عاجل خبرونه

د ۹۷ ټاکنې

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ۳۵ نوماندان له وروستي نوملړه حذف کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، مولوي ترخېل، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي په ګډون ۳۵ نوماندان له خپل وروستي نوملړه حذف کړي، چې په اړه يې د غصب، تښتونې او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون د لنډ مهاله کارکوونکیو د ګومارنې کړنلار نلري- څارونکي

د ټاکنو څارونکي بنسټونه پر ټاکنیز کمیسیون نیوکه کوي، چې د موقتي مامورینو د استخدام کړنلار نلري. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته شاوخوا دوه نیمې میاشتې پاتې دي؛ خو اوس هم له پېنځه زره څخه د زیاتو مرکزونو لپاره د موقتي کارکوونکي د ګومارنې کړنلار نده جوړه …

نور... »

له پارلماني نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده- کمیسیون

  د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، وایي چې له نامسووله وسلوالو سره د اړیکو په تور د نوماندانو له نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده؛ ښايي ځينې حذف شوي کسان په وروستي نوملړ کې شامل شي. هغه کمیسیون، چې له نامسوولو وسلوالو سره د نوماندانو د اړیکو …

نور... »

سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د ونډې پر یقیني کولو ټینګار کوي

سیاسي ګوندونه له یوې خوا د ټاکنیز نظام د بدلون او په کې د ګوندونو د ونډې پر یقيني کولو ټينګار کوي او له بلې خوا په ډېر شمېر کسان او ګوندي غړي یې د خپلواکو نوماندانو په توګه سیالیو ته درولي دي. سیاسي ګوندونه له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه …

نور... »

سیاسي ګوندونه دې د رای ورکوونکیو د بایو متریک عملي ضمانت وکړي- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د رای ورکوونکیو بایو متریک کولو ته به هغه وخت چمتو شو، چې د ټاکنو پر نېټه اغېز ونکړي. په دې وروستیو کې سیاسي ګوندونو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د ولسي جرګې د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکيو د بایو …

نور... »

د ملا تره خېله په ګډون د نوماندانو د نوملړ په اړه هیڅوک د پرېکړې اجازه نلري

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي؛ د ملاترخېل په ګډون به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې د نوماندانو د نوملړ په اړه پرېکړه وکړي. داسې ښکاري، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا به د نوماندانو له لومړي نوملړ څخه د یو شمېر کسانو نومونه وایستل شي. په تازه مورد …

نور... »

د ټاکنیزو شکایتونو ۱۰۲ ولایتي کمیشنرانو لوړه وکړه

د ټاکنیزو شکایتونو یو سلو دوه ولایتي کمیشنرانو لوړه وکړه او ټاکل شوې، چې هر ولایت ته به درې کمیشنران لیږل کیږي. دوی دنده لري، چې په ولایتونو کې د ټاکنیز بهیر په اړه هر راز شکایتونه وڅېړي او خپلواکه پرېکړې وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولایتي کمیشنرانو له دوه …

نور... »

په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي- لالی حمیدزی

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی وايي، چې په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي دي. د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزي د دغو تذکرو ځينې بېلګې د آریانا نیوز په تحول خپرونه کې ښکاره کړې، چې د یوه سړي عکس پرې لګیدلی؛ خو نومونه یې …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ان د رای ورکوونکیو نوملړ چمتو کړی نه دی

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د رای ورکوونکیو نوملړ چمتو کړی نه دی. که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نږدې درې میاشتې پاتې دي؛ خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون …

نور... »

ولسمشر غني د ولایتي کمیشنرانو ۷۵ کسیز نوملړ منظور کړ

ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي کمیشنرانو پېنځه اویا کسیز نوملړ منظور کړ، چې ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ کارپیل کړي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۱۰۲ ولایتي کمیشنرانو نوملړ له څو میاشتو وروسته په بشپړ ډول د ولسمشر لخوا منظور شو. د ټاکنیزو …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس وټاکل شو

له هغې وروسته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون حکومت ته د دارالانشا د غړیو نوملړ وسپاره؛ حکومت احمد شاه زمانزی د دارالانشا د رییس په توګه ترې غوره کړ.   د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي زمانزی د ولسمشر اشرف غني د فرمان پربنسټ د ټاکنو کمیسیون له …

نور... »

ټاکنو ته ۸ نه، بلکې ۳ میلیون کسانو ځانونه راجستر کړي

د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې ټاکنو ته درې میلیون او شپږ سوه زره کسانو ځانونه راجستر کړي او د اته میلیون او شپږ سوه زره کسانو د  ثبتیدو په تړاو ویل شوې خبرې ناسمې دي. څو ورځې مخکې د  ګلبدین …

نور... »

د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی نوملړ خپور شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي: په ټولیزه توګه شپږ زره یو سلو پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نومونه لیکلي، چې شپږ زره اتیا کسانو لومړني نوملړ ته لار موندلې؛ خو له درې سوه اته شپېته ولسوالیو څخه په دوه څلوېښت ولسوالیو کې هیڅوک نه دی …

نور... »

په غزني کې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پیاوړي مدیریت ته اړتیا ده- هاشمي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غزني کې ولایت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پر پیاوړي مدیریت ټينګار څرګند کړی دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په غزني ولایت کې حوزوي ټاکنې تر سره کوي؛ خو اوس هم …

نور... »