګروال شیرین آقا وایي ګډو ځواکونو د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل …

نور... »

د وسلوالو خلاف هوایي عملیات د پام وړ لاسته راوړنې لري- دولت وزیری

دفاع وزارت وایي، د وسلوالو خلاف هوایي عملیات د پام وړ لاسته راوړنې لري. د جګړې کابو کولو او د وسلوالو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه ډېر مهم بلل کیږي او دا د ځمکنیو ځواکونو لپاره ډېرګټور پریوځي؛ خو تل په دې بریدونو کې د ملکیانو په نښه کیدل هغه …

نور... »

د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې تر کره کتنې لاندې نیول شوي

د مدني ټولنو نهو بنسټونو د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې څارلي او هغه یې تر کره کتنې لاندې نیولې دي. د حکومت مشرانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال او د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته خلکو ته ژمنې ورکړې،چې د مدني بنسټونو په باور حکومت د …

نور... »

جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو نهو ساتونکیو د نیولو مخنیوی کړی

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۹ ساتونکي د لویې څارنوالۍ په امر د احمدایشچي لهادعا سره سم باید د پولیسو لخوا نیول شوي وای؛ خو دوستم یې د نیولو مخه نیولې ده. دوه میاشتې کیږي،چې د احمد ایشچي قضیه پیل شوې؛هغه قضیه،چې د نوموړي په وینا د …

نور... »

يه زابل کي لاريونکوونکيو د کندهار – کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله

په زابل کي قهريدلو لاريونکوونکيو د کندهار- کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. ياد لاريون، چي د شنبې په ورځ( د سلواغې ۲۳)  د دې ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کي سلګونه اوسيدونکیو پيل کړی؛ موخه يي په دې ولسواليو کي د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو بنديدل …

نور... »

روسیه د افغانستان په اړه له امریکا او ناتو سره همکارۍ ته چمتو ده- کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، چې هېواد یې چمتو دی له امریکا او ناتو هېوادونو سره د افغانستان په اړه همکاري وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې له واشنګتن او د ناتو له نورو غړیو  هېوادونو سره د …

نور... »

حکومت خصوصي سکتور ته پر سیلوګانو د پانګونې اجازه نه ورکوي

د سوداګرۍ اوصنایعو خوني مسوولین وايي؛ په داسې حال کې، چې د کرنې اومالدارۍ وزارت پخپله د سیلو ګانو د فعالولو توان نه لري؛ خصوصی سکتورته هم اجازه نه ورکوي، چې د سیلو ګانو پر فعالو لو پانګو نه وکړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال بازمحمد افسرزی په …

نور... »