عاجل خبرونه

د ۹۷ ټاکنې

د نوملیکنې په ۲۰ ورځو کې له یو میلیون ډېرو کسانو نومونه لیکلي

د غویی پر دوه یمه د کابل په لویدیځ کې داعش د نوملیکنې پر یوه مرکز خونړی برید وکړ او خلکو ته یې وېره پیدا کړه، چې لږ شمېر خلک په ټاکنو کې د ګډ‌ون لپاره نوم ولیکي. په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر …

نور... »

د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن له غرمې وروسته دوه نیمې بجې د خوست ولایت په یعقوبي جومات کې چاودنه رامنځته شوې، چې موخه یې د یاد جومات د ټاکنو د نوملیکنې مرکز و.  د خوست د عامه روغتون مرستیال ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۱۲ جسدونه او ۳۳ ټپیان رالیږدول شوي؛ خو …

نور... »

د جلال آباد ښار د نوملیکنې په مرکز کې چاودنه شوې

د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د يوه جومات په دروازه کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې جوړ شوى و، د ځاى پرځاى شويو چاودیدوونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چاودیدونکي توکي په يو زرنج کې ځاى …

نور... »

د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي- د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي. څه باندې دوه اوونۍ کیږي، چې د  رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تر اوسه پورې د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې شپږ سوه …

نور... »

ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي

د افغانستان د نوې ملي جبهي مسوولینو د ثور د اتمې په نمانځغونډه کې ویلي، چې ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي. د افغانستان د نوې ملې جبهې له خوا په جوړه شوې غونډه کې ویناوال د ولسي جرګې او …

نور... »

امنیتي ګواښونو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه وتړل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په وروستیو دوه اوونیو کې د امنیتي ګواښونو پر دلیل د رای ورکوونکیو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه تړل شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړي پړاو کې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې د یوزر و …

نور... »

تر هغې، چې امنیت خوندي شوی نه وي؛ ټاکنو ته نوملیکنه مکوئ- شیعه عالمانو شورا

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، چې مشر یې آیت العظمی شیخ آصف محسني دی له خلکو غوښتي؛ تر هغې، چې بشپړ امنیت ټینګ شوی نه وي، د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په پروګرام کې ګډون مکوئ.   دوی په کابل ښار کې د یکشنبې ورځې له خونړي برید وروسته …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې د بهیر له احتمالي غزیدو خبر ورکوي

د نوملیکنې روان پیکه بهیر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د قناعت وړ نه بریښي؛ نو، ځکه د نوملیکنې د وخت غزولو خبره کوي. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپل وخت د ټاکنو له تر سره کیدو خبرې کوي؛ خو د ټاکنو په وړاندې امنیت ستره ستونزه بولي. …

نور... »

په پلازمېنه کابل کې له ځانمرګي برید وروسته د تذکرو د وېش ټول مرکزونه تړل شوي

په کابل کې د تذکرو د وېش پر مرکز له ځانمرګي برید وروسته په پلازمېنه کې د تذکرو د وېش ټول مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي. د کابل په لویدیځه څنډه کې د تذکرو د وېش پر مرکز ځانمرګي برید له کبله خلکو ته اوښتی زیان …

نور... »

د غبرګولي( جوزا) پر ۵ نېټه د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش څرګند کړ، چې له مخې به یې د غبرګولي( جوزا) په ۵ نېټه  د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش یو ځل بیا بدل او لاندې تغیرات په کې …

نور... »

د کابل ښار د برچي په تذکرو مرکز کې ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي

امنیتي چارواکو ویلي، چې نن لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوی، چې په  کې له ۳۰  ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د …

نور... »

کیدی شي د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تمدید شي- کمیسیون

د دې بهیر له پیل څخه د جمعې ورځې تر پایه څه باندې یو سل و نهه اتیا زره کسانو په ۳۴ ولایتونو کې ځانونه په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي؛ کمیسیون په همدې خاطر ناراض دی او وایي، ممکن د ولایتونو په مرکزونو کې دغه …

نور... »

د نوم لیکنې بهیر ټکنی دی

د ټاکنو د بهیر له پاره د ټاکنو د خپلواک کمېسون کارلارې بریالۍ نه دي او په هېواد کې به روڼې او سراسري ټاکنې ونه شي. د ولسي جرګې ځینې استازي وایي چې د امنیت نشتوالی، د رایې ورکوونکو د لستونو جوړول او د پېژندپاڼو وېش، د ټاکنو په برخه …

نور... »

په نوملیکنه کې د خلکو ساړه ګډون حکومت اندېښمن کړی

ولسمشر اشرف غني د حکومت له مشرانو او د ټاکنو کمیسیون له  غړیو سره په لیدنه کې د نوملیکنې بهیر ارزولی اوسپارشتنه یې کړی، چې حکومت، کمیسیون، دیني عالمان او مدني بنسټونه دې په عامه پوهاوي پروګرام کې ډېر کار وکړي. د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د خلکو د …

نور... »

د ټاکنو تر وخته به لس میلیون تذکرې ووېشل شي- چارواکي

د وګړیو د احوال ثبتولو اداره وايي، چې د ټاکنو تر وخته به لس میلیون نوې تذکرې ووېشل شي، چې د جعل کولو امکانات یې ډېر کم دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویلي، چې افغانان به دا ځل په پارلماني ټاکنو کې د …

نور... »

په تېرو درې وځو کې ټاکنو ته ۱۳۰۰۰ کسانو نومونه لیکلي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ځکه، چې په تېرو درې ورځو کې په ټولیزه توګه دیارلس زره کسانو نومونه لیکلي دي. خلک وايي، چې زیاتره کسان د ټاکنو په اړه معلومات نلري او عامه پوهاوی کمزوری دی؛ ځکه، نو نوملیکنې ته ډېر …

نور... »

په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو- طالبان

وسلوالو طالبانو د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې او بلنې په ځواب کې، چې طالبان دې په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ویلي، چې : په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو. دوی له خلکو هم غوښتي، چې په دې ټاکنو کې ګډون ونکړي. په هغه خبرپاڼه کې، چې …

نور... »

سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې د خپلو استازیو د څارنې پر مناسبه ونډه ټينګار کړی

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو په راروانو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د ونډې د  زیاتیدو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د ګوندونو استازي ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته لار ومومي. دوی وړاندیز وکړ، چې ټاکنې باید د تلې پر لومړۍ نېټه تر …

نور... »

په ټول هېواد کې په لومړۍ ورځ اووه زره کسانو نوملیکنه کړې

د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې اووه زره کسانو نوم لیکنه کړې ده. په پلازمېنه کابل کې د نوملیکنې په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه د پام وړ نه ښکاري؛ خو بیا هم خلک راځي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره …

نور... »

طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي- اشرف غني

ولسمشر غني او د هېواد لومړۍ میرمن د شنبې پر ورځ(د وري ۲۵) چې د ټولو ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د رای ورکولو مرکزونه پرانستل شوي؛ په رسمي توګه ځانونه ثبت کړل او له طالبانو یې وغوښتل، چې د یوه سیاسي …

نور... »