مهم خبرونه

Featured Pasto

مشرانو جرګې د ولسمشر ترمپ دفاع وزیر ته د باور رایه ورکړه

په امريکا کې د نوي ولسمشر دونلدترمپ د تېرې شپې له ژمنې وروسته د دغه هېواد مشرانو جرگې (سنا) د هغه له لوري دفاع وزارت ته نوماند وزير متقاعد جنرال جيمز ماتيزته د باور رايه ورکړه. متقاعد جنرال ماتيز د امريکا په پوځ کې له ۴۱ کلن چوپړ وروسته څلور …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډلې د صحرا جام اتلولي خپله کړه

د اماراتو په کوربتوب افغان کرکت ملي لوبډلې د ايرلند ملي لوبډلې ته  په پایلوبه کې هم ماته  ورکړه او صحرا  جام یې خپل کړ. افغانستان په دې سياليو کې پېنځه لوبې وگټلې، چې ايرلند ته په کې دوه ماتې په برخه ورسیدلې. د افغان لوبډلې پر همدې ورځ دوه …

نور... »

په تېرو ۱۵ کلونو کې پر کور جوړونې ۵ میلیارد دالر پانګونه شوې

په ټولو سترو ښارونو په ځانګړي توګه په کابل کې خلک د کورونو د نه لرلو له ستونزې سره مخ دي؛ خو خصوصي سکتور وايي، چې په تېرو پېنځلس کلونو کې  لسګونه پروژې بشپړې شوې دي او په دې برخه کې د پېنځه میلیارد دالرو پانګونه شوې، چې په کې …

نور... »

بدلون راولو او بدلون به راځي- دونلد ترمپ

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلدترمپ د لوړې له مراسمو څو ساعته وړاندې  د واشنگتن په نیشنل کلب کې د نوموړي مينوالو او پلويانو د هغه په ملاتړ غونډه جوړه کړې وه او د ترمپ د پاليسيو ملاتړ يې اعلان کړ. دغې غونډې ته د ترمپ د کورنۍ په …

نور... »

نن غرمه مهال د امریکا د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي

 ټاکل شوې ، چې نن( د جنورۍ۲۰) په سیمه ییز وخت غرمه مهال  12:01 د کابل پر وخت د شپې  له نهو تر لس نیمو د امریکا متحده ایالاتو ستره سیاسي پېښه- د دغه هېواد د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي. په واشنګتن دی سي ښار کې په ځانګړي توګه …

نور... »

بیات بنیاد په هېواد کې له اړو کسانو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي

بیات بنیاد د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د مرستې بهیر پیل کړی، چې له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي دي. د مرستو په دغه ټولګه کې خوراکي توکي، کمبلې او د ماشومانو د تغذیې خواړه شامل دي. د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان …

نور... »

اوباما اشرف غني او عبدالله ته د ملي وحدت حکومت د دوام ډاډ څرګند کړی

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، چې د مرغومي دېرشمه یا د جنورۍ ۱۹ یې د ولسمشرۍ وروستۍ ورځ ده؛ تېره شپه یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبداللهسره تیلیفوني خبري کړې او د دوی له دوامداره همکاریو یې مننه کړې ده. د سلواغې پر …

نور... »

ناټو: د ثبات راوستو له پاره باید افغان ځواکونه وروزل شي

ناټو د افغانستان د امنیت خوندي کولو له پاره د افغان سرتېرو د وړتیاوو زیاتول مهم ګڼي. د ناټو د پوځي کمېټې رييس پیټر پاول ټينګار کړی چې د افغانستان د ثبات او نړیوالې ټولنې د باوري کېدو له پاره د افغان ځواکونو غښتلتیا مهمه ده. په همدې وخت کې …

نور... »

نیکولسن: په افغانستان کې به له ستونزو سره مقابله کلونه ونيسي

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په وينا، په افغانستان کې ډېرې داسې جدي ستونزې شته چې مقابله به يې کلونه ونیسي. هغه په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شوو افغانانو او امریکايي سرتېرو د درناوي …

نور... »

د افغانستان بانګ او نور خصوصي بانکونه سولیدلي دالر نه اخلي- حاجي زیرک

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویان په ډاګه کړې؛د افغانستان بانکاو نور خصوصي بانکونه له دوی څخه دوه سوه میلیون دالره هغه بانګ نوتونه؛نه اخلي،چې لږ څه سولیدلي غوندې دي.   دوی وايي،د افغانستان بانک مسوولینو ورته ویلي،چې له دوی څخه هم امریکايي بانکونو سولیدلي بانګ نوتونه نه دي …

