د ۹۷ ټاکنې

په ننګرهار کې به ۳۳ ټاکنیز مرکزونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې وي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، د ټاکنو پر ورځ به ۳۳  ټاکنیز مرکزونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې وي؛ خو سر له اوسه ورته امنتیي تدابیر نیول شوي دي. د ننګرهار په ۳۹۴ ټاکنیزو مرکزونو کې به د ولسي جرګې نوماندانو ته رای اچونه ترسره شي. د تېرو ولسمشریزو …

نور... »

څارونکي بنسټونه د رای ورځې له احتمالي غزولو خبر ورکوي

څارونکي بنسټونه وايي، چې په بایو متریک سیستم کې د رای ورکوونکیو او د ګوتو د نښان او ستیکرونو لګول ډېر وخت ته اړتیا لري، چې له کبله به یې رای ورکوونکي ونشي کولی په یوه ورځ کې خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو پر ورځ به رای ورکوونکي څو پړاوونه …

نور... »

صبرۍ اندړ د محرومو او نرندر سنګهـ د ټول ملت استازيتوب غواړي

د ولسي جرګې یوازنۍ معلولې نوماندې میرمن صبرۍ اندړ له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړې؛ د نورو نوماندانو په څير ټاکنیزه مبارزه کوي او له دې لارې غواړي، چې د محرومو کسانو لپاره ځان بېلګه کړي. میرمن صبرۍ اندړ پر پښو معلوله ده؛ خو همت یې …

نور... »

د ولسي جرګې ۴۰ سلنه نوماندانو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره تکل کړی

د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ مرکز په تر سره شوې نظر پوښتنه کې په ډاګه شوې، چې څلوېښت په سلو کې نوماندان یوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د ولسي جرګې ټاکنو ته ولاړ دي. د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ …

نور... »

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي …

نور... »

هر کاندید دې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ څارونکي ولري- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، هر کاندید کولی شي د رای ورکولو په مرکزونو کې پخپله خوښه له ۵  سوه تر زر څارونکي ولري. که له زر زیات څارونکي وګمارل شي قانوني چلند ور سره کیږي. کابل د رای ورکولو پېنځه سوه اته پنځوس مرکزونه او درې زره محلونه لري، …

نور... »

ښځینه نوماندانې کور په کور ګرزي او له ښځو رایې غواړي

د ولسي جرګې ټاکنو ته ښځینه نوماندانې په ټاکنیزو کمپاینونو کې کور په کور ګرزي او له ښځو غواړي، چې په ټولنه کې د ښځو د رول د پراختیا لپاره دوی ته رایې ورکړي. له سهاره تر شپې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندانې کور په کور ګرزي، چې په …

نور... »

په مشرانو جرګه کې پر راروانو ټاکنو بحث وشو

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وایي، که د بایومتریک سیستم د کارولو په تړاو ټاکنو خپلواک کمیسیون  څرګند دریځ غوره نکړي او په دې برخه کې ابهامات پاتې شي؛ نو هیڅ ضمانت نشته، چې ټاکنې دې رڼې ووسي. د مشرانو جرګې ځینې غړي له بایومتریک سیستم څخه  استفاده ګونګه بولي …

نور... »

له بایو متریک بارکودونو پرته به ټولې رایې باطلې شي- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ هغه رایې به باطلې اعلام شي، چې د بایومتریک بارکودونه ونلري.  بایومتریک دستګاوې به له تنظیمیدو وروسته د یکشنبې پر ورځ ولایتونو ته ولیږل شي؛ خو دا وسایل د رای ورکوونکیو په تړاو اطلاعات څه ډول ثبتوي؟ کمیسیون وایي: لومړی باید د ښي لاس د …

نور... »