عاجل خبرونه

سوداگري

په جلال آباد کې د وطني تولیداتو او تاریخي آثارو نندارتون جوړ شوی

په جلال آباد کې د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د ورېښمو لارې د فرهنګي اوونۍ پًه ویاړ د وطني تولیداتو اوتاریخي آثارو فرهنګي نندارتون جوړ شوی، چې موخه یې داخلي تولیداتو ته بازار موندنه او له تاریخي آثارو سره آشنایي ده. د نندارتون یو مینوال محمد حسن کمالزی وایي، …

نور... »

په شېر خان بندر کې سوداګریز فعالیتونه په ټپه دریدلي

په کندوز کې سوداګر وايي، له تېرو ۵ ورځو څخه د افغانستان ـ تاجکستان سوداګریزه لار تړل شوې او دواړو خواوو ته زرګونه موتر بند پاتې دي. د کندوز د سوداګرو د ټولنې رییس سید مجتبی هاشمي د تاجکستان پولیس پړ بولي، چې د شېرخان بندر لویه لار یې له …

نور... »

په غزني کې رسنۍ طالبانو ته مالیات ورکوي

په غزني کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو ویلي، چې د بیان آزادۍ د ارزښتونو د ساتنې او د کارکوونکیو د خوندیتوب لپاره یې هر کال طالبانو ته تر دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې د مالیې په توګه ورکړي دي. په غزني کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو تر …

نور... »

په هېواد کې سیاسي بي ثباتي اقتصادي فعالیتونه ټکني کوي

د سوداګرۍ  خونې مسوولین وايي؛ په هېواد کې سیاسي بي ثباتي اقتصادي فعالیتونه ټکني کوي او د پانګې وتلو لامل به هم شي. د سوداګري خونه وایي؛ ولسمشر پخپله په دې هڅه کې دی، چې خصوصي سکتوراو اقتصادي پراختیاته زمینه برابره کړي؛ خو زور واکو چور پیل کړی دی. د …

نور... »

ملي وحدت حکومت دوه ویشت زره سلاکاران دندې تر سره کوي

په ملي وحدت حکومت کې دوه ویشت زره سلاکار تر سره کوي، چې هر یو یې له دېرش زره  نیولې تر دوه سوه پنځوس زره افغانیو میاشتني معاشونه اخلي. ولسمشر غني درې کاله او دوه میاشتې پخوا په دې ژمنه کار پیل کړ، چې په ادارو کې به د سلاکارانو …

نور... »

د ملي شورا غړي، زورواکي او وزارتونه لس میلیارد دالر پوروړي دي

د برښنا شرکت ريیس، چې مشرانو جرګې د پوښتونو لپاره غوښتی و؛ وویل: د ملي شورا غړي، زورواکي او وزارتونه له برښنا شرکت څخه لس میلیارد دالر پوروړي دي او خپل بیلونه نه سپاري. په کابل ښار کې د برښنا د پرلپسې پرچوۍ له کبله مشرانو جرګې د برښنا شرکت …

نور... »

هند د چابهاربندر د فعال ساتلو لپاره بودجه ځانګړې کوي

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي؛ د هند حکومت ژمنه کړې، چې د چابهاربندر د فعال ساتلو لپاره به بودجه ځانګړې کوي.  د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په وروستیو کې یې یو پلاوی هند ته استولی و، چې له چابهار بندر څخه په دوام داره توګه ګټه واخیستل شي او له …

نور... »

د کجکي د دوه یم فاز د جوړیدو چارې ژر پیل کیږي

د هلمند سیند د نورو سیندونو پر پرتله ‌ډېرې اوبه لري؛ خو د دې اوبو د سمې کارونې په برخه کې حکومت کار نه دی کړی. په کندهار او هلمند ولایتونو کې ناامنیو د دې بند چارې له ستونزو سره مخ کړي دي. د مالیې وزارت ویاند وایي، په دې …

نور... »

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي دي. دغه ستونزه وروسته له هغې راپورته شوه، چې (روایتي از درون) د رنګین دافرسپنتا په قلم لیکل شوی کتاب چاپ شو؛ خو پي دي ایف بڼه یې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوه. …

نور... »

مالیې وزارت په کابل پوهنتون کې د معیاري محاسبې زدکړه پیل کړې

د مالیې وزارت مسوولینو د هېواد په مالي نظام کی د مسلکی محاسبانو د روزنی لپاره په یوه غونډه  کې په ډاګه کړې؛ ټول هغه ځوانان، چی د معیاري محاسبې د زدکړو لیوالتیا ولري؛ په کابل پوهنتون کی یی ورته د معیاري محاسبې د روزنی یو معیاری پروګرام پیل کړی …

نور... »

د کابل او تاشکند سوداګریزه راکړه ورکړه به یو میلیارد دالرو ته پورته شي

له ازبکستان سره د همکاریو د لاسلیک شویو تړونونو په عملي کیدو به د کابل – تاشکند تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې یو میلیارد دالرو ته پورته شي. ازبکستان  ته د ولسمشر محمد اشرف غنې د سفر پر مهال شل اقتصادي او د ۵۰۰ میلیون دالرو په …

نور... »

بادغیس به غوره سوداګریزه راتلونکې ولري- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني بادغیس ولایت ته د سفر پر مال د بادغیس خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ولایت به غوره سوداګریزه راتلونکې ولري او د بادغیس باد به د راتلونکې لپاره د برښنا پیاوړې سرچینه وي. ولسمشر غني نن سهار د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نور ښار …

نور... »

مالیې وزارت له چین سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د مالیې وزارت ویاند وایي، د افغانستان اقتصادي همکار چین له مالیې وزارت سره په درېیمه ګډه ناسته کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د دې هوکړه لیکونو له مخې؛ چین غواړي د جمهوریت روغتون په بیا رغاونه او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو د اړتیاوو په پوره کولو …

نور... »

ولسمشرغني د کورنيو تولیداتو پر کارولو ټینګار وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل، چې کورني تولیدات وکاروي؛ ځکه، چې له دې سره کورنۍ صنایع وده وکوي او په وارداتو او صادراتو کې توازن رامنځته کیږي. د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون، چې په کابل کې جوړ شوی و، پای ته ورسید. ولسمشر غني د دې نندارتون د …

نور... »

د پنجشېر ولایت ښاری پلان وړاندې شو

د ښاري پراختیا وزیر وایي، چی د هېواد ۶ ولایتونو ته یې ښاري ماستر پلانونه جوړ کړي، چی په دې ولایتونوکی کندهار، بلخ، لوګر، ننګرهار، کندوز، پنجشېر او هرات شامل دی، چی په پلی کیدو سره به یې په ښارونو کې اقتصادي خوزښتونه رامنځته شي. د ښار او کور جوړونی …

نور... »

په افغانستان کې به ۲۰۱۸ کال د مهمو تحولاتو کال وي-غني

ولسمشر غني وایي، دوه زره اتلسم کال به په افغانستان کې د مهمو تحولاتو کال وي. ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې د کابل او تاشکند تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۳ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. په دې هوکړه لیکونو کې اقتصادي، سیاسي، …

نور... »

ولسمشر غني ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي

ولسمشر غني ازبکستان ته د ننني سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له چارواکو سره د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي او تمه ده، چې له دغه شمالي هېواد سره به د همکاریو نوی فصل پرانیزي. ولسمشر به په دې سفر کې د ازبکستان له لوړپوړیو چارواکو سره لیدنې ولري …

نور... »

د نشه يي توکو د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی- جان سپکو

د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې پلټونکي ویلي، چې د نشه يي توکو د کرکیلې او تولید د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی. په افغانستان کې د نشه يي توکو پر امبارونو او کارخونو د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو …

نور... »

هر کال د سالنګونو د مراقبت لپاره ۲۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کیږي

د مالیې وزارت وايي، هر کال په منځنۍ کچه د سالنګونو د مراقبت لپاره دوه سوه میلیون افغانۍ ځانګړې کیږي. سالنګ، چې مرکز له شمال سره نښلوي؛ د ترافیکو له پلوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ده. په ځانګړې توګه د ژمي پر موسم په سالنګونو کې د واورو ښویدنې …

نور... »

په کندز کې پخوا تر 123 زره متر مربع ډېرې غالۍ اوبدل کېدې

په کندز کي د غالیو تولید او صادرات لږ شوي دي. د غالیو اوبدونکي وايی د دغه ولایت له دوه ځلې سقوط وروسته د غالیو بازار له رکود سره مخ شوی او بیه یی هم ټیټه شوې ده ، خو چارواکي وايی  په دغه ولایت کې د خصوصی سکتور او …

نور... »