عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د فکرونو د بوختولو لپاره مشورتي غونډې جوړوي- فضل احمد معنوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس وايي، چې کمیسیون د خلکو د فکرونو د بوختولو لپاره مشورتي غونډې جوړوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس فضل احمد معنوي وايي، چې دغه ډول غونډې جوړل یوازې د وخت وژنه ده. دی زیاتوي، چې د رایو د پخوانیو کارتونو پر کارولو او …

نور... »

حکمتیار به په میاشتو کې نه، په څو اوونیو کې هېواد ته ستون شي-امین کریم

 د اسوشیتیدپرس آژانس لیکلي، چې افغانستان ته د حکمتیار په ستنیدو به په سیاسي چاپېریال کې بدلون رامنځته او د طالبانو پرضد جګړه به نوره هم پېچلې شي. د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم اسوشیتیدپرس آژانس ته ویلي، چې حکمتیار به په لنډو څو اوونیو کې کابل ته …

نور... »

افغانستان زیمبابوي ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه

د افغانستان پرمختیايي لوبډلې تېره ورځ په هراره کې د زیمبابوې له الف لوبډلې څخه دوه یمه یوه ورځنۍ لوبه د پېنځه پنځوس منډو په توپیر وګټله. افغان لوبډلې زیمبابوې ته دوه سوه نهه منډې هدف ټاکلی و؛خو د باران د اورښت له کبله آوورونه یو دېرش ته راټیټ شول …

نور... »

په کندهار کې د والي میلمستون ته چاودیدونکي توکي نفوذي کس لیږدولي-داوود ګلزار

د کندهار والي په میلمستون کې د چاودنې څېړونکي پلاوي ویلي؛ چاودیدونکي توکي هغه چا لیږدولي، چې صالون ته یې د تګ راتګ فرصت درلود. د ولسمشر سلاکار او د چاودنې څېړونکي پلاوي غړی داوود ګلزار د نفوذي عامل نوم ورکوي او په پېښه کې پولیس په بې غورۍ تورنوي. …

نور... »

سیاستوال نه پوهیږي، چې د افغانستان په اړه به د ترمپ سیاست څه وي-جولي برمن

یو امریکايي سناتور وايي؛د امریکا د نوي ولسمشر دونالدترمپ له ټاکل کیدو وروسته سیاستوال نه پوهیږي، چې د افغانستان په اړه به د امریکا راتلونکی سیاست څه ډول وي. امریکايي سناتور جولي برمن له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛پوهیدل پرې ډېر ګران دي،چې د افغانستان په اړه  به …

نور... »

په کابل کې د جرمني سفیر له احمد ایشچي قانوني ملاتړ څرګند کړ

څه موده وړاندې د جنش ملي ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي ادعا وکړه،چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وهلی او جنسي تېری پرې شویدي. له دې پېښې څو میاشتې تېرې او د لویې څارنوالۍ پرپرله پسې جلبونو سربېره د ولسمشر لومړیمرستیال حاضر نه شو،چې عدلي او قضايي ارګانونو …

نور... »

په کابل کې د بریتانیا سفیر د نړیوالو مرستو له ضایع کیدو اندېښمن شو

په کابل کې د بریتانیا سفیراندېښمن شوی، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو یوه برخه د اداري فساد له کبله ضایع کیږي. په کابل کې د بریتانیا سفیر دومنیک جرمي پر افغان چارواکو غږ وکړ، چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي کار وکړي او په فساد …

نور... »

اجرائیه ریاست او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له همغږۍ بې برخې دي

په افغانستان کې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې څه کم دوه کاله وځنډیدې او اوس یې هم برخلیک ناڅرګنده دی. یعنې روښانه نده، چې افغانان به په راتلونکیو پارلماني او ولایتي ټاکنو کې د رایو پخواني کارتونه کاروي او که نوي هغه به ووېشل شي. اجرائيه ریاست وايي، چې …

نور... »

د امریکا یو فدرالي قاضي د ترمپ فرمان په لنډ مهاله توګه ځنډولی

د ترمپ هغه فرمان، چې د اووه مسلمانو هېوادونو وګړي تر دوه یم فرمان پورې امریکا ته له تګه منع کوي؛ یوه فدرالي قاضي په لنډمهاله توګه ځنډولی دی. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ  د ترهګریزو بریدونو په وړاندې په مبارزه کېد امریکا پر خوندیتوب ټینګار …

نور... »

حکومت سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا د لېږد تړونونه لاسلیک کړل

حکومت لوګر، پکتیا او خوست ته د برښنا د لېږد تړونونه له هندي کمپنیو سره لاسلیک کړل. د برښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وايي، د دې پروژو بشپړیدو ته دوه کاله وخت ټاکل شوی او د هندي کمپنیو له خوا یې کارونه تر سره کیږي. د برښنا شرکت د …

نور... »

نړیواله ټولنه باید کډوالو ته ځانګړي شوي ۵۵۰ میلیون دالرتائید کړي

د کډوالو وزارت خبرداری ورکوي، چې که نړیواله ټولنه د کورنیو بې ځایه شویو او بېرته را ستنیدونکیو کډوالو ستونزو لپاره د دوی د پېنځه سوه پنځوس میلیون دالر غوښتنه تائید نه کړي؛ افغانستان به په ۲۰۱۷ کال کې له بشري ناورین سره مخ شي. افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې …

نور... »

حکومت دې د پوځي مرکزونو په توګه د ښوونځیو د کارولو مخه ونیسي

د پوهنې وزارت وایي، چې د وسلوالو مخالفینو لخوا د پوځي مرکزونو په توګه د ښوونځیو کارول د اندېښنې وړ او حکومت باید د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. که څه هم په وروستیو کلونو کې په دې اړه یو لړ پرمختګونه رامنځته شوي؛ خو اوس هم د …

نور... »

افغانستان باید ډېر ژر د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته استازی وروپېژني

د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازي نه شتون کولی شي دغه هېواد له ‌‌ډېرو فرصتونو بې برخې او د سوداګرۍ بهیر له ننګونو سره مخ کړي. له کلونو کلونو هڅو وروسته افغانستان وکړی شول، چې تېر میلادي کال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. دې …

نور... »

افغانان به په امریکا کې تر جدي پلټنې لاندې وي-ترمپ

افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې نه دی، چې د امریکا نوي ولسمشر پرې ویزې بندې کړي؛ خو  افغانان به له دې وروسته  په امریکا کې تر جدي پلټنې لاندې وي. د امریکا ولسمشر ترمپ د اې بي سي تلویزیون د خبریال پوښتنې ته په ځواب ویلي؛ تاسې به …

نور... »

آی اس آی طالب مشر ته د ۵۰ لوړپوړيو طالبانو د وژنې امر کړی

د پاکستان استخباراتي سازمان یا آی اس آی طالب مشر ملا هبت الله ته امر کړی، چې د طالبانو پنځوس جګپوړي غړي ووژني. ځینو سرچینو آریانا نیوز ته  ویلي؛ آی اس آی د طالبانو د پنځوس غړیو نوملړ د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته سپارلی، چې لومړی دا …

نور... »

د هېواد صنعتي ودې ته دې ځانګړی بورد رامنځته شي

د صنعتکار رانو ټولنه وايي، چې د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې  لپاره  با ید ځانګړی بورد  رامنځ  ته شي. په تېرو ۱۵ کلونو کې د هېواد صنعتي پارکو نه بېلا بېلو ادارو پورې و تړل شول. لکه د کانونو وزارت، د ایسا اداره او یا د سوداګرۍ وزارت، …

نور... »

د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د ځان ژغورنې زدکړې ورکړشوې

 په خوست کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته وایي، د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د ځان ژغورنې زدکړې ورکړشوې. په خوست کې د خبریالانو خوندیتوب کمیتې مشر سیف الله حیات وایي، د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر خبریالانو ته د دندې پرمهال د ځان …

نور... »

په خوست کې یو تنکی ځوان د سړي تښتوونکیو له منګولو آزاد شو

د خوست امنیه قومندان وایي، دغه شخص تېره شپه د خوست په باک ولسوالۍ کې د پولیسو په یو لړعملیاتو کې آزاد شوی دی. د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله  غیرت وایي؛ دا تنکی ځوان سعید الرحمن ماشوم و، چې سړي تښتوونکو تښتولی و؛ خو له ۵ کاله …

نور... »

په غزني کې ځانمرګي برید دوه کسه ټپیان کړل

د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال یو ځانمرګي برید کوونکي خپل چاودیدونکي توکي، چې په ریکشا کې ځای پرځای شوي وه؛ موخې ته له رسیدو مخکې وچوال. د غزني ولایت امنیه قومندانۍ امنیت آمر اسدالله شجاعي زیاتوي، چې په پېښه کې دوه کسه …

نور... »

ترمپ پر ایرانیانو ویزې بندې کړې

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایراني اتباعو د دېرش ورځو لپاره د امریکا هر ډول ویزې بندې کړې او د بیا پیل لپاره یې پرغور کولو ټینګار هم کړی دی. رسنیو ته دا هم په ډاګه شوې، چې ترمپ د کډوالۍ او گرځندوی ویزې پر ایراني اتباعو تر دېرش …

نور... »