عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ۲۰۱۶ کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې ملکي تلفات ډېر شوي-ملګري ملتونه

د دوشنبې په ورځ  د ملګرو ملتونوټولنې خپل یو ګزارش خپور کړ، چې د روان میلادي کال د لومړنیو شپږ میاشتو په بهیر کې ۱۶۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتو ټولنې د مرستیالۍ پلاوي د بشري حقونو څانګې(یوناما) په دې ګزارش کې د ۱۶۰۱ ملکیانو له وژنې …

نور... »

دهمزنګ څلورلاری، د شهداوو چوک شو

ولسمشراشرف غني د دهمزنګ څلورلاری د شهداووچوک ونوماوه. د ولسمشرۍ د اعلامیې له مخې؛ د تېرې ورځې د ترورستي برید د قربانیانو ارواحو ته د درناوي په نیت دغه څلورلاری د شهداوو چوک ونومول شو، چې راتلونکي نسلونه د یموکراسۍ او ولسواکۍ له پاره د دغه ښار د ښاریانو سرښندنه …

نور... »

حنیف اتمر روسیې ته ولاړ

نن سهار د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر روسیې ته ولاړ. د دغه سفر موخه له روسي چارواکو سره د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه هر اړخیزې خبرې ښودل شوې دي. د ملي امنیت مشاور د تویتر پاڼې له مخې؛ دواړه خواوې به افغان امنیتي ځواکونو …

نور... »

نن ولسمشر غني په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی

د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روشنایي جنبش پر لاریون له پرونیو ځانمرګو بریدونو وروسته، چې اتیا کسه په کې ووژل شول او ۲۳۰ نور ټپیان دي؛ افغان ولسمشر نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د پروني برید …

نور... »

په بلخ کې لسګونه طالبان د ملا رسول له ډلې سره یو ځای شول

آریانا نیوز ته  رسیدلي تصویرونه ښیي،چې د ملا هبت الله د ډلې لسګونه وسلوال د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې له ملا رسول سره بیعت کړی دی. د چمتال له پاره د طالبانو د ولسوال قاضي نور محمد په مشرۍ لسګونه وسلوال طالبان،چې د البرز غره په کلي کې د …

نور... »

زینب هغه نجلۍ وه، چې د سترې محکمې پر ساتونکیو د برید پر تور ووژل شوه

زینب د پنجشنبې په ورځ د کابل د پولیسو لخوا د سترې محکمې پر ساتونکیو د بریدپه تور ووژل شوه اومړی یې دمرکزي بغلان ولسوالۍ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.  د د زینب پلارعبدالرحمن ادعا کړي،چې پولیسو یې د لور پر وړاندې غیر مسلکي عمل کړی …

نور... »

روشنایي جنبش د شنبې په ورځ د پراخ لاریون په تر سره کولو ټینګار کوي

 د روشنایِ جنبش ځینو غړیو د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د مصلا تر څنګه په یوه غونډې کې وویل؛د شنبې په ورځ به د ترکمنستان د وارداتي برښنا د مزي مسیر د بدلولو له پاره د کابل واټونو ته را ووځي. د روشنایي جنبش غړی داوود ناجي وایي، تر …

نور... »

نړیواله ټولنه د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي- غني

ولسمشرغني د حراست او ثبات شورا د مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د وارسا په ناسته کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ سیمې ته یو واضح پیغام درلود او هغه دا، چې د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي …

نور... »

د ولسمشر د تقنیني فرمان ګډې کمیټې ته لس کسان د رایو په اکثریت غوره شول

ولسي جرګې له دوهاوونیو ناندریو وروسته لس تنه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشرد تقنیني فرمان ګډې کمیټې ته وروپېژندل اود رایو په اکثریت یې وټاکل. د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیروايي،چې حکومت باید په ټاکنیزو بنسټونو کې ژور اصلاحات راولي او پارلماني ټاکنې د خلکو له غوښتنو …

نور... »

کابل ښاروالۍ د زورواکانو، غاصبانو او پوروړیو پر وړاندې کم ساري اقدامات پیل کړي

د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي، یږ شمېر زورواکانو، غاصبانو او پوروړیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړ شوی، چې  خپل ناقانونه اقدامات پای ته ورسوي؛ له دې پرته به یې ودانۍ او ځایونه وتړل شي. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پر خلکو یې پورونه له څلور میلیارد افغانیو اوړي. د …

