مهم خبرونه

Featured Pasto

طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي- دیني عالمان

د یني عالمان له وسلوالو طالبانو غواړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي. د سولې عالي شورا په غوښتنه د هېواد شاوخوا اووه سوه دیني عالمان په کابل کې راټول شوي او په دوه ورځنۍ غونډه کې يې د جګړې د پای …

نور... »

سخت دریځې ډلې هر کال له کانونو په میلیونونو دالر تر لاسه کوي

د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین اندېښنه ښيي، چې هر کال د کانونو د استخراج له درکه سخت دریځې ډلې په میلیونونو دالره تر لاسه کوي. د افغانستان د شفافیت بنسټ رييس سید اکرام افضلي وایي؛ پر نشه يي توکو سربېره د کانونو استخراج هغه سرچینه ده، چې وسلوال مخالفین …

نور... »

د بدخشان د سولې شورا له طالبانو سره د خبرو اترو له پيل خبر ورکړ

د بدخشان د سولې شورا رییس ویلي، چې د دغه ولایت د قومي مشرانو په مرسته مو یو شمېر طالبان د سولې له بهیر سره یوځاي کیدو ته چمتو کړي دي. د بدخشان د سولې شورا رییس غوث الدین رحماني وایې، چې د بودیجې د نشتون او د مرسته کوونکیو …

نور... »

د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره د خصوصي سکتور پر پانګونه ټینګار وشو

د سې شنبې پر ورځ( د مرغومی ۵) په کابل کې د کارګمارونکیو ملي کنفرانس د کار د نړیوال سازمان په مرسته جوړشو، چې موخه یي د کار رامنځته کول، د مارکیټ مدیریت او د ټولنیزو شریکانو ظرفیت لوړول دي. د سوداګرۍ خونه وايي؛ تر هغې، چي حکومت خصوصی سکتورته …

نور... »

ډېر ژر به د بلخ نوی والي معرفي شي- منیره یوسفزاده

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د بلخ نوی والي به ډېر ژر د یو شمېر حکومتي چارواکو لخوا معرفي شي. که څه هم د بلخ د ګوښه شوي والي ځيني پلویان اوس هم هیله لري، چې عطا محمد نور به خپلې دندې ته دوام ورکوي؛ خو د …

نور... »

د سولې عالي شورا له طالبانو سره سولې ته چمتو ده

د سولې عالي شورا په هېواد کې د سولې د ټينګښت او جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان په کچه د دیني عالمانو مشورتي غونډه رابللې، چې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې هڅې ورته د قناعت وړ دي. د سولې عالي شورا ريیس محمد کریم خلیلي، چې …

نور... »

حکومت د جګړې په کابو کولو او مدیریت کې پاتې راغلی

ولسي جرګې په هېواد کې د ناامنیو او په تېره بیا د داعش د پراخو هڅو له کبله امنیتي مسوولین استجواب کړل او ورته په ډاګه شوه، چې حکومت د جګړې د کابو کولو او مدیریت لپاره منظمه ستراتیژي نلري او سخت دریځي د پرمختګ په حال کې دي. د …

نور... »

سبا به په بیجینګ کې د افغانستان، پاکستان او چین غونډه جوړه شي

چین یو ځل بیا هڅې پیل کړي، چې د کابل او اسلام آباد کنګل شوې اړیکې بیا تودې او بیجینګ د افغانستان او پاکستان د خبرو کوربه کړي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي په بیجینګ کې جوړیدونکې غونډې ته هیله من دی او وایي، چې …

نور... »

د کابل په ۶ درک کې داعشي ځانمرګي ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د دوشنبې پر سهار ۸ بجې داعش ته اړوند ځوان ځانمرګي د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ملي امنیت د دروازې مخې ته برید کړی، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په کې ۶ کسه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.   د …

نور... »

په میدان وردګ کې د یو قومندان په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سلطان خېلو په اړوند سیمو کې خیبر ۷ نومو عملیاتو په لړ کې د یو مشهور قومندان  په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي. د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا عملیات پیل …

