عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

په زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.  د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر …

نور... »

په خوست کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د یکشنبې پر ورځ د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو د خوست ښار د ښاروالۍ اړوند حمام مارکیت په تلخونه کې چاودنه وشوه . د خوست عامې روغتیا رییس داکتر حبیب شاه انصاري وایي، له دې چاودنې روغتونو ته څلور مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوې، چې ټول ملکي وګړې دي. …

نور... »

په کندوز کې له یوې ترافیکي پېښې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی

  د کندوز د ترافیکو مدیریت په ډاګه کړې، چې  نن له غرمې مخکې لس بجې د خان آباد ـ کندوز پر لویه  لار د خواجه پسته په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د کندوز د ترافیکو مدیر عزیزالله مبارز وايي په یاده سیمه کې د ملي …

نور... »

ولسمشر د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د آسیایي رزمي هنرونو د پېنځم پړاو لوبو د پرانستې په  مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی. ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ورسره پلاوی د عشق …

نور... »

د ظاهر قدیر ساتونکیو د ځانمرګي پر شک قومي مشر وژلی

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر ساتونکیو یو قومي مشر د ځانمرګي برید کوونکي پر شک وژلی دی. د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د ننګرهار ولایت مخې ته د غبرګون ښودلو په موخه راټول شول او وایي، چې د ظاهر قدیر شخصي ساتونکیو له یوه قومي مشر …

نور... »

د خوست ښار ته شل کلن ماستر پلان بشپړ شوی- ولي زی

د ښار او کور جوړولو وزارت له لورې د خوست ښار شل کلن ماسټر پلان بشپړ شوی دی، چې د ښار اړوند ټولې اړتیاوو ته په کې پآملرنه شوې ده. د خوست یو شمېر دولتي ادارو د شنبې په ورځ(د وږي ۲۵) د خوست ښار د ماستر پلان په اړه …

نور... »

ډېر ژر به بهر ته د افغان کارګرو د رسمي لیږلو لړۍ پیل شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي،  بهرته د کارګرو رسمي تګ به د امنیت شورا د پروسیجر له مخې ترسره کیږي، چې له امنیتی پلوه ډاډ من اوسې. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې د بی کارۍ د مخنیوي خبره کوي، چې د کابل …

نور... »

امریکا افغانستان ته شپږ بلک هاک چورلکې ورکوي- دولت وزیری

د ملي دفاع وزارت وایي، د امریکا ۶ بلک هاک چورلکې د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان په چوکاټ کې افغانستان ته ورکول کیږي، چې د وسلوالو مخالفینو د سنګرونو په ځپلو او د دولتي ځواکونو په اکمالاتو کې کارول کیږي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ …

نور... »

ناتو د افغانستان وضعیت ننګونکی بولي

د ناتو د پوځي کمیټې رییس وایي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونکی دی؛ خو په وینا یې له دې هېواد سره د ائتلاف ژمنه کلکه ده. البانیا د ناتو د نهه ویشت غړیو هېوادونو د پوځي کمیټې کوربه دی، چې په کې د افغانستان وضعیت ننګونکی بلل کیږي؛ خو …

نور... »

کابل ښاریان د نامسوولو وسلوالو پر پراخ شتوالي اندېښمن شوي

د کابل ځینې اوسیدونکي د جنایي جرمونو پر زیاتوالي او د نامسوولو وسلوالو په پراخ حضور اندیښمن دي. کابل، چې شاوخوا شپږ میلیون وګړي په کې ژوند کوي؛ کوڅې او اړوند ساحې یې خوندي نه دي؛ نامسوول وسلوال په کې ستره سرخوږي او د وسلو پلور او پېر یې بله …

نور... »

ولسمشر غني سبا ماښام مهال نیویارک ته درې ورځنی سفر کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په دوه اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه  یکشنبه  ماښام  مهال د امریکا نیویارک ښار ته سفر کوي. د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني په ترکمنستان کې له څو ساعته تم کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په …

