عاجل خبرونه

سوداگري

افغانستان له آذربايجان څخه په نفتي موادو او گازو كې د پانگونې غوښتنه وكړه

آذربايجان ته د افغانستان د سوداگرۍ وزير د سفر موخه دا وه، چې د افغانستان، تركمنستان،  آذربايجان او گرجستان يوه گډه كاري كميټه جوړه كړي. د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي: له دې هڅې موخه دا ده، چې افغانستان اروپايي بازارونو ته لاره ومومي او د دغو …

نور... »

په هېواد کې د ۶۴۳۱ ټاکنیزو مرکزونه امنيت ډاډمن دی

امنيتي بنسټونه وايي، چې درې نوي په سلو كې به د ټاكنيزو مركزونو امنيت خوندي كړي. د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په باب د امنيتي بنسټونو په رسمې راپور كې راغلي، چې نا امني د ټاكنو لپاره د لويې ستونزې په توګه نده مطرح. د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په …

نور... »

د افغانستان د ګمركونو عوايد پنځه ميليارده او اووه سوه ميليون افغانۍ لږ شوي دي

د افغانستان د ګمركونو عوايد په روان كال كې له ټاكل شوې كچې پنځه ميليارده او اوه سوه ميليون افغانۍ لږ شوي دي. د ماليې وزارت چارواكي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د ۲۰۱۴م كال په پاې كې د نړيوالو ځواكونو د وتلو او د ناامنيو د دوام …

نور... »

د هوايي ترافيكو د څار او كنټرول يوه روزنيزه دستګاه فعاله شوه

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسئولين وايي، چې په تېرو دوولسو كلونو كې د هوايي چلند په برخه كې نړيوالو مرستندويانو هېڅ همكاري نه ده كړې. د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر داود علي نجفي همدارنګه وايي، ترڅو چې د افغانستان هوايي ترافيك د افغانانو لخوا اداره نه شي، …

نور... »

افغانستان د پانګونې په برخه كې شپږ برابره پرمختګ كړى دى

د نړيوال بانك وروستۍ ارزونه كولاى شي په افغانستان كې د لويو بهرنيو پانګونو لپاره لاره پرانيزي، په افغانستان كې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا وايي، د دولت د لږې پاملرنې له امله د نړيوال بانك د اروزنې له مخې افغانستان د پانګونې په برخه كې شپږ …

نور... »

د کابل ـ جلال آباد ترمنځ غزیدلی سړک د له منځه تلو په حال کې دى

د کابلـ جلال آباد ترمنځ د غزيدلې لويې لار له پخيدو څخه د گوتو په شمار کلونه تېريږي؛ خودمگړۍ د باروړونکيو موټرو د زيات بار د وړلو پر لامل د ويجاړيدو په حال کې ده. د دې لارې مسافرين وايي: پردې سړک د باروړونکيو موټرو خاوندان په خپلو موټرو کې …

نور... »

له قرقل څخه د پوستین جوړولو صنعت د له منځه تلو سره مخ دى

د افغانستان د كسبګرو اتحاديه وايي، په افغانستان كې له قرقل څخه د پوستین او خولۍ جوړولو صنعت د له منځه تلو سره مخامخ دى. د کسبګرو اتحادیه همدارنګه وایی، تېرو يوولسو كلونو كې په هېواد كې د قرقل پوستكي د پنځه سوو لويو او وړو توليدي كارخانو له ډلې …

نور... »

هر کال یو میلیارد امریکایی ډالر د بهرنیو پانګوالو جیب ته ځی

هر كال يو ميليارد امريكايي ډالر افغانستان ته د سمنټو د وارداتو له لارې د بهرنيو پانګوالو جېب ته ځي. د افغانستان د كانونو وزارت وايي، څېړنې ښكاره كوي، چې افغانستان د خامو با كېفيته موادو د منابعو  درلودونكې او د سمنټو د جوړولو د كارخانو له پاره ښه بازار …

نور... »

که خلك په خپلو پيسو په بانكونو كې پانګونه وكړي بهرنيو مرستو ته به اړتيا نه وي

د افغانستان بانك وايي، افغانان لږ ترلږه پنځوس ميليارد ډالره نغدې پېسې په خپلو كورونو كې ساتي. د دغه بانك چارواكي وايي، كه په افغانستان كې د بانكدارې نظام د پام وړ وده ونه كړي او خلك په خپلو پيسو په بانكونو كې پانګونه وكړي بهرنيو مرستو ته به اړتيا …

نور... »

افغاني صادراتي محصولات له يو ځانګړي مارك سره نړيوالو ماركېټونو ته وړاندې كېږي

له دې وروسته به افغاني صادراتي توليدات له يو ځانګړي مارك سره نړيوالو ماركېټونو ته لېږل كېږي. دغه څرګندونې د سوداګرۍ وزارت چارواكو په كابل كې د يو كرنيز نندارتون د پرانیستلو پر مهال وكړې. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايو وزارت چارواكو د كرنيزو محصولاتو د يوه نندارتون د …