نور... »

په افغانستان کې ۲۴۵۵ رسنۍ هڅې لري

حکومت وايي، چې په افغانستان کې د رسنیو شمېر۲۴۵۵ ته رسیږي؛ خو زورواکي د رسنیو په وړاندې ستونزې جوړوي او سانسور ته یې اړ باسي. د رسنیو د ګډې کمیتې د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وویل، چې په راتلونکې اوونۍ کې به …

نور... »

په ۹ ولایتونو کې د ۳۸ پروژو کار د ۴۲۶ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شو

د کلیو او بیارغونې وزارت په ۹ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې په برخو کې ۳۸ پراختیایي پروژې د څلورسوه شپږویشت میلیون افغانیو پر ارزښت جوړوي. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به  ۱۰۲ زره کسانو ته د …

نور... »

ولسمشر غني کورنۍ جګړې ته لمن وهي- اسماعیل خان

د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړي محمد اسماعیل خان ګوتڅنډنه کړې، چې ولسمشر د عطا محمد نور په لیرې کولو کورنۍ جګړې ته لمن وهي؛ حکومت باید له عطا محمد نور سره له مخامخ کیدو لاس واخلي او هڅه دې نه کوي، چې له حکومت څخه د جمعیت ګوند کسان …

نور... »

د پکتیا د مچلغو برښنا بند تړون له یو روسیې شرکت سره لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د مچلغو برښنا بند د جوړولو تړون د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۳) د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د روسي شرکت( پراجکت ډیزاین ایجسنۍ کمپنۍ) ترمنځ لاسلیک شو. اجرائیه رییس وویل، د مچلغو بند جوړیدل د پکتیاوالو پخوانۍ هیله وه، چې …

نور... »

په مزارشریف کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې

یوې ځوانې نجلۍ نن سهار ۹ بجې په مزارشریف ښار کې له یوه سوداګریز مارکیته ځان غورځولی او بیا یې ساه ورکړې ده. د پېښې له ځایه شاهدانو ویلي، چې امنیتي ځواکونو ټپي شوې نجلۍ ته د نږدې کیدو مخه نیولې او هغې له ۴۰ دقیقو وروسته ساه ورکړې ده. …

نور... »

محمد داود امین د خوست نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

د خوست نوی امنیه قومندان ویلي، چې د پولیسو په لیکو کې به د فساد ضد جدي مبارزه وکړي.  د خوست نوی امنیه  قومندان محمد داود امین د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) په رسمي توګه دنده پیل او محلي چارواکو ته ور وپېژندل شو. د خوست د پخواني …

نور... »

د فراه ولایت په بالابلوک کې جګړو مرګ و ژوبله رامنخته کړې

د فراه په بالا بلوک ولسوالی کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښته کې دوه ښځې وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون درې کسه نور ټپیان دي. د فراه ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دا مرګ و ژوبله د طالبانو په برید کې رامنځته شوې ده. د …

نور... »

لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي- کابلوف

روسیه وايي؛ لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي، چې دې کار روسیې او منځنۍ آسیا ته ګواښ رامنځته کړی دی. روسي رسنیو د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف په حواله څرګندوي، چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې او افغانستان …

نور... »

په هلمند کي ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

  د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې نن سهار نهه بجې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي. د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي، چي د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې د ملکي وګړیو پر تونس موتر د سړک غاړي …

نور... »

عطامحمد نورخپل برخلیک د صلاح الدین رباني پرېکړې ته سپارلی

  د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، چې نن یې په مزارشریف ښار کې د عبدالقادر ذبیح الله تلین غونډې ته ته خبرې کولې خپل برخلیک د جمعیت ګوند د رییس صلاح الدین رباني پرېکړې ته وسپاره او پر عبدالله عبدالله یې له ملنډو ډکه نیوکه وکړه او هغه یې …

نور... »