سوداگري

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته ورسیده

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته رسیدلې او پر اړو او بېځایه شویو کورنیو ووېشل شوې. جګړې د جوزجان په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کې سلګونه کورني بېځایه کړې او ډېر یې د شبرغان ښار په ځنډه کې له خپلو کورنیو سره په خورا ستونزو …

نور... »

هند پر ۱۰۸ پراختیایي پروژو څه باندې ۳۱ میلیون دالر لګوي

  په کابل کې د هند سفیر وایي، هند غواړي داځل د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یوسلو اته پراختیایي پروژو لپاره د ۳۱ میلیون دالرو مرسته وکړي. په افغانستان کې د هند سفیر من پریت هورا وایي، دغه ۱۰۸ پروژې به د دغه هېواد په وروسته پاتې سیمو …

نور... »

مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل ښاروالۍ او مالیې وزارت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مالیاتي سهولتونه او روڼتیا رامنځته شي. د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال نجیب الله وردګ وایي، په کابل ښار کې څه باندې ۱۳۶ زره اصناف شته، چې په کې پلورنځي، رستورانتونه او نور …

نور... »

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ له کابله پیل کړه

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر اړو کسانو خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې. د بیات بنیاد د مرستو دا لړۍ د لومړۍ ناحیې د زاړه ښار له اړمنو کسانو پیل شوې او په کې خوراکي او غیر …

نور... »

۳۳ زره متقاعدینو خپل حقوق تر لاسه کړي نه دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني، چې ۳۳ زره متقاعدینو خپل حقوق تر لاسه کړي نه دي او وایي، چې مالیې وزارت ته د دوي بورجه وړاندې شوې؛ خو دې وزارت د اړتیا وړ افغانۍ ورکړ شوې نه دي. یو شمېر متقاعدین وایي، ډېرې منډې رامنډې مو د تقاعد …

نور... »

سوداګرۍ وزارت له اندونیزیا سره د سوداګرۍ له غزولو خبر ورکړ

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غزولو فرصتونه شته او ډېر ژر به د دواړه هېوادونو ترمنځ د یو لوړ پوړي پلاوي تر نظر لاندې د شته فرصتونو لپاره تدابیر ونیول شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، …

نور... »

پاکستان د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې

پاکستان خپلې خاورې ته د افغان مڼو پر ورتګ بندیز لګولی او له مڼو بار لسګونه موتر دمګړۍ په تورخم کې درول شوي دي. د سبو   سوداګر  خواجه محمد قاضي خېل وايي، د میلیونونو افغانیو پر ارزښت، سلګونه ټنه مڼې مو د خرابېدو په حال کې دي. د ننګرهار د …

نور... »

په کابل کې عتیقه پلورونکي او حکاکان د بازار نشتوالي اندېښمن کړي

د کابل په نوي ښار کې د انتیک پلورنځیو د کوڅې عتیقه پلورونکي او حکاکان د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي اندېښمن شوي دي. د کابل ښار د انتیک پلورنځیو کوڅه، چې نږدی شپېته کاله وړاندې د چرګانو کوڅې په نوم یادیده؛ اوس دلته له درې زره ډېر …

نور... »

افغانستان ۹ سلنه صادرات او ۹۱ په سلو کې واردات لري

د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې اووه میلیارد دالرو ته رسیږي، چې له دغو پیسو څخه نهه په سلو کې پر صادراتو او پاتې یو نوي نورې پر وارداتي توکو لګیږي. د افغانستان صادرات او واردات د پرتلې وړ نه دي؛ ځکه افغانستان په دوه زره اوولسم کال …

نور... »

د چابهار له لارې د هندي غنمو لومړۍ جوپه کابل ته راورسیده

د هند لخوا افغانستان ته د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه، چې د چابهار له لارې هېواد ته را لیږدول شوې وه، کابل ته را ورسیده. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني څرګنده کړې، چې هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته …

نور... »

افغان پانګوال له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلو کارخانو رالیږدولو اندېښمن کړي