نور... »

د پاکستان لوی درستیز د تیلیفون پر کرښه ولسمشرغني ته د خواشیني څرګندونه کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې تېر ماښام د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د تیلیفون پرکرښه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي …

نور... »

په بغلان ولایت کې د سکتوري ریاست سرپرست ووژل شو

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په یوه وسلوال برید کی د بغلان ولایت د سکتوري ریاست سرپرست صفا ثنایي ووژل شو. د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع  وايي؛ نن سهار ۸:۳۰  په داسې حال کې، چې ښاغلی ثنایي  دندې ته روان و؛ په پلخمري …

نور... »

عبدالحکیم مجاهد د سولې عالي شورا له غړیتوبه لیرې شو

له هغې وروسته، چې عبدالحکیم مجاهد د تېرو او اوسني حکومتونو په وړاندې له اندېښنې ډکې څرګندونې وکړې؛ د سولې عالي شورا له غړیتوبه لیرې کړ شو.    اجرائیه ریاست اعلام کړې، چې د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ په پرېکړه عبدالحکیم مجاهد د خپلو بې مسوولیته څرګندونو له مخې …

نور... »

د ډېرو خصوصي پوهنتونونو د استادانو اسناد جعلي دي

شاوخوا یونیم سل استادان په خصوصي پوهنتونونو کې په جعلي اسنادو سره درس ورکوي. د لوړو زدکړو  وزارت  مسوولین وایي، ځینو استادانو په ګاونډی هېوادونو کې اسناد جوړ کړي دي.  د لوړو زد‌کړو وزارت  دغه استادان  د ملي امنیت له پاره ستر خطر ګڼي. د لوړو زدکړو وزارت وایي، شاوخوا …

نور... »

په ولسي جرګه کې بیا هم د نوي کال بودجه بې برخلیکه پاتې شوه

د راتلونکي کال د بودجې سند بیا هم په ولسي جرګه کې بې برخلیکه پاتې شو. که څه هم دغه سند د عمومي غونډې په عمومي اجنډا کې نیول کیده؛ خو د استازیو د اعتراضونو له کبله رایو ته کینښودل شو. په ولسي جرګه کې د لوګر استازی انجنیر صاحب …

نور... »

په سالنګونو کې د واورې او توپان پرلامل تیلري موتر د تګ راتګ اجازه نه لري

له تېرو دوه ورځو راهیسې په شمالي سالنګ جې توپان دی او پر جنوبي هغه واوره وریږي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې رییس جنرال محمد رجب نشاط وایي، چې د سالنګ پر  لویه لار د مسافرو کوچنیو موترو  تګ راتګ ته اجازه شته ؛ خو تیلري لارۍ د …

نور... »

امریکا به له پاکستان سره په مشروط ډول د مرستو طرحه وڅېړي- جنرال جیمیز ماتیس

 د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ دفاع وزارت ته نوماندوایي، په پاکستان کې ترهګر پناه ځایونه لري. د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ دفاع وزارت ته نوماند جنرال جیمیز ماتیسد پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو په کمیته کې خبرې وکړې. د هغه په وینا؛ …

نور... »

د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژۍ پر تولید د پانګونې ډاډ ورکړ

د انرژۍ او اوبو وزارت غواړي، چې په روان کال کې د انرژۍ پر تولید ډېره پانګونه وکړي. افغانستان د انرژۍ د تامین په برخه کې تر ډېره پر بهرنیو هېوادونو تکیا شوی دی. د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین وایي، له یوې ایرانۍ او یوې قزاقستانۍ کمپنۍ سره به …

نور... »

په ننګرهار کې د سرتېرو وارثینو ته وېشل شوي نمرې غصب شوي

د جلال آباد ښاروال په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت ښاروالۍ د دغه ولایت د روذداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې یو ښارګوټي نقشه کړی، چې ډېرې ځمکې یې زورواکو نیولې دي. ولسمشر د دغو سرتېرو بچو ته د سرپنا لپاره د نمرو د ورکړې امرکړی؛ ښاروالۍ وېشلي، خو …

نور... »

په کندوز کې طالبان له خلکو د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي

له درې ورځو راهیسې طالبان په کندوز کې له خلکو څخه د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي. طالبان په هغو سیمو کې، چې امنیتي ځواکونه یې په شا تمبولي او حاکمیت لري؛ اوس یې لستوڼي بډ وهلي، چې د برښنا بیلونه په خپله ټول کړي او په دې توګه د …

نور... »