سوداگري

د بیات تکنالوژي انسیتیوت جوړ او پرانستل شو

د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د بیات تکنالوژي انسیتیوت د شنبې پر ورځ( د وري ۱۱) جوړ او پرانېستل شو. د بیات بنیاد تکنالوژي انسیستوت کار پېنځه کاله مخکې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې، چې د سیمې په کچه په نړیوالو معیارونو برابر دی پیل شوی و او …

نور... »

د لویو کانونو د استخراج چارې به امریکايي کمپنیو ته وسپارل شي- د کانونو وزارت

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې د لویو کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج چارې او تړونونه به امریکايي کمپنیو ته وسپارل شي. له هغې وروسته، چې یو شمېر امریکايي شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره تیاری وښود؛ نو د افغانستان د کانونو وزارت هم …

نور... »

د خوست محلي ادارې ته د غلام خان بندر د تړلو امر شوی

د خوست ولایتي شورا غړي وایي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خوست محلي ادارې ته  د غلام خان بندر د تړلو امر کړی دی. له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ پاکستان د غلام خان بندر پرانست؛ افغان حکومت اوس ویلي، چې په سرحدي صفري ټکي کې د نظامي …

نور... »

د افغانستان بانک صرافانو او ایسا تشبثاتو ته د صرافۍ د شرکت جواز ورکوي

د افغانستان بانک مسوولین وایي، د افغانستان بانک، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته د جواز اجازه ورکوي، چې له مخې یې صرافان کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې څانګې ولري او پولي خدمتونه په معیاري بڼه وړاندې کړي. د افغانستان بانک د پولي خدمتونو او حوالو …

نور... »

د کندهار د ارغنداب سيند استنادي ديوالونه جوړ شول

د کندهار د ارغنداب سيند دواړو غاړیو ته د ٢٢ ميليون دالرو پر ارزښت استنادي ديوالونه جوړ شول. د دغه استنادي ديوال کار، چي د ارغنداب د سيند پرغاړه درې کاله وړاندي پيل شوى و نن ګټي اخيستني ته وسپارل شو . د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمان کريمي …

نور... »

په کندهار کي د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

د ښځو د سودا ګرۍ خوني مسوولين وايي، چې دغه مرکز نادولتي دى او په کې به د ښځو د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه کيږي. د دې خونې د پرانيستو پر مهال د کندهار د ښځو چارو ریيسې روقيه اڅکزۍ وويل: دا، چي ښځو د خپلو لاسي صنايعو لپاره …

نور... »

په کندهار کې کروندګرو ته د پېستې ۲۵۰ نوي باغونه جوړېږي

کندهار، چې انار، انګور او یو شمېر نورې تازه او وچې مېوې یې په نړيوالو بازارونو کې ښه ځای لري او کروندګرو یې د پېستو باغونو جوړولو ته مخه کړې،  چي ښه پايله هم لري. د کندهار د کرنې ریاست سرپرست حبیب الرحمان سجاد وايي، سږ کال د اووه ولسوالیو …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې یو شمېر کورنیو ته د اوبو پاکولو وسایل ووېشل

بیات بنیاد د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې پر یو شمېر کورنیو د اوبو پاکولو وسیلې ووېشلې، چې ککړې اوبه نهه نوي اعشاریه ۹ سلنه پاکې او د څښاک وړ ګرزوي. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې په کابل کې د اوبو …

نور... »

پاکستان افغان سوداګرو ته د ستونزو له حل خبر ورکړ

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ټولو ستونزو حل ته چمتو الي لري. د پاکستانيو رسنیو د راپورله مخې؛ د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو حل …

نور... »

سبا به له کابل څخه قزاقستان ته د هوایي دهلیز له لارې سوداګریز توکي واستول شي

ټاکل شوې، چې سبا د جمعې پر ورځ( د کب ۴) د هوايي دهلیز له لارې له کابل څخه قزاقستان ته لومړنۍ سوداګریزه الوتنه ترسره او په کې څلور اعشاریه شپږ ټنه توکي دغه هېواد ته واستول شي. د ولسمشرۍ د مالي چارو او اړیکو مسوول سمیررسا وايي، چې قزاقستان …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په چهارآسیاب کې راستنو شویو ته مرستې ووېشلې

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل له پاکستان څخه بېرته راستنو شویو ته، چې د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران د میاخېلو په کلي کې میشت شوي؛ مرستې ورسولې. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعېل د دې مرستو د وېش پر مهال …

نور... »

په افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شو

د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل او یوه امریکايي پانګوال د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړه. افغان چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو د برابرولو د هڅو په لړ کې داسې پروګرام …

نور... »

په مزارشریف کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

په جوزجان کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو له وېش وروسته بیات بنیاد په مزار شریف کې له بیځایه شویو او اړو کورنیو سره مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دغه بنسټ هر کال د بېلابېلو ولایتونو اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې …

نور... »

هند او ایران د چابهار بندر له لارې د اړیکو د غزولو هوکړه وکړه

د ایران ولسمشر هند ته په خپل سفر کې هوکړه کړې، چې نه یوازې به د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې وغزول شي، بلکې له زاهدان سره به هم  دغه هېواد ۷۲۰۰ کیلو متره ریل پټلۍ د کالیو د لیږد رالیږد لپاره وکاروي، چې په دې توګه …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د هېواد ختیځ ته ورسیده

بیات بنیاد په ننګرهار کې له سلګونه بېوزلو او اړو کورنیو  سره، چې د ژمې په یخه هوا کې، په نیمه خېټه د ژوند سختې شپې تېروي؛ د خوراکي توکو او ژمنیو کالیو مرسته کړېده. بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ د ننګرهار ولایت سلګونه اړو، بېځایه شویو او …

نور... »

پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لار تړلې

د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان له تېري یوې میاشتي راهیسې د تورخم لار تړلې؛ افغان موترو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې پاکستان ته ولاړ شي، خو پاکستاني موتر آزادنه افغانستان ته رادننه کیږي. د سوداګرۍ خونې ویاند  صیام الدین پسرلی وايي، له تېري یوې میاشتي راهیسی پاکستان د افغان …

نور... »

په روان کال کې به د هېواد ټوله فضا تر څارنې لاندې راشي- حبیبي

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادرې مسوولین وايي، د هوايي ترانزیت له لارې د عوایدو د زیاتید لپاره به په روان کال کې د هېواد ټوله فضا د را دارو له لارې تر څارنې لاندې راشي. د هوايي چلند د خپلواکې اداري چارواکي وايي؛ تر هغې، چي ټوله فضا …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په شپږمه ناحیه کې پر اړو کسانو خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې. د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل:  مونږ نن د خپلو ژمنیو مرستو لړۍ …

نور... »

څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته شوې-کریمي

د کلیو او پراختیا وزارت د ۹ ولایتونو څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته کړې ده. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي، په ۹ ولایتونو کې د ۱۵ زره راستنیدونکیو لپاره د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو لپاره د غالۍ اوبدلو وسایل وېشل …

نور... »

وروستیو ورښتونو افغان کروندګر کرنیزو فصلونو ته هیله من کړل

پغمان د کابل هغه سیمه ده، چې له نورو سیمو په کې ډېره واوره وریږي. که څه هم په روان ژمي کې د پام وړ واوره نده اوریدلې؛ خو وروستیو واورو د خلکو او کرندګرو هیلې یو څه راوغوړولې. ماشومان هم لارو او کوڅو ته راوتلي د واورې له وریدو …

نور... »