عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

مونږ اوس د وسلوالو طالبانو په وړاندې کمينونه نیسو- مل پاسوال کینتوز

اوس، چې د ګرمۍ موسم دی ورسره په څنګ کې د هلمند ولایت د وسلوالو طالبانو او دولتي  ځواکونو تر منځ جګړې هم له پخوا ډېرې شوې دي. د هلمند امنيه قوماندان وايي، دا، چې د امنيتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې کچه راټيټه شوې وي؛ مونږ د کمينونو په …

نور... »

د کرنې او مالدارۍ وزارت د سویابینو د پروسیس فابریکه جوړوي

د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي، چې د سویابین د پروسیس فابریکه جوړه کړي. دغه نبات چې ډېر پروتین لري؛ د خوار ځواکۍ  په له منځه وړلو کې ډېراغیزمن هم دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره د پروتین لرونکو نباتاتو د …

نور... »

په کابل کې د تښتول شوې هندۍ د خوشې کولو هڅې پیل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ویلي، چې د تېرې ورځې د تښتول شوې هندۍ د خوشې کولو هڅې د کشفي معلوماتو له مخې پیل شوي دي. چارواکو ویلي، چې د تېري جمعې په شپه دکابل ښار د تایمني له اړوند سیمې څخه یوه هندۍ میرمن …

نور... »

د کابل ښار په یو روغتون کې یو حرفوي تروریست نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په یو روغتون کې د  یو حرفوي تروریست له نیولو خبر ورکوي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت اړوند ریاست د جمعې په ورځ عبدالله نومی تروریست، چې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اصلي …

نور... »

نن په ډېرو هېوادونو کې د مبارکې روژې لومړۍ ورځ ده

په سعودي عربستان  کې چاروا کو ویلي، چې دوشنبه د جون میاشتې شپږمه( چې د غبرګولي له ۱۷ سره برابره ده) د ۱۳۳۷ لیږدیز کال د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي. قطر، متحده عربي اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته اعلان کړی. دغه اعلان په یادو …

نور... »

ولسمشرۍ ته نوی ویاند او د چارو د عمومي ادارې تشریفاتو ته نوی رییس ټاکل شوي

د ولسمشرۍ له خبرپاڼې په ډاګه شوې، چې د چارو د عمومي ادارې ریاست په وړاندیز او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ محمد هارون چخانسوري د چارو د عمومي ادارې د تشریفاتو له ریاسته تبدیل او په مافوقه رتبه د ولسمشر د ویاند او مختار الله مختار …

نور... »

د افغان-هند د دوستۍ بند – سلما رسمي پرانسته وشوه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن شنبه( د غبرګولي ۱۵) د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” رسمي پرانسته وکړه. ټاکل شوې وه، چې د بند پرانسته په چشت شریف کې د بند تر څنګ تر سره شي؛ خو د امنیتي ګواښونو پر …

نور... »

نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” د پرانستې ورځ ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” پرانیزي.  د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړه مشران به د دې سترې پروژې د پرانیستلو ترڅنګ له افغانستان سره د هند د ملکي او پوځي مرستو پر دوام خبرې …

نور... »

په هلمند کې د نالوستو افسرانو له کبله امينتي ستونزې ورځ تربلې ډيرېږي

د هلمند  د پوليسو چارواكي وايي،  د يو شمېرنالوستو افسرانو د نه وړتيا له کبله په دغه ولايت كې امينتي ستونزې ورځ تربلې ډيرېږي. په دې ولايت کې وروسته له هغې د پوليسو د مسوولينو او د هلمند د ځينو وکيلانو ترمنځ هغه مهال ناندرې راپورته شوې، چې څو ورځې …

نور... »

د طالبانو د یوې ډلې مشر، مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی

له افغان طالبانو څخه د یوې بېلې شوې ډلې يوه مشر په لومړي ځل نغوته کړې، چې کیدی شي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وشي. د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ د ملا رسول تر مشرۍ لاندې  ډلې مرستيال ملا عبدالمنان نيازی وايي، که په افغانستان کې اسلامي …

نور... »

طالبانو د جګړې کولو روحیه بایللې ده- صریق صدیقي

په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې مسوولین په دې باور دي، چې د ملا اختر محمد منصور وژنې طالبان د جګړې په لیکو کې کمزوري کړي او د هغوی تر منځ خپلمنځي مخالفتونه ډېر شوي دي. د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، د اختر محمد منصور  …

نور... »

د نوي طالب مشرله ټاکل کیدو سره مخالف یو- ملا منان نیازی

د  ملا رسول ډلې د طالبانو د نوي مشر په توګه د مولوي هبت الله آخندزاده له ټاکل کیدو سره مخالفت ښودلی دی. که څه هم ملا رسول څه موده وړاندې په پاکستان کې نیول شوی؛ خو مرستیال یې ملا منان نیازي ویلي؛ د هبت الله مشري په هماغو علتونو …

نور... »

طالبان دې د سولې له بهیر سره یو ځای شي

د سولې  عالي شورا له طالبانو وغوښتل، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي. د سولې عالی شورا دغه غوښتنه په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې طالبانو مولوي هبت الله اخنزاده د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی. افغان حکومت په ډاګه کړی، چې د طالبانو …

نور... »

سیاسي شنونکی او لیکوال محمد حسن حقیار نیول شوی

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سیاسي شنونکی او لیکوال محمد حسن حقیار نیولی دی. ځینو رسنیو د ملي امنیت د اړوند سرچینو له قوله ویلي، چې دغه ریاست حقیار په خلکو کې د وېرې خپرولو او له ترهګرې څخه د ملاتړ په تور نیولی دی.  محمد حسن حقیار، …

نور... »

طالب مشر ملا اخترمحمد منصور په بلوچستان کې وژل شوی دی

  د افغانستان حکومت په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور تېر مازدیګر په ۳:۴۵ دقیقو د پاکستان د بلوچستان آیالت په دالبندین نومې سيمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو پر ناڅاپي برید له منځه وړل شوی دی.  د ملي وحدت حکومت د ملي امنیت ریاست په …

نور... »

پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته وسپارل

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند پوځي تاسیسات یې د شنبې په ورځ ناوخته افغانستان ته وسپارل. د دغه کار موخه د افغانستان او پاکستان د اړیکو  ښه کیدل او په سرحد کې خلکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرول …

نور... »

په راتلونکیو دوه ورځو کې به د چابهار بندر د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک شي

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وایي، چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ ایران ته ځي. ویل کیږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د هند، ایران او افغانستان په هغه درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي، چې موخه یې د چابهار بندر پرانسته او د هند له لوري د څو …

نور... »

نوي افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار تسلیمي یوه بریا ده- خلیلزاد

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، نوي افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار تسلیمي یوه بریا ده، خو هغه باید په تېرو ستونزو کې د لاس لرلو له امله بښنه وغواړي. زلمی خلیلزاد د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او حکومت تر منځ خبرې، چې ویل کیږي …

نور... »

د دوشنبې ورځې د لاریون د کابو کولو له پاره پوره تدابیرلرو- حسن زاده

د کابل د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي، چې د دوشنبې ورځې د لاریون د کابو کولو له پاره پوره تدابیر نیول شوي او دښمن ته به موکه ورنه کړ شي، چې له دغه لاریون څخه ناوړه استفاده وکړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند کیږي، چې په …

نور... »

د پاک- افغان د ريل پټلۍ تخنيكي چارې پيل شوې

افغانستان د ځمكني ترانسپورت په برخه كې ګڼې ستونزې لري اود بار او مسافرو د ليږد له پاره يوازې له موټرو كار اخلي.  د لیږد رالیږد د ستونزو د راكمولو په موخه د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ريل پټلۍ د جوړولو هوكړه ليك لاسليك او تخنيكي چارې يې پيل …

نور... »