عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، امریکا به بله لار غوره کړي- خلیلزاد

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وایي، چې د پاکستان په وړاندې د امریکا سیاست بنسټیز بدلون کړی او که دغه هېواد د ترهګرۍ په تړاو خپله پالیسي بدله نکړي، امریکا به یې په وړاندې د فشار لپاره بله لارغوره کړي. په کابل کې له آریانانیوز سره په ځانګړیو …

نور... »

په کابل کې د چاودنې قربانیان ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي

د کابل صدرارت څلور لاري ته نږدې د نن ورځې د موتر بم چاودنې ډېر قربانیان د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د کابل ښار ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نږدې موتر بم چاودنې یو ځل بیا د کابل خلک د …

نور... »

داعش په بدخشان کې هم فعالیت پیل کړی

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د محلي ادارې د نه پاملرنې له کبله ناامني ډېره شوې او د طالبانو ترڅنګ د ۹ ولسوالیو په ځینو سیمو او مرکز کې داعش فعالیتونه پیل کړي او په جرم او راغستان ولسوالیو کې  داعش افراد جذبوي. سره له دې، چې په …

نور... »

په کابل کې چاودنې۲۴۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د عامې روغتیا وزارت وایي، نن یوه بجه د کابل ښار د صدارت د څلورلاري اړوند د کورنیو چارو پخواني وزارت په دوه یمه دروازه کې چاودنې  له ۲۴۸کسانو څخه ډېرو ته  مرګ و ژبله رامنځته کړې ده. د دغه وزارت ویاند اسمعیل کاوسي زیاتوي، ۹۵ کسه وژل شوي او ۱۵۸ …

نور... »

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې

  د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې نن  له غرمې مخکې لس بجې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اړوند پوسته د موتر چاودنه رامنځته شوې ده. د هلمند والي ویاند عمرځواک څرګنده کړې، چې په چاودنه کې د ملي اردو یوسرتېری ټپي شوی دی. …

نور... »

په افغانستان کې لس خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه درولي

په افغانستان کې د لیرې پرتو سیمو لس خیریه بنسټونو د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو پر دلیل خپل فعالیتونه درولي دي. په ننګرهار کې د ماشومانو د ژغورنې پر اداره د داعشیانو له پروني برید وروسته دې بنسټ په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. د ماشومانو د ژغورنې ادارې …

نور... »

امنیتي بنسټونو پر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې

د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست ۵ ورځې وروسته پر انتر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې؛ خو کورنیو چارو وزارت د څېړنو پایله رسنیزه نه کړه او وایي، چې ژر به وزیر د برید پر څرنګوالي خبرې وکړي. تر اوسه د امنیتي …

نور... »

د فراه والي یوې خبري ناستې ته خپله استعفا وړاندې کړه

د فراه والي عارف شاه جهان د پنچشنبې پر ورځ(د مرغومي ۵) په دې ولايت کې د امن و ثبات په هیله د وروستيو ناامنيو، له تاوتریخوالي څخه د ډک لاريون او د لاریون کوونکیو د نيوکو له کبله یوې خبري ناستې ته خپله استعفا وړاندې کړې ده. د فراه د …

نور... »

د بلخ مشرۍ د لیږد په اړه ناندرې دې ژر او په سوله ییزه توګه حل شي-سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني او د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور دې خپلې ناندرې نوي والي ته د واک د لیږد په اړه چټکې او په سوله ییزه توګه حل کړي. تېره میاشت ارګ په ډاګه کړې وه، چې د بلخ …

نور... »

د افغانستان د کرکت ۱۹ کلنو لوبډلې نيوزیلیند ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکت ١٩ کلنو لوبډلې د نړيوال جام سياليو په دوه يم پړاو کې کوربه هېواد نيوزیلیند ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پاىلوبې ته لار پيدا کړه. د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيليند کې روانې دي؛ خو افغانستان په دې ګروپي …

نور... »

په هېواد کې ۱۹ ځانګړې امنیتي کمپنۍ هڅې کوي

که څه هم په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړیو امنیتي کمپنیو د لغو کولو فرمان ورکړی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ۱۹ یې د دیپلوماتیکو سیمو امنیت ساتي.   د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوي،  هغه مهال مو ۵۷ …

نور... »

اروپایي ټولنې ټاکنو ته د څه باندې ۱۵ میلیون یورو مرستې ژمنه وکړه

  د اروپایي ټولنې استازي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکیو ټاکنو ته د څه باندې ۱۵ میلیون یورو مرستې ژمنه کړې او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یې د مرستو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ. په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیرمایادون د ولسي جرګې …

نور... »

د کندوز په پوځي عملیاتو کې۱۰۰ مخالفینو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د مسوولینو په وینا، د ناتو د هوایي ځواکونو پر ملاتړ د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عملیاتو کې ۶۵ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. په کندوز کې د د پامیر شلمې فرقې قومندان نورالله قادري وایي، د چاردرې ولسوالۍ په قرغز، امام صاحب، ایشان …

نور... »

په تخار کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو وژغورل شول

د تخارملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو ژغورلي او د تښتوونکیو د ډلې مشر نیول شوی دی. ویل کیږي، چې تښتوونکیو دغه سندرغاړي لس ورځې مخکې له اشکمش ولسوالۍ تښتولي وه. د تخار د ملي …

نور... »

افغانستان ته د امریکا نور١٠٠٠ پوځيان راځي

د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي. امریکايي رسنیو د لوړپوړیو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له دغو سرتېرو سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زره ته ورسېږي. …

نور... »

پر انترکانتیننتال هوتل د ۵ بریدګرو برید پټې خواوې هم لري

د کورنیو چارو وزیر وايي، چې له بریدګرو سره د وسلو او چاودیدونکیو توکو په لیږد او ځای پر ځای کولو کې د هوتل د ننه کسانو همکاري کړې او د دغه خونړي برید زمینه یې ورته برابره کړې ده. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي؛ استخباراتي کمزوري …

نور... »

په ترهګریزو بریدونو کي ناکره څرګندونو د رسنیو غبرګونونه راپارولي

د هری ترهګریزي او خونړۍ پېښې په پای کي د تلفاتو د ضد و نقیض شمېر ورکول خلک سخت اندېښمن کړي دي. د شنبې په شپه پر انتر کانتننتال هوتل د ترهګریز برید په پای کې د تلفاتو شمېر د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش لخوا د بهرنیانو …

نور... »

لویه څارنوالي په اوونۍ کې یوځل له دوسیه لرونکیو سره ګوري

لویه څارنوالي له هغو کسانو سره په اوونۍ کې یو ځل د مخامخ لیدنو زمینه برابروي، چې په عدلي ارګانونو کې دوسیې لري او له هغو مامورینو سره له قانوني چلند خبر هم ورکوي، چې دوسیې پخپل وخت نه څېړي او د خلکو کارونه ځندوي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید …

نور... »

پاکستان د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې

پاکستان خپلې خاورې ته د افغان مڼو پر ورتګ بندیز لګولی او له مڼو بار لسګونه موتر دمګړۍ په تورخم کې درول شوي دي. د سبو   سوداګر  خواجه محمد قاضي خېل وايي، د میلیونونو افغانیو پر ارزښت، سلګونه ټنه مڼې مو د خرابېدو په حال کې دي. د ننګرهار د …

نور... »

د کندهار په درې ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

د کندهار ولایت د پوهنې رییس وایي، که څه هم کندهار د هېواد په کچه د ښه امنيت يو بېلګه ده؛ خو په شورابک، غورک او ریګستان ولسوالیو کې ښوونځي تړلي دي. د کندهار د پوهنې ریيس عبدالقادر پيوستون وايي، په ټوليزه توګه په کندهار کي ٥٣٨ ښوونځي او ښوونيز …

نور... »