مهم خبرونه

Featured Pasto

د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس په فوتبال ډګر کې له کارکولو بې برخې شو

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه فوتبالستانو د جنسي ځورونې پر تور د نړۍ د فوتبال فدراسیون د اخلاقي جرګه ګۍ ( فیفا) لخوا د تل لپاره په دغو لوبو کې له کارکولو بې برخې شو. د فیفا د څېړنو له مخې؛ د لږ …

نور... »

د نوماندانو شورا، د ناقانونه حکومتي کړنو د مخنیوي غږ پورته کړ

د ولسمشریزو ټاکنو شورا له خپلو ملاتړیو غوښتي، چې په ټول هېواد کې اعتراضونه پیل او د حکومت د ناقانونه کړنو مخه ونیسي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې له پیل سره سم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له خپلو پلویانو غوښتي، چې په ټول …

نور... »

د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې کړي

د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه په قطر او برلین کې د کیدونکیو خبرو په اړه له اروپايي استازیو سره د  افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته؛ افغان چارواکو هیله ښودلې ، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې …

نور... »

د ولسي جرګې د ریاست لانجې د حکومت څارنې چارې ټکنۍ کړي

په ولسي جرګه کې د ریاست پر سر د شاوخوا یوې میاشتې لانجې له کبله د قانون جوړونې او د حکومت له چارو د څارنې چارې ټکنۍ شوې دي. د ولسي جرګې د ریاست لپاره له لانجمنو ټاکنو شاوخوا یوه میاشت تیریږي او څو کمیتې د دغې لانجې پر غوڅولو …

نور... »

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر په ټول هېواد کې پیل شو

د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو لپاره تقویتي نوملیکنه د دري دېرش ولایتونو په څلورسوه دوه دېرش مرکزونو کې پیل شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې  د ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د غبرګولي پر اتلسمه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره …

نور... »

د افغانستان کرکت ملي لوبډله له نیوزیلیند سره لوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له نیوزیلیند سره تر سره کوي. دغه لوبه نن شنبه( د غبرګولي ۱۸) د افغانستان پر وخت د مازیګر ۵  بجې تر سره کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په خپلو تېرو دوه …

نور... »

په افغانستان کې له نیمایي ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې له نیمایي زیات خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د جون اوومه، چې د غبرګولي له ۱۷ سره برتابره ده په ټوله نړۍ کې د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې. عامې روغتیا وزارت د …

نور... »

په فاریاب کې پخواني طالب والي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې

د فاریاب ولایتي شورا تائیدوي، چې د طالبانو پخواني والي صلاح الدین ایوبي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې ده. ملي دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۶) ویلي وه، چې په قیصار ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر زندان برید کړی او څلور اتیا بندیان یې …

نور... »

نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا څرګنده کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي. په داسې حال کې، چې د هرې ورځې پر تېرېدو ټاکنې را نږدې کیږي؛ خو نوماندان له ولسمشرغني سره، چې هغه هم نوماند دی وران شوي. …

نور... »

ټاکل شوې، چې سبا شنبه د نوملیکنې تقویتي بهیر پیل شي

ټاکل شوې د غبرګولي پر ۱۸ د شنبې پر ورځ د رای ورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر په ټول افغانستان کې پیل شي. د ټاکنو خپلواک کميسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر به په ۴۵۸ مرکزونو کې پیل شي  او دغه …

نور... »

امنیتي ځواکونو خواجه عمري ولسوالي له طالبانو ونیوله

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو له یوه کال وروسته د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالي یو ځل بیا له طالبانو ونیوله. د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې امنیتي ځواکونو له یوه کال ځنډ وروسته د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۷) د سهار ۹ …

نور... »

په لوګر ولایت کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي، د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۷)  د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په آبپران کلي کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړل، چې په کې ۱۸ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان …

نور... »

ولسمشرغني د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته را وبلل

ښاغلي ولسمشرغني ویلي؛ نوماندان باید له ده سره مذاکره وکړي او د ټاکنو په اړه د اخلاقي اصولو پر سر هوکړې ته ورسیږي، چې د ده په وینا د اغېزناکو او رڼو ټاکنو زمینه برابره شي. د غبرګولي له لومړۍ راوروسته په ارګ کې د ولسمشر غني شتون د ولسمشرۍ …

نور... »

ولسمشر غني نږدې ۹۰۰ طالب بندیان خوښې کوي

ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۴) د کوچني اختر له لمانځه وروسته ټینګار څرګند کړ، چې د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشې کول د سولې مشورتې جرګې د غړیو لخوا وستایل شول او اوس به د اختر په مناسبت نږدې ۹۰۰ طالبان خوشې شي. د افغانستان ولسمشر …

نور... »

طالبان د سولې په بهیر کې خپلواکه تصمیم نه شي نیولای- حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې  طالبان د سولې په بهیر کې خپلواکه تصمیم نه شي نیولی.  د تېرکال خلاف طالبانو یوازې د اختر په ورځو کې هم د اوربند اعلان ونه کړ؛ د جګړې دوام او له حکومت سره بین الافغاني مذاکرې ته هم نه ویلو د …

نور... »

ولسمشرغني د چنګاښ پر شپږمه پاکستان ته د تګ نیت څرګند کړ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د پاکستان له لومړي وزیر سره به د ترهګرې پروړاندې د مبارزې او د سولې په ګډون پر څلور نورو موضوعګانو خبرې وکړي. ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وویل، چې زغم، تدبیر او تفکر …

نور... »

په تاجکستان کې د افغانستان او تاجکستان تمریناتي لوبه پیل شوه

له تاجکستان سره د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې د دوستانه لوبې لومړنی تمرین تېر مازیګر په دوشنبه ښار کې پیل شو. په دې پنډغالي کې د افغانستان د فوتبال د ملي لوبډلې پېنځلس لوبغاړي حضور لري او نور لوبغاړي به نن ور ورسیږي. په پام کې ده، چې د …

نور... »

د کابل مندوي د وچې میوې په دوه مارکیتونو کې لسګونه هټۍ سوځیدلي

د کابل مندوي د وچې میوې په دوه مارکیتونو کې د اختر پر لومړۍ ورځ غرمه مهال لسګونه هټۍ د برښنا د شارتۍ پر لامل سوځیدلي دي. هټیوال وایي، په اورلګیدنه کې د دواړو مارکیتونو د وچې میوې لسګونه هټیو اور واخیست او هټیوال یې میلیونونه افغانۍ زیانمن کړل. هټیوال …

نور... »

په غزني کې ۹ کسان د طالبانو له یوه زندانه خوشې شول

په غزني کې چارواکي وایي، چې تېره شپه( د غبرګولي ۱۴) د امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې د طالبانو له یوه کانتینره هغه ۹ زندانیان خوشې کړي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو نیول شوي وه. د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې په راخوشې شویو کسانو کې …

نور... »

په بغلان ولایت کې ماین چاودنې ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بغلان ولایت د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي ویلي، چې د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د اختر پر لومړۍ ورځ له غرمې مخکې په موتر سایکل کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په کې یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي. نوموړي …

نور... »