عاجل خبرونه

مهم خبرونه

Featured Pasto

بیات بنیاد د کابل په چهارآسیاب کې راستنو شویو ته مرستې ووېشلې

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل له پاکستان څخه بېرته راستنو شویو ته، چې د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران د میاخېلو په کلي کې میشت شوي؛ مرستې ورسولې. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعېل د دې مرستو د وېش پر مهال …

نور... »

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو زیانمنول ګټه نلري- خلیلي

د سولې عالي شورا رییس وایي؛ هغه ډلې، چې فکر کوي په خونړیو بریدونو خپلو موخو ته رسیږي، غولیدلي دي. د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ولایتي شورا ګانو له استازیو، قومي او جهادي مشرانو سره په جوړه شوې مشورتي دوه ورځنۍ ناسته کې وغوښتل، چې د …

نور... »

طالبانو په فراه کې درې امنیتي پوستې نیولې، ۲۱ پولیس یې وژلي

د فراه ولایت چارواکو ویلي، چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت درې امنیتي پوستې نیولې، چې په کې  ۲۱ پولیس وژل شوي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.   د دې ولایت د ولایتي شورا غړی فرید بختور وایٍي، طالبانو د بالابلول د فراه رود په اړوند سیمه …

نور... »

د ننګرهار په مرکز کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی زیاتوي، چې چاودنه د دوه یمې امنيتي حوزې اړوند د برښنا سب ستیشن ته …

نور... »

د ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې د سمنګان نوې والي معرفي شو

د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن سهار د کلکو او ټینګو امنیتي تدابیر لاندې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ د مرستیال لخوا د ولایت مقام ته وروپېژندل شو. د ورکړ شویو ګزارشونو له مخې؛ د سمنګان له نوي والي او پلاوي څخه د بغلان او …

نور... »

په سرپل کې یو سړی د خپلې ښځې د وژلو په تور ونیول شو

چارواکي وایي؛ د سرپل د مرکز په یکاب دشت کلي کې یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل میړه له خوا په بی رحمانه توګه وژل شوې ده. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وایي؛ څېړنې ښيي، چې د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی، خو د پېښې د رڼښت په موخه …

نور... »

په افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شو

د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل او یوه امریکايي پانګوال د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړه. افغان چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو د برابرولو د هڅو په لړ کې داسې پروګرام …

نور... »

زمونږ مخالفین د افغان کډوالو په پنډغالو کې د ځان ملګري لټوي- باجوه

د پاکستان لوی درستیز ویلي، چې حقاني شبکه او د پاکستان وسلوال طالبان د افغان کډوالو په پنډغالو کې د ځان ملګري لټوي. د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې تور لګولی، چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر ضد …

نور... »

له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډېر پلانونه شنډ شوي- برمک

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې په پلازمېنه کابل کې له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډلو ډېر پلانونه شنډ شوي دي. که څه هم په دې وروستیو کې د سخت دریځو ډلو لخوا خونړي بریدونه وشول؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، …

نور... »

په ننګرهار کې د ۹ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی

په ننګرهار کې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې د نهه کسانو ډله ییز قبر موندل شوی، چې یونیم کال وړاندې داعش له کوټ ولسوالۍ تښتولي وه. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي، دا قبر تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې موندل شوی دی. …

نور... »

د جمعیت اسلامي د والي عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ

د جمعیت اسلامي افغانستان رهبرۍ شورا په یوه اعلامیه کې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰) د ملي وحدت حکومت هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې عبدالکریم خدام د سمنګان د ولایت له مقامه لیرې شوی او پر ځای یې عبداللطیف ابراهیمې دغه مقام ته ټاکل شوی …

نور... »

د پولیسو څلورکلن امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور وړ ګرزیدلی- برمک

کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د پولیسو د ودې او پراختیا لپاره د دې وزارت امنیتي پلان، د مرستندویو هېوادونو د باور او تائید وړ ګرزیدلی او مرستو ته یې چمتوالی ښودلی دی.   د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې افغان پولیس په ډېرو حساسو شرایطو کې …

نور... »

د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی- منیره یوسفزاده

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی او د سمنګان لپاره ټاکل شوی نوی والي به ډېر ژر کار پیل کړي. د سمنګان لیرې شوي والي عبدالکریم خدام ویلي، چې د جمعیت ګوند، د دغه ولایت د خلکو او …

نور... »

په مزارشریف کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

په جوزجان کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو له وېش وروسته بیات بنیاد په مزار شریف کې له بیځایه شویو او اړو کورنیو سره مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دغه بنسټ هر کال د بېلابېلو ولایتونو اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې …

نور... »

د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي- لوی پاسوال عبدالرازق

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د برښنايي تذکرو لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي. له تېرو څو کلونو را په ديخوا د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو او سياسي حزبونو اختلاف روان دى؛ خو هېوادوال يې د ژر پيليدو غوښتنه کوي. دا، چي …

نور... »

د سمنګان والي هم د ارګ پرېکړه رد کړه

د سمنګان والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي. نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې …

نور... »

هند او ایران د چابهار بندر له لارې د اړیکو د غزولو هوکړه وکړه

د ایران ولسمشر هند ته په خپل سفر کې هوکړه کړې، چې نه یوازې به د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې وغزول شي، بلکې له زاهدان سره به هم  دغه هېواد ۷۲۰۰ کیلو متره ریل پټلۍ د کالیو د لیږد رالیږد لپاره وکاروي، چې په دې توګه …

نور... »

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي. نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې …

نور... »

د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي

ملي دفاع وزارت وایي، له دې وروسته د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي او د جګړې په ساحو کې د ملکیانو ژوند د پام وړ او مهم لومړیتوب دی. ملګرو ملتونو  تېره اوونۍ د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ، چې څه باندې لس زره ملکي وګړیو ته …

نور... »

هغه متقاعدین، چې بایومتریک شوي نه دي، امتیازات یې نه ورکول کیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له متقاعدینو او دغه راز د شهیدانو له ورثه وو غواړي؛ په بایومتریک سیستم کې ځانونه شامل کړي، چې پرته له دې به متقاعدین خپل حقوق تر لاسه نه کړي. د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي وایي، ډېرو …

نور... »