عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

ولایتي شوراګانو ته د نوې مقررې له مخې د څارنې واک وسپارل شو

ولایتي شوراګانو ته د څارنې د واک سپارلو مقرره نن یکشنبه(د رمري ۸) د ملي وحدت حکومت د  اجرائيه رييس په شتون کې معرفي او په ډاګه شوه، چې له دې مقررې سره به په چارو کې شفافیت او مثبت بدلون رامنځته شي. د ولایتي شوراګانو د انسجام ريیس سعید …

نور... »

رضا رفعت په کانکور ازموینه کې لومړی ځای خپل کړی

د ۱۳۹۵ ل کال د کانکور په ازموینه کې لومړی شوی رضا فکر کوي، چې د کورنۍ غربت او فقر ته یوازې د خپل تحصیل له لارې پای ورکولی شي. د رضا پلار په کابل ښاروالۍ کې د صفاکار دنده لري او په کرایي کور کې اوسیږي. د کابل ښار …

نور... »

شهبازشريف د نوازشریف ځایناستی شوی؛ خو خاقان به لنډ مهاله لومړی وزیر وي

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له ګوښه کیدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې، چې د نواز شريف کشر ورور شهباز شريف به د لومړی وزير ځایناستی و؛ خو د پاکستان له قانون سره سم نوموړی تر هغو نشي کولی د لومړي وزير په توګه …

نور... »

د ننګرهار په خوږیاڼو کې چاودنې یو قومی مشر وژلی

 نن سهار اته بجې د خوږیاڼو ولسوالی په بر ارچ سیمه کې د قومي مشر ملک شیرین آغا پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده. د خوږیاڼو ولسوال سبحان الله په ډاګه کړې، چې په چاودنه کې قومي مشر ملک شیرین آغا وژل شوی او دوه وروڼه یې ټپیان دي. هغه …

نور... »

د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې

د لوړو زدکړو وزارت د کانکور آزموینې پایلې اعلان کړې او وایي، په دې آزموینه کې ۱۶۹ زره زدکوونکیو ګډون کړی و، چې دوه نوي زره تنه یې د لوړو زدکړو او نیمه لوړو زدکړو موسسو ته کامیاب شوي دي. د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبداللطیف روشان وایي،  په دې …

نور... »

افغانستان له پاکستان څخه د دولت محوره اړیکو غوښتنه کوي

کابل په اسلام آباد کې د نواز شریف له لیرې کیدو وروسته له نوې جوړېدونکي حکومت څخه د دولت محوره اړیکو د  پیل غوښتنه وکړه. د نوازشریف د صدارات په دوره کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له لوړو ژورو سره مخ  شوې؛ په لومړیو کې دغه اړیکې ډېرې تودې …

نور... »

په فاریاب کې دوه لوړپوړي رییسان د فساد په تور ونیول شول

 د فاریاب ولایت د څارنوالۍ رییس فرید غوري وایي، نن (شنبه د زمري ۷ ) د دې ولایت د پوهنې رییس غلام سخې بیان او د بشري سرچینو رییس اسلام الدین حاتمي په بېلابېلو پېښو کې د فساد په تور ونیول شول. د نوموړي په وینا؛ د فاریاب ولایت د …

نور... »

ملي شورا دې د حکومت مشران محاکمه کړي

د رستاخیز تغیر غورځنګ نن بیا د کابل ښار په  واټونو کې پر دولت ضد اعتراضونو لاس پورې کړ او وایي، چې  د ملي وحدت حکومت مشران باید د ملي شورا لخوا محاکمه شي.   دوی د ملي وحدت حکومت مشران په بشري ضد جنایتونو او له بشري حقونو څخه …

نور... »

د میدان وردګو پولیسو له سوداګریزو توکو ډک ۱۲ موتر نیولي

په میدان وردګو کې د پولیسو کشفي څانګې ۱۲هغه موتر، چې غوښتل یې له محصول پرته سوداګریز توکي کابل ته ولیږدوي؛ نیولي او د ګمرکاتو ریاست ته سپارل شوي دي. د میدان وردګو د امنیه قومندانې ویاند نقیب الله امیني وايي، د دغو ۱۲ مازدا موترو سوداګریز توکي په قاچاقي …

نور... »

په نورستان کې وسلوال طالبان شاتګ ته اړ شوي

د نورستان ولایت پر وانت وایګل ولسوالۍ د طالبانو پیل شوي بریدونه پر شاه تمبول شوي دي. د هېواد دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې سلګونه طالبانو تېره شپه له درې خواوو د دغه ولایت پر وانت وایګل ولسوالۍ بریدونه وکړل، چې د امنیتي …

نور... »

ولسمشر غني جګړه ځپلي هلمند ته سفرکړی

ولسمشر اشرف غني نن سهار د هلمند د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه دغه ولايت ته د یو پلاوي په مشرۍ سفر دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته په ډاګه کړې، چې ولسمشرسره په دې سفر کې يو شمېر ملکي او پوځي چارواکي هم ملگري دي. د خپرې شوې …

نور... »

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۳ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمیته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه ښيي او زیاتوي، چې روان تاوتریخوالي خبریالان اړکړي، چې پر ځينو موضوعاتو سترګې پټې کړي. په افغانستان کې د نا امنیو او تاوتریخوالي له زیاتیدو څخه خبریالان هم خوندي نه دي ورسره د تاوتریخوالي پېښې د ټکان …

نور... »

ارګ وزارتونو، ولایتونو او ریاستونو ته نوي نوماندان غوره کړي

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر پر بېلابېلو فرمانونو ترانسپورت وزارت ته حمید طهماسي، سرحداتو وزارت ته محمد شفیق ګل آغا شېرزی ، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ریاست ته عبدالمتین بیګ، تخار ولايت ته فضل الله مجددي، د وګړیو د احوال لیکلو ریاست …

نور... »

ګلبدین حکمتیار په حکومت کې د ګډ کار تیاری ښودلی

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار په لومړیو کې ویلي وه، چې له حکومت سره د ګډ کار نیت نلري؛ خواوس یې د اصلاحاتو او چارو د سمون لپاره د حکومت په سیاسي او پوځي برخه کې د ګډ کار تیاری ښودلی دی. له ملي وحدت حکومت سره د سولې …

نور... »

د ننګرهار په هسکه مېنه کې د فاتحې مراسم بمبارد شوي

 د ننګر هار ولایت د اړوند سیمې خلکو ویلي، چې نړیوالوځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د فاتحې مراسم بمبارد کړي، چې په کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او اته ټپیان دي. دوی په ډاګه کړې، چې د امریکا جنګي الوتکو د یکشنبې پر ورځ(د زمري لومړۍ) …

نور... »

د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د سیمې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي. …

نور... »

د غور په تیوره ولسوالی کې داعشیانو له شپیته ډېرطالبان وژلي

د غور په تیوره ولسوالی کې د طالبانو او داعش په نښته کې له  شپیته ډېرطالبان وژل شوي، چې مړي یې د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ ته لیږدیدلي دي. د فراه د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وايي، پرون مازیګر د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ملي وحدت حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې ګڼي او پر ټولو سیاسي خوزښتونو غږ کوي، چې د هېواد د دښمنانو په وړاندې یو موټی شي. په هېواد کې د جګړې لمن ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده؛ د …

نور... »

د کابل ښار په ځانمرګي برید کې ۶۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د زمري ۲ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرګي بریدګر ۲۴ ملکي وګړي وژلي او۴۲  نور یې ټپیان کړي دي. پېښه نن سهار۶:۵۰  هغه مهال رامنځته شوې، چې یو …

نور... »

د یو شمېر ډلو شخصي غوښتنې باید ملي ګټي قرباني نه کړي

د هېواد اجرائيه ريیس وايي، چې د یو شمېر ډلو شخصي غوښتنې باید ملي ګټي قرباني نه کړي. د حکومت خلاف سیاسي خوځښتونو او ډلبندیو چارواکي اندېښمن کړي دي او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وېره څرګندوي؛ که روان وضعیت خوندي نشي، دښمن به ګټه وکړي. نوموړي …

نور... »