نور... »

د افغانستان او روسيې د ګډ اقتصادي كميسيون دويمه ناسته په كابل كې جوړه شوه

د روسيې دولت او خصوصي سكتور په افغانستان كې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه برېښنا، د بندونو او واټونو په جوړېدو كې د ګډې پانګونې غوښتننه لري. د اقتصاد وزير د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د افغانستان او روسيې د ګډ اقتصادي كميسيون په دويمه ناسته كې …

نور... »

د نفتي موادو پر تصفيې پانګونه بايد د خلكو ګټو ته په پام وي نه د پانګوالو د ګټې پر بنسټ

يو شمېر اقتصادي كارپوهان وايي، په اوسنيو شرايطو كې، چې د افغانستان اقتصادي حالت د خرابه كېدو شونتيا شته، د دې هېواد د ماتېدونكي اقتصاد لپاره منځنۍ او وړې پانګونې ډېرې ګټورې دي. دوي وايي، كه په افغانستان كې پانګونې تر ډېره د ځمكو لاندې سرچينو باندې متمركزې وي، د …

نور... »

د ځینو زورواکانو لخوا د برېښنا د لګښتونو نه ورکړې، د برېښنا شرکت اندېښمن کړی دی

د افغانستان برېښنا شركت د زورواکانو په ذريعه د برېښنا له غلا كولو اندېښمن دي. دوی وايي، د بريښنا د لګښتونو نه وركړې د دې شركت پر عوايدو باندې ۲۶ په سلو كې اغېز كړى، چې نږدې دېرش ميليون ډالره كېږي. په همدې حال كې دې شركت له تمې خلاف …

نور... »

په هېواد كې يو شمېر سوداگرو د نفتي توكو بيه لوړه كړه

تېره چارشنبه(د وږي ۶) حكومتي پلاوي د غضنفر د تېل چاڼځي له چارو څېړنه تر سره كړه او چارې يې و ځنډول شوې. دا كار له هغې وروسته وشو، چې د غضنفر تېل چاڼځي بې كيفيته تېل بازار ته وړاندې شول. له دې سره جوخت د يوه ليتر تېلو بيه …

نور... »

د ډيجيټلي پروګرام له لارې به د تلويزيوني شبكو انځورونه او غږونه د لوړ كيفيت برخمن شي

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت غواړي د ډيجيټلي پروګرام له لارې د تلويزيوني شبكو خپرونې ټول هېواد ته ورسوي. د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت په همدې موخه له يوې خصوصي كمپنۍ سره تړون لاسليك كړ. دغه كمپنۍ به په دې برخه كې پنځوس ميليونه ډالره پانګونه وكړي. د …

نور... »

یو شمېر کورني او بهرني سوداګر د کمري په صنعتي پارک کې د پانګونې غوښتونکي دي

د افغانستان د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا وايي، چې يو شمېر كورني او بهرني سوداګر د كمري په صنعتي پارك كې له يو ميليارد ډالرو څخه د زياتې پانګونې غوښتونكي دي، خو افغان دولت تر اوسه هغه ځمكه، چې د ياد پارك لپاره په پام كې نيول …

نور... »

په کابل کې د تازه میوو پلور زیات شوی دی

په كابل ښار كې د تازه ميوو يو شمېر پلورنكي وايي، په دې وروستيو كې يي د توكو پلور زيات شوى دى. دوی وايي، د كوچني اختر په را نږدې كېدو سره په كابل كې د تازه ميوو بيه څو برابره لوړه شوې ده. افغانان په اخترونو كې د نورو …

نور... »

که حکومت د پانګونې په اړه نوې تګلاره عملي کړي لس زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شی

د افغانستان د صنايعو ټولنه وايي، كه حكومت د پانګونې په اړه نوې تګلاره عملي كړي تر يوې مياشتې په لږه موده كې به يوازې د څرخي پله په صنعتي پارك كې لس زرو كسانو ته د نوي كار زمينه برابره شي. د افغانستان د صنايعو ټولنې د شنبې په …

نور... »

هر كال په افغانستان كې د بې روزګارو شمېر تر پنځو سو زرو تنو پورې زياتېږي

د اقتصاد وزرات وايي، چې د مرستو لګولو ته نه پاملرنه او د دولت له خوا د اساسي پلانونو نه شتون د دې لامل شوى، چې د افغانستان اته څلوېښت سلنه كارګران بې كاره واوسي. په افغانستان كې ورځ تر بلې زياتېدونكې بې روزګارې په تېرو څو كلونو كې د …

نور... »

د افغانستان را ټول شوي عوايد ۲۵ په سلو كې كم شوي دي

د افغانستان د ماليې وزارت تائيد كړه، چې د روان مالي كال په درېيو لومړيو