مهم خبرونه

Featured Pasto

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. نن د شنبې په ورځ( دوږي ۳۱) په ایران کې له عراق سره د شوې جګړې …

نور... »

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه بریاوو وروسته خپله لومړي ماته د پاکستان په وړاندی تجربه کړه او سبا ته به له بنګلدیش سره لوبه کوي. په خپله لومړی لوبه کي افغانستان توپ اچونه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې يې د شپږ لوبغاړيو په سوځیدو خپل سیال …

نور... »

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

محمد محقق پر حکومت له دې کبله نیوکه کوي، چې امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي او په وینا یې ترهګر د امنیتي ځواکونو په تناسب ډېرې پرمختللې وسلې لري. د عاشورا په مراسمو کې محمد محقق د حکومت پر کړنو نیوکې وکړې او وایي، حکومت افغان ځواکونو ته …

نور... »

پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی- امریکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی او په هغه هېواد کې خوندي پټنځایونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي؛ د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د افغانستان د سولې له بهیره به …

نور... »

په کابل کې د عاشورا مراسم ډاډمن تر سره شول

په کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي هڅو لاندې تر سره شول؛ سلګونه ولسي ځواکونو په واټونو کې خلک څارل او د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې د دې مراسمو د امنیت ساتنه وکړه او یوشمېر نورو ویرجنو امنیتي ځواکونو ته وینې ډالۍ کړې. د سږکال عاشورایي مراسمو …

نور... »

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین د هندوستان له اعلان شویو مرستو هر کلی کوي او وایي، چي دغه  مرستې به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي. هند د افغان ولسمشر د روستي سفر پرمهال په افغانستان کې د ملي بسونو د مرستې تر څنګ د بندونو، کانالونو …

نور... »

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل او له افغانستان څځه یوه  بله کربلا جوړه شي. ولسمشر غني د عاشورا نمانځغونډې ته په خبرو کې مذهبي نفاق ته لمن وهل هېواد ته لوی ګواښ یاد کړ او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د …

نور... »

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار شاوخوا اووه بجې د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د برښنا ریاست د اړوند سیمې په پلورنځیو کې چاودنه رامنځته شوې ده.    د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د ښار په اړوند سیمه د …

نور... »

ولسمشر غني هند ته د سفر نیت کړی

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې افغان ولسمشر اشرف غني د اقتصادي همکاریو په هیله هند ته سفر وکړي. په روانه میلادي میاشت کې هندوستان ته د ملي وحدت حکومت د دوه لوړپوړیو چارواکو سفر او په وروستیو کې د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ …

نور... »

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس د رای ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له دریدو سره سم د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم ودروله او خلک لدې وروسته کولی شي برښنایي تذکرې واخلي. د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې رییس همایون محتاط …

نور... »

د ټاکنو پر ورځ به د رای ورکولو اووه زره مرکزونه تړلي وي- تدامیچي یاماموتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په امنیت شورا کې ویلي، چې د ټاکنو پر ورځ به د رای ورکولو اووه زره مرکزونه د ناامنیو له کبله تړلي وي.   د افغانستان امنیتي وضعیت او د رڼو ټاکنو تر سره کیدل تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت …

نور... »

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې پولیسو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته لګول شوې خیمې ټولې او ۱۶ اعتراض کوونکي یې ونیول. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د ننګرهار ولايت د ټاکنو خپلواک کميسیون د دروازې مخې ته تېره ورځ له مازيګر وروسته د لوی …

نور... »

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې، چې په کابل کې د داعش جنګیالیو ۲۶ غړي نیول شوي دي. دغه سرچینه وایي، چې د داعش دا جنګیالي درې ورځې مخکې په بېلاپېلو عملیاتو کې نیول شوي. دغه ریاست زیاته کړې، چې دغې ډلې د عبدالله نومي په مشرۍ غوښتل …

نور... »

د آسیا جام په سیالیو کې افغانستان دوه یم پړاو ته ووت

د آسیا جام سیالیو پر درېیمه ورځ افغانستان د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې ته تېره شپه د ۹۱ منډو پر توپير ماتې ورکړه او یاده  لوبډله له نورو سیالیو ولویده. په دې سیالۍ کې افغانستان د سریلانکا لوبډلې ته په زړه پورې هدف وټاکه او بیا یې په پوره میړانه …

نور... »

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

له هغې وروسته، چې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف لخوا په ننګرهار ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر وتړل شو؛ دغه کمیسیون په هغو ولایتونو کې د پارلماني ټاکنو له ځنډوو خبرداری ورکړ، چې په کې د کمیسیون دفترونه وتړل شي. د غه ائتلاف په را روانو ټاکنو …

نور... »

په پاکستان کې زیږیدلیو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي- عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د وینا پر مهال ویلي؛ هغو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي، چې په پاکستان کې زیږیدلي او هلته لوی شوي وي. پاکستان د دوه اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو کوربه دی، چې یو اعشاریه څلورمیلیون یې هلته د …

نور... »

د هېواد د سنوکر ملي لوبډله په آسیایي لوبو کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړه

د آسیا اووم پړاو سنوکر لوبې د سپتمبر له ۱۹ تر ۲۶ د قطر په کوربتوب په دوحه ښار کې ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه درې لوبغاړي په دغو لوبو کې ګډون کوي. یادې لوبې په شپږ توپونو ترسره کېږي.

نور... »

د هېواد کرکت ملي لوبډله له سریلانکا سره د لوبې ډګر ته وتې

د آسیا جام لوبو په لړ کې د دوشنبې پر ورځ د هېواد کرکت ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته وتې. افغانستان په یوې ورځنیو لوبو کې په وروستي ځل له سریلانکا سره په استرالیا کې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې مخامخ شوی و …

نور... »

د حیرتان ښارګوټي د کمیسار او امنیت مدیر تر منځ نښته شوې

یوې ډاډمنې سرچینې آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د بلخ ولایت په سرحدي ښارګوتي حیرتان کې د دغه ښار د کمیسار او امنیت مدیر د ساتونکیو ترمنځ په وسلواله نښته کې ۲ کسان ټپیان شوي او دوه نور  نیول شوي دي. د دغه بندري ښارګوټي کمیسار حبیب الله …

نور... »

په بادغیس کې د ملي پولیسو د احتیاط کندک قومندان ووژل شو

امنیتي سرچینو ویلي، چې د هرات- بادغیس پر لویه لار د بند سبزک په اړوند سیمه کې طالبانو د ملي پولیسو د احتیاط کندک قومندان له خپلو څلور ساتونکیو سره وژلی دی. د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د …

نور... »