عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

د ملي وحدت حکومت د خلکو باور نه دی خپل کړی-محمد محقق

 د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال وایي؛ د ملي وحدت حکومت نه دی توانیدلی، چې د خلکو باور خپل کړي.  محمد محقق باوري دی، چې د سیاسي مشرانو خپلمنځي اختلافات کولی شي نظام راوپرځوي. دوه کاله پوره کیدونکي دي، چې د ملي وحدت حکومت کار پیل کړی؛ خو د سیاسي …

نور... »

له لس کلن ځنډ وروسته امریکایي ځواکونو بي-۵۲ الوتکې کارولي

  له شاوخوا لس کلونو وروسته امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې بي- ۵۲بم غورځوونکې الوتکې د وسلوالو د ځپلو له پاره وکارولې. د امریکا هوایي ځواکونه وایي، له دې الوتکو څخه په دوه تازه هوایي بریدونو کې کار اخیستل شوی دی. په افغانستان کې دغه بم غورځوونکې الوتکې …

نور... »

زمونږ بنسټیزه موخه د ثبات ټینګښت دی- غني

افغان ولسمشروایي، افغانستان له اووه نوي کلونو وروسته له آزادي نه د دفاع له پاره د ژمنې تازه کولو اړتیا لري. ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اووه نویمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، افغانستان به خپل بهرنی سیاست هیچا ته تسلیم نه کړي. هغه زیاتوي، …

نور... »

طالبان هڅه کوي، چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي- دولت وزیری

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي؛وسلوال طالبان یو ځل بیا هڅه کوي،چې د کویټې شورا هلمند ته ولیږدوي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:د هلمند د جګړې ډګر؛ځکه تر بل هر ځای ګرم دی،چې پنجابي، ایغور او چچین جګړه مار د وسلوالو طالبانو ملاتړ ته راغلي دي. د …

نور... »

په کابل کې پولیسو د شپږ کلنې هدیې تښتوونکی نیولی

  هدیه د چهارشنبې په ورځ د ترهله زوی سره جومات ته روانه وه،چې د دغه سړي لخوا وتښتول شوه. هدیه اوسهم له تښتونکي ویریږي او پېښه داسې بیانوي: زه یې په جوال کې واچولم او له ځان سره یې یوړم. د هدیېد تره زوی وایي، تښتوونکي غوښتل، چې ما …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش نارسمي ائتلاف رامنځته کړی

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش له څه باندې یوې کلنې جګړې وروسته نارسمي ائتلاف رامنځته کړی دی. د امریکا وال ستریت ژورنال د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان زمان وزیري د وینا له مخې لیکلي، چې د داعش او طالبانو تر …

نور... »

حزب اسلامي د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو شوی

د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د هوګړې لاسلیک ته چمتو دی. د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان له حکومت سره د دغه ګوند خبرې بشپړې شوي …

نور... »

په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول

په کابل کې  تېره شپه د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان تښتول شوي دي. راپورونه وايي، چې تښتول شوي استادان یو امریکايي او بل استرالیايي دی. شاهدان وايي، تښتوونکیو، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د شپې په اته نیمې بجو یې  امریکايي پوهنتون ته نږدې د …

نور... »

حکومت دې په تذکرو کې د دین، ملت او قوم کلمې ورزیاتې کړي

افغان ملت ګوند وایي، په برښنایي تذکرو کې د دین، ملت او قوم لیکل اوس د خلکو اړتیا ده. ددغه ګوند رییس وایي، حکومت د تذکرو د وېش په اړه تر دې دمه بېوسه دی او شته ستونزې حلولی نه شي. افغان ملت ګوند په ډاګه کړه؛ مونږ غواړو، چې …

نور... »

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دوه ورځني سفر ایران ته رسیدلی

  د افغانستان د ملی امینت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ ناوخته په یو دوه ورځني سفر ایران ته زسیرلی دی. د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به له ایراني چارواکو سره د تروریزم په وړاندې پر ګډه مبارزه، مخدره مواد …

نور... »

د بروکسل غونډې ته باید د ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو نېټه اعلان شي

د ملي یووالي د حکومت چارواکي وایي، ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو ته د نېټې له اعلان پرته د افغان حکومت مشران د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه شي کولی. د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو په برخه کې د …

نور... »

