عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ننګرهار په حصارک کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او۷ نور نیول شوي

حصارک د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د وسلوالو طالبانو له خوا ترسختې محاصرې لاندې دی.  د ننګرهار ولایتي شورا رییس وايي، په حصارک ولسوالۍ کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او اووه وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي. د نوموړي په وینا؛ دلته شپږ سرتېرو د امکاناتو د نشتوالي پرلامل ځان وژنه …

نور... »

د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی

افغان حکومت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د څرګندونو په غبرګون کې وايي، ټول هغه اسناد،چې افغان امنیتي ادارو ترلاسه کړي ښيي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی وه ولسمشرمحمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په …

نور... »

د تصدیو پنځوس زره جیر یبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخ ده

د ماليه وزارت د تصدیوعمومي رییس وا يي، د هېواد  له شپږ دېرش تصدیو څخه  لس يې فعالې او نورې له فعالیت لویدلې دي. د مالیه وزارت د تصدیو عمومي رییس ابراهیم شمس وايي، چې د دغو تصدیو نږدې پنځوس زره جریبه ځمکه د ټول هېواد په کچه د محلي …

نور... »

د ملي وحدت حکومت مشرانو د دوه یم پړاو خبرې کړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي وحدت حکومت ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېر ماښام د دوه یم پړاو مخامخ خبرې اترې تر سره کړې دي. د افغان حکومت د مشرانو مخامخ خبرې په حکومت کې له روان سیاسي کړکېچ څخه پر وتلو او د دغه …

نور... »

د کابل پر امریکایي پوهنتون برید له پرمختګ سره دښمني ده- غني

,ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پر افغانستان امریکایي پوهنتون د پرون شپې تروریستي برید د هغو ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنې ته ورغی، چې په ایمرجنسي روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې دي. ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د تېرې …

نور... »

ډېر ژر به له ولسمشر غني سره د اختلافاتو د حل پایله په ډاګه شي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، ډېر ژر به له ولسمشر غني سره د اختلافاتو د حل پایله په ډاګه شي. اجرائیه رییس وایي، ملي وحدت حکومت په تېرو دوه کلونو کې د ښکاره لاسته راوړنو تر څنګ ستونزې هم لري. د نوموړي په وینا؛ له ولسمشر سره مې …

نور... »

د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ پرانستل شوه

د دوشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ ۱۳۹۵ل ) له غرمې مخکې د بهرنيو چارو وزارت ستوري ماڼۍله بیا رغونې وروسته د ولسمشر په پرانستونکې وینا پرانستل شوه.  افغان ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې یو ځل بیا له هند څخه مننه وکړه، چې د ستوري ماڼې په بیا …

نور... »

د هلمند مركز لښكرګاه ته ګڼ شمېر امريكايي سرتېري رارسیدلي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېرامريکايي سرتېري له هغې وروسته ځای پرځای کيږي، چې دغه ښارتر نسبي محاصرې لاندې اوغزيدلې لارې يې ټولې د وسلوالو طالبانو لخوا تړل شوې دي.  د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، ډېرشمېرسرتېري، چې کره شمېر يې نه دی روښانه د يکشنبې په …

نور... »

د ټاکنو قانون د طرحې په اړه د کابینې غونډه بې پایلې تر سره شوې

د ټاکنو د قانون د طرحې او د ولسمشر د فرمان په اړهد کابینې غونډه پرون بې نتیجې پای ته ورسیدهاو د دې مسودې برخلیک روښانه نه شو.  د ولسمشر ویاند وایي، دا طرحه د کابینې په غونډه کې تر بحث لاندې راغله؛خو د کابینې د غړیو لخوا په کې …

نور... »

امریکا پر افغانستان د شپیتو میلیون دالرو پر ارزښت وسلې پلوري

امریکا وايي، پر افغانستان یې د ځينو وسلو د پلور مسوده تصویب کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ امریکا به ډېر ژر د شپېته میلون دالرو پر ارزښت هغه وسلې افغانستان ته وسپاري، چې افغان حکومت یې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ورته …