نور... »

افغانستان اوس د خبرو میز ته د طالبانو د حاضرولو تکل نه لري

د افغانستان دولت د خبرو میز ته د طالبانو د حاضرولو په تکل کې نه دی. دغه خبره له هغې وروسته مطرح کيږي، چې د روان کال په لومړيو کې د څلور هېوادونو په ګډون د سولې له پاره هڅو پایله ورنکړه. د افغانستان د ولسمشرویاند، هارون چغانسوري ویلي، چې …

نور... »

پاکستان د نړیوال تروریزم ستر ملاتړی دی -ر. نبیل

د افغانستنان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له تروریزم څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه يو شمېر اسناد وړاندې کړي او وایي، پاکستان د نړیوال تروریزم ستر ملاتړی دی. د افغانستان د استخباراتو دغه پخواني مشر پخپله یوه خپره شوې لیکنه کې په ډاګه کړې، چې …

نور... »

پروموت افغان نجونو ته د پنځه کلنو درسي بورسیو پروګرام اعلام کړ

د امریکا د پرمختیا نړیوالې ادارې افغان نجونو ته د پنځه کلنو درسي بورسیو پروګرام اعلام کړ. په آسیا فونډیشن کې د ښځو د رول د پیاوړتیا څانګې مشره ثریا عمريوایي، دغه بورسیې د هغو نجونو حق دی،چې اقتصاد یې کمزوری دی او کانکور کې پاتې راغلي دي.  په  دغو …

نور... »

ولسمشر غني د کابل د وروستي خونړي برید له ټپیانو لیدنه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د میدان وردګو  د پولیسو روزنیز مرکز د هغو ټپیانو د حالت  پوښتنه وکړه، چې دا مهال د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.  ولسمشر ویلي؛ د کومو ټپیانو درملنه، چې په هېواد کې ممکنه نه وي؛ په …

نور... »

پاکستان داعشیانو ته نوي مرکزونه جوړوي

د افغانستان ملي امنیت شورا یو لړ داسې اسناد تر لاسه کړي، چې پاکستان په خپله خاوره کې داعشیانو ته نوي مرکزونه او پناځایونه جوړوي. د هېواد د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر وایي، پاکستان هڅه کوي، چې د داعش د تور رنګه بیرغ تر ملاتړ لاندې د …

نور... »

دواړه غاړې به پر دیورند کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نیسو-نفیس زکریا

د پاکستان چارواکي ويلي، چې له افغانستان سره د ګډ ميکانيزم پر سر له هوکړې وروسته يې خپلې غاړې ته مديريتي کارونه پيل کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د تورخم په سرحدي کرښه کې د افغان او …

نور... »

داعش هغه تروريستي ډله ده، چې ملي حاکميت نه مني- اتمر

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هیڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.  نوموړي دا خبره د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې کړې ده. د اتمر په وينا؛ داعش …

نور... »

ولسمشر غني ته د سوریې د نظام د مخالفینو لیک رسیدلی

د افغانستان حکومت مني، چې د سوریې د نظام د مخالفینو له لوري یو لیک د ولسمشر غني تر سرلیک لاندې ور رسیدلی؛ خو حکومتي منبع په ډاګه کړې، چې د افغانستان دولت له نورو دولتونو سره په اړیکه  کې دی، نه له ډلو سره.  کوم لیک، چې د سوریې …

نور... »

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سیاسي او تخنیکي میکانیزم هوکړه شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل او اسلام اباد پر یوه میکانیزم هوکړه کړې، چې موخه يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو موضوعګانو په اړه همغږي او مشوره کول دي. ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان …

نور... »

په روژه کې د بيات بنياد د مرستو لړى غزني ته ورسيده

په روژه کې د بیات بنیاد په مرستو کې اوړه ، غوړي ، وريجې، مالكه، چاى او د ماشومانو له پاره ځواکمن خوراکي توکي د شامل دي، چې پر بېوزلو كورنيو ووېشل شول. په غزني کې ځوانې او زړې ښځې له بېوزلۍ او فقر له لاسه ځوريږي او په دې …

نور... »