په افغانستان کې ۱۲ وسلوالې ډلې له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي

په افغانستاتن کې د جګړې میدان د دولس وسلوالو ډلو لخوا تود ساتل شوی دی. ملي دفاع وزارت وایي، دغه ډلې د پاکستان له ملاتړ برخمنې دي او اکثره یې د پاکستان په خاوره کې پناه ځایونه لري.   د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، که څه هم …

نور... »

افغان دولت د بروکسل غونډې ته تیاری نیسي

د ولسمشر ویاند وایي، حکومت د هغو ژمنو په عملي کیدو کار کوي، چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي. جګړه ځپلی افغانستان اوس هم د لویدیځو هېوادونو د غونډو د اجنډا مهمه برخه جوړوي. په وارسا کې د ناتو له سرمشریزې وروسته دا دی په بروکسل کې د …

نور... »

د موتر بم په چاودنه کې د کابل ښار د ۲۲۰ کیلو ولته برښنا مزی پری شوي

د افغانستان د برښنا شرکت وایي؛د تیری شپی دموټر بم چاودنی له امله په دسپیچری سیمه کی د ۲۲۰کیلو ولټه برښنا مزی پری شوي،چی له کبله یېد لومړي،درېیم،شپږم،دولسم او د شمال لویدیځ دارلامان، دهمزنگ، مکروریان، یکه توت، هودخېل، تره خېل، کارته نو، احمدشاه بابا مېنه،صنعتيپارکونو او وزیر اکبرخان سیمېبېبرښنادي. د …

نور... »

په کابل ښار کې ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

په کابل کې تېره  شپه شاوخوا یوه نیمه بجه زوروره چاودنه وشوه، چې له کبله یې د کابل ټول ښار ولړزید او تر لیري پرتو سیمو یې د زورورې چاودني غږ واوریدل شو. د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د نارت ګیت په نوم د بهرنیانو میلمستون ته نږدې شوې …

نور... »

د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښناپاڼې جوړیږي

د ترانسپورت وزارت د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښنا پاڼې جوړیږي. د ترانسپورت وزارت د اقتصاد عالي شورا ته د برښناپاڼو د طرحې په وړاندې کولو هڅه کړې، چې په لویو لارو کې په ناقانون ډول د پیسو اخیستو مخه ونیسي. د ترانسپورت وزیر محمد …

نور... »

په کندهار کي ١٣٩ ښوونځي تړل شوي او ۳۲۱ یې ودانۍ نه لري

په کندهار کي ١٣٩ ښوونځي د امنيتي ستونزو او مسلکي استادانو دنه شتون له امله تړل شوي دي. ددى ولايت دپوهني ریيس وايي، هر کال دوى ته د تړولیو ښوونځيو دخلاصولو له پاره هدف ورکول کيږي او ورسره يوځاى د وزارت له خوا ورته ويل کيږي، چي د تشکيلاتو او …

نور... »

افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان رسمي غړی شو

افغانستان نن په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شو. د افغانستان غړیتوب د دسامبر په میاشت کې منل شوی و؛خو رسمي تائید یې نن وشو. افغان حکومت وایي؛په دې نړیوال سازمان کې به د افغانستان په غړیتوب سوداګري وده وکړي، د صادراتو او وارداتو بهیربه پراخ شي …

نور... »

د ۲۰۱۶ کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې ملکي تلفات ډېر شوي-ملګري ملتونه

د دوشنبې په ورځ  د ملګرو ملتونوټولنې خپل یو ګزارش خپور کړ، چې د روان میلادي کال د لومړنیو شپږ میاشتو په بهیر کې ۱۶۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتو ټولنې د مرستیالۍ پلاوي د بشري حقونو څانګې(یوناما) په دې ګزارش کې د ۱۶۰۱ ملکیانو له وژنې …

نور... »

دهمزنګ څلورلاری، د شهداوو چوک شو

ولسمشراشرف غني د دهمزنګ څلورلاری د شهداووچوک ونوماوه. د ولسمشرۍ د اعلامیې له مخې؛ د تېرې ورځې د ترورستي برید د قربانیانو ارواحو ته د درناوي په نیت دغه څلورلاری د شهداوو چوک ونومول شو، چې راتلونکي نسلونه د یموکراسۍ او ولسواکۍ له پاره د دغه ښار د ښاریانو سرښندنه …

نور... »