نور... »

امریکا له غني او عبدالله څخه د خپلمنځيو اختلافاتو د حل غوښتنه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او اجرائيه رییس عبدالله سره په تیلیفوني خبرو کې  د هغوی د خپلمنځي اختلافاتو د حل غوښتنه کړې ده. د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو کلیدي لوبغاړي جان کري له ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله سره د پنجشنبې په …

نور... »

ولسمشر او اجرائیه رییس به ډېر ژر ډاډمنه هوکړه وکړي- امید میثم

اجرائیه ریاست وایي،چې ولسمشر او اجرائیهرییس به د کړکیچونو پر حل ژر هوکړې ته ورسیږي. ټولو دې ته سترګې نیولي،چې د ولسمشر او اجرائیهرییس تر منځ را ټوکیدلی اختلاف پای ته ورسیږي. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم  وایي،چې ولسمشر باید د حکومت سیاسي هوکړه لیک له هر ډول …

نور... »

د ملي وحدت حکومت د خلکو باور نه دی خپل کړی-محمد محقق

 د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال وایي؛ د ملي وحدت حکومت نه دی توانیدلی، چې د خلکو باور خپل کړي.  محمد محقق باوري دی، چې د سیاسي مشرانو خپلمنځي اختلافات کولی شي نظام راوپرځوي. دوه کاله پوره کیدونکي دي، چې د ملي وحدت حکومت کار پیل کړی؛ خو د سیاسي …

نور... »

له لس کلن ځنډ وروسته امریکایي ځواکونو بي-۵۲ الوتکې کارولي

  له شاوخوا لس کلونو وروسته امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې بي- ۵۲بم غورځوونکې الوتکې د وسلوالو د ځپلو له پاره وکارولې. د امریکا هوایي ځواکونه وایي، له دې الوتکو څخه په دوه تازه هوایي بریدونو کې کار اخیستل شوی دی. په افغانستان کې دغه بم غورځوونکې الوتکې …

نور... »

زمونږ بنسټیزه موخه د ثبات ټینګښت دی- غني

افغان ولسمشروایي، افغانستان له اووه نوي کلونو وروسته له آزادي نه د دفاع له پاره د ژمنې تازه کولو اړتیا لري. ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اووه نویمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، افغانستان به خپل بهرنی سیاست هیچا ته تسلیم نه کړي. هغه زیاتوي، …

نور... »

طالبان هڅه کوي، چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي- دولت وزیری

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي؛وسلوال طالبان یو ځل بیا هڅه کوي،چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:د هلمند د جګړې ډګر؛ځکه تر بل هر ځای ګرم دی،چې پنجابي، ایغور او چچین جګړه مار د وسلوالو طالبانو ملاتړ ته راغلي دي. د …

نور... »

په کابل کې پولیسو د شپږ کلنې هدیې تښتوونکی نیولی

  هدیه د چهارشنبې په ورځ د ترهله زوی سره جومات ته روانه وه،چې د دغه سړي لخوا وتښتول شوه. هدیه اوسهم له تښتونکي ویریږي او پېښه داسې بیانوي: زه یې په جوال کې واچولم او له ځان سره یې یوړم. د هدیېد تره زوی وایي، تښتوونکي غوښتل، چې ما …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش نارسمي ائتلاف رامنځته کړی

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش له څه باندې یوې کلنې جګړې وروسته نارسمي ائتلاف رامنځته کړی دی. د امریکا وال ستریت ژورنال د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان زمان وزیري د وینا له مخې لیکلي، چې د داعش او طالبانو تر …

نور... »

حزب اسلامي د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو شوی

د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو دی. د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان له حکومت سره د دغه ګوند خبرې بشپړې شوي …

نور... »

په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول

په کابل کې  تېره شپه د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان تښتول شوي دي. راپورونه وايي، چې تښتول شوي استادان یو امریکايي او بل استرالیايي دی. شاهدان وايي، تښتوونکیو، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د شپې په اته نیمې بجو یې  امریکايي پوهنتون ته نږدې د …

نور... »