په وروستیو کې پاکستان افغان کډوالو ته د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی، چې له دې هېواده خپلې کډې بار کړي؛ خو په پاکستان کې افغان پانګوال افغانستان ته د خپلو کارخانو رالیږدولو اندېښمن کړي دي. په پاکستان کې د عادي افغان کډوالو تر څنګ کاروباریان او پانګوال هم ژوند …

نور... »

افغانیو د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی

د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د کابل په صرافیو کې یو دالر پر اویا اعشاریه څلوېښت افغانیو پلورل کیده، چې دغه حالت هېوادوال له اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د نړۍ سیاستونه د افغانۍ پر ارزښت مخامخ مثبت او یا هم منفي اغیزې ښیندي. …

نور... »

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دې پر صنایعو او سوداکرۍ وزارت بدل شي- ولسمشرغني

ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د مرغوي ۱۶) له غرمې مخکې د خان ستیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانستې په مراسیمو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ موخه مو داده، چې په هېواد کې مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنایعو او سوداګرۍ پر وزارت …

نور... »

ازبکستان به ډېر ژر له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي

د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، ازبکستان د افغانستان سوداګرو ته له ترانزیتي اړخه ډېر ارزښت لري؛ ځکه، نو ډېر ژر به دغه هېواد له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي؛ له افغانستان سره د ازبکستان سوداګري  ورځ تربلې د …

نور... »

په هلمند کې د بست تصدي تړل شوې

د بوست تصدۍ رییس وايي، د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پنبې د رانیولو لپاره ۳۰۰ میلیون افغانۍ د شيږ نويیم مالی کال په بودجه کې دې فابریکې ته ځانګړې شوې وې، چې هلمند ته ندي رارسیدلي او له همدې کبله د دغې تصدۍ فعالیت بند شوی دی. …

نور... »

سخت دریځې ډلې هر کال له کانونو په میلیونونو دالر تر لاسه کوي

د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین اندېښنه ښيي، چې هر کال د کانونو د استخراج له درکه سخت دریځې ډلې په میلیونونو دالره تر لاسه کوي. د افغانستان د شفافیت بنسټ رييس سید اکرام افضلي وایي؛ پر نشه يي توکو سربېره د کانونو استخراج هغه سرچینه ده، چې وسلوال مخالفین …

نور... »

د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره د خصوصي سکتور پر پانګونه ټینګار وشو

د سې شنبې پر ورځ( د مرغومی ۵) په کابل کې د کارګمارونکیو ملي کنفرانس د کار د نړیوال سازمان په مرسته جوړشو، چې موخه یي د کار رامنځته کول، د مارکیټ مدیریت او د ټولنیزو شریکانو ظرفیت لوړول دي. د سوداګرۍ خونه وايي؛ تر هغې، چي حکومت خصوصی سکتورته …

نور... »

په ۹ ولایتونو کې د ۳۸ پروژو کار د ۴۲۶ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شو

د کلیو او بیارغونې وزارت په ۹ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې په برخو کې ۳۸ پراختیایي پروژې د څلورسوه شپږویشت میلیون افغانیو پر ارزښت جوړوي. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به  ۱۰۲ زره کسانو ته د …

نور... »

د پکتیا د مچلغو برښنا بند تړون له یو روسیې شرکت سره لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د مچلغو برښنا بند د جوړولو تړون د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۳) د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د روسي شرکت( پراجکت ډیزاین ایجسنۍ کمپنۍ) ترمنځ لاسلیک شو. اجرائیه رییس وویل، د مچلغو بند جوړیدل د پکتیاوالو پخوانۍ هیله وه، چې …

نور... »

بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له ۳۸ سلنې لږ برخه لګولې

  د ۱۳۹۶مالي کال له پای ته رسیدو سره په یوه وخت نهه دېرش بودجوي واحدونو د خپلې پراختیایي بودجې له څلویښت سلنې لږ برخه او څوارلس نورو بیا له څلویښت سلنې پورته لګولې ده. آریانا نیوز ته رسیدلي نوملړ ښیي؛ بودجوي واحدونو د پراختیایي بودجې له اته دېرش سلنې …

نور... »