نور... »

په پاکستان کې د امریکا بې پلوته الوتکې درې وسلوال مخالفین وژلي

د پاکستان په تر کنترول لاندې سیمه کې د امریکا د څارګرې الوتکې پر یوه برید درې وسلوال مخالفین وژل شوي دي. دغه برید د جمعې پر ورځ پولې ته نږدې په قبایلي سیمه کې رامنځته شوی او په کرمه ایجنسۍ کې یو پاکستاني چارواکي ویلي، چې په دې برید …

نور... »

په غزني کې پر یو هوایي برید ۵ وسلوال وژل شوي

د غزني امنیه قومنداني وايي، دا برید پرون له غرمې وروسته  د اندړ ولسوالۍ د میریاڼو او حیات والو کلیو تر منځ شوی دی. سرچینه په ډاګه کوي، چې  په دغه ځای کې په یوه باغ  کي د ملا ادریس د ګروپ پېنځه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان …

نور... »

په هرات کی یوه ښځه د خپل میړه له خوا وژل شوې

د هرات امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې  تېره شپه یوه سړي خپله شل کلنه میرمن د چاقو په وسیله وژلې ده. د هرات د پولیسو ویاد عبدالاحد ولی‌زاده وايي، د ښځې میړه نیول شوي او لامل یې کورنۍ ستونزې دي.   د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، ښځې …

نور... »

په ننګرهار کې د ظاهر قدیر د کور پر ساتونکیو د برید مخه ونیول شوه

په ننګرهار کې هغه کس ووژل شو، چې غوښتل یي د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر ساتونکیو برید وکړي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي عبدالظاهر …

نور... »

کرکت او لوبې باید له سیاسي او قومي موخو ځار نشي-عاطف مشعل

د کرکت بورد رییس وایي؛ د چهارشنبې د ورځې برید وښوده، چې وسلوالو مخالفینو اوس  پر ورزشي ځایونو بریدونو ته مخ رااړولی او برید ګر د کرکت بورد تر دروازې راځي او په دروازه کې چاودنه کوي. د کرکت بورد رییس شکرالله عاطف مشعل وایي، د افغانستان د لوبو په اړه دا …

نور... »

په کابل کې د لوی کندهار ځوانانو شورا د امریکا له تګلارې ملاتړ څرګند کړ

په کابل کې د لوی کندهار د ځوانانو شورا غړيو د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې ملاتړ څرګند کړ. په ولسي جرګه کې د کندهار استازی لالی حمید زی وایي، افغانستان د امریکا پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ د ملي …

نور... »

حکومتي مفسدین به له فساد سره د مبارزې تګلاره ناکامه کړي- شیوای شرق

د ملي وحدت حکومت په بدنه کې د مفسدو کسانو حضور به له فساد سره د مبارزې تګلاره ناکامه کړي. حکومت له درې کلونو وروسته باالاخره له فساد سره د مبارزې تګلاره جوړه کړه؛ خو د فساد له منځه وړلو لپاره پر دې تګلارې باور ډېر کم دی. سیاسي شنونکی …

نور... »

په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد شوه

د امریکا مشرانو جرګې په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد کړ. د امریکا کانګریس شپاړس کاله مخکې د امریکا پوځ ته په افغانستان کې د جګړې جواز ورکړ؛ خو د دغې جګړې د اوږدیدو له کبله د مشرانو جرګې غړي رند پاول …

نور... »

په کابل کې تښتول شوې فنلندۍ میرمن راخوښې شوه

د پنجشنبې په ورځ د فنلند بهرنیو چارو وزارت د خپلې یوې کارکوونکې، چې په کابل کې څه نا څه څلور میاشتې مخکې تښتول شوې وه؛ له راخوښې کیدو خبر ورکړ. دې میرمن، چې په یو خیریه سازمان کې کارکاوه؛ د روان کال په می میاشت کې ناڅرګندو وسلوالو استوګنځي …

نور... »