مهم خبرونه

Featured Pasto

نن د وږي ۱۸ د شهید له اوونۍ سره برابره ده

نن په هېواد کې د شهیدانو اوونۍ او په ځانګړي توګه د احمد شاه مسعود ۱۵تلین نمانځل کیږي. احمدشاه مسعود فرزند د دوست محمد خان زوی دی، چې د ۱۳۳۲ ل کال د وږي په ۱۱ د پنجشیر ولایت په جنګلک کلي کې زېږیدلی دی. د احمد شاه مسعود پلار دګروال …

نور... »

په هلمند كې سږکال دوه پنځوس نور ښوونځي هم تړل شوي

په هلمند کې نوی ښوونيزکال په داسې حال کې پيل کيږي، چې اوس يوازې لښکرګاه ښار او د ځينو ولسواليو مرکزونه د دولت تر واک لاندې دي. د هلمند د پوهنې ریيس د دوشنبې په ورځ په دې ولايت کې د نوي ښوونيزکال د پيل پرمهال وويل: په هلمند کې …

نور... »

د صافي هوايي شرکت الوتنې د بنديز په درشل کې دي

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ خپلواکه اداره وايي، چې د صافي هوايي شرکت پر الوتنو بنديز لګول شوی دی. دغه داره وايي، د صافي هوايي شرکت څه باندې يو میليارد او یو سل و دوه پنځوس ميلیونه افغانۍ د حکومت پوروړی دی او خپل پور يې ندی ادا کړی. د …

نور... »

افغان پوځ ته د هند پر مرستو طالبانو نیوکه وکړه

طالبان له هند څخه غواړي، چې افغان پوځ ته دې نظامي تجهیزات نه ورکوي؛ ځکه د دوی په وینا دا د افغانستان له جګړه ځپلي هېواد سره “واضح دښمني” ده. دا لومړی ځل دی، چې طالبان په ښکاره د هند پر مرستو نیوکه کوي او وایي؛ هغه وسلې او الوتکې، …

نور... »

په افغانستان کې ۶۰ سلنه خلک سواد نه لري

په کابل کې د سواد زدکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه، چې اجرائيه رييس او د حکومت نورو لوړ پوړیو چارواکو په کې ګډون درلود.  اجرائيه رييس داکترعبدالله عبدالله په هېواد کې د سواد د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د نالوستو کسانو د شمېرپه اړه اندېښنه …

نور... »

افغان ولسمشر د اسلام کریموف په جنازه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د ازبکستان د جمهور رییس اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ. د ازبکستان چارواکو تائید کړه، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر اسلام کریموف د ۷۸ …

نور... »

په پاکستان کې UNHCR کارکوونکي راستنیدونکیو ته بشپړ حقوق نه ورکوي

په تېرو کالونو کې، چې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو ادارېکومو افغانانو ته د استوګنې کارتونه ورکړي اوس پرې د بېرته ستنیدو پرمهال د هرکارت پر سر نغدې پیسې او نور حقوق ورکوي؛ خو په دې وروستیو کې له دې بهیر شکایتونه ډېر شوي. په روانو شپو …

نور... »

طالبان د غزني د اندړو ولسوالۍ زیاترو سیمو کې خپل ښوونیز نصاب پلی کوي

د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د پوهنې مدیریت مسوولین وایي، طالبان هغه دیني مضامین زدکوونکیو ته تدریسوي، چې د حکومت په ښوونیز نصاب کې نشته. د غزني د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدیر تازه ګل مظلوم وایي، طالبان د دغې ولسوالۍ زیاترو کلیو کې حاکمیت لري او خپل ښوونیز …

نور... »

لوږه د هېوادونو ملي امنیت ګواښي

د خوړو کړکیچ غلې سونامي ده، چې بېوزلي یې تر اغېز لاندې نیولي دي.  امنیتي ستونزو د خیریه ټولنو او موسسو کارونه هم ټکني یا اغیزمن کړي او د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولین هم له دې ناحیې شکایت کوي.  د خوړو د نړیوال پروګرام  څېړنه ښیي، چې زیاتره زیانمنونکي …

نور... »

طالبان به د یو پراخ ستراتیژیک مرکز په رامنځته کولو کې بریالي نشي

د ناتو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند​ جنرال چارلز کلیفلند​ وايي،چې طالبان نه‎شي کولی په افغانستان کې یوه سیمه ونیسي او له هغې څخه د خپل ستراتیژیک مرکز په توګه کار واخلي. جنرال چارلز کلیفلند،چې پرون د ویدیو کنفرانس له لارې له کابله په بروکسل …

نور... »

امیر حبیب الله کلکانی او یاران یې په شهرارا غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول

تېره ورځ(د ۱۳۹۵ل کال د وږي ۱۱) ماخستن مهال د شپې له تیارې څخه په ګټه اخیستنه د حبیب الله کلکاني پلویانو د نوموړي او ۱۶ نورو یارانو خاوره یې ، چې ۸۷ کاله پخوا ښخ شوي وه؛ د کابل ښار له نادرخان تپې  را وویستل، د عیدګاه په لوی …

نور... »

پاکستان په کوېټه کې د مدرسې سل افغان طالبان نیولي

د لومړي ځل لپاره پاکستان ادعا وکړه، چې د افغان طالبانو په مرکز کوېټه کې یې د یوې مدرسې سلافغان طالبان نیولي دي. د پاکستان دان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کسان د کوېټې په ختیځ کې د بای پاس له اړوند سیمې نیول شوي. دان په ډاګه کړې، …

نور... »

د ننګرهار په حصارک کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او۷ نور نیول شوي

حصارک د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د وسلوالو طالبانو له خوا ترسختې محاصرې لاندې دی.  د ننګرهار ولایتي شورا رییس وايي، په حصارک ولسوالۍ کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او اووه وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي. د نوموړي په وینا؛ دلته شپږ سرتېرو د امکاناتو د نشتوالي پرلامل ځان وژنه …

نور... »

د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی

افغان حکومت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د څرګندونو په غبرګون کې وايي، ټول هغه اسناد،چې افغان امنیتي ادارو ترلاسه کړي ښيي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی وه ولسمشرمحمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په …

نور... »

د تصدیو پنځوس زره جیر یبه ځمکه د غصب له ګواښ سره مخ ده

د ماليه وزارت د تصدیوعمومي رییس وا يي، د هېواد  له شپږ دېرش تصدیو څخه  لس يې فعالې او نورې له فعالیت لویدلې دي. د مالیه وزارت د تصدیو عمومي رییس ابراهیم شمس وايي، چې د دغو تصدیو نږدې پنځوس زره جریبه ځمکه د ټول هېواد په کچه د محلي …

نور... »

د ملي وحدت حکومت مشرانو د دوه یم پړاو خبرې کړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي وحدت حکومت ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېر ماښام د دوه یم پړاو مخامخ خبرې اترې تر سره کړې دي. د افغان حکومت د مشرانو مخامخ خبرې په حکومت کې له روان سیاسي کړکېچ څخه پر وتلو او د دغه …

نور... »

د کابل پر امریکایي پوهنتون برید له پرمختګ سره دښمني ده- غني

,ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پر افغانستان امریکایي پوهنتون د پرون شپې تروریستي برید د هغو ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنې ته ورغی، چې په ایمرجنسي روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې دي. ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د تېرې …

نور... »

ډېر ژر به له ولسمشر غني سره د اختلافاتو د حل پایله په ډاګه شي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، ډېر ژر به له ولسمشر غني سره د اختلافاتو د حل پایله په ډاګه شي. اجرائیه رییس وایي، ملي وحدت حکومت په تېرو دوه کلونو کې د ښکاره لاسته راوړنو تر څنګ ستونزې هم لري. د نوموړي په وینا؛ له ولسمشر سره مې …

نور... »

د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ پرانستل شوه

د دوشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ ۱۳۹۵ل ) له غرمې مخکې د بهرنيو چارو وزارت ستوري ماڼۍله بیا رغونې وروسته د ولسمشر په پرانستونکې وینا پرانستل شوه.  افغان ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې یو ځل بیا له هند څخه مننه وکړه، چې د ستوري ماڼې په بیا …

نور... »

د هلمند مركز لښكرګاه ته ګڼ شمېر امريكايي سرتېري رارسیدلي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېرامريکايي سرتېري له هغې وروسته ځای پرځای کيږي، چې دغه ښارتر نسبي محاصرې لاندې اوغزيدلې لارې يې ټولې د وسلوالو طالبانو لخوا تړل شوې دي.  د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، ډېرشمېرسرتېري، چې کره شمېر يې نه دی روښانه د يکشنبې په …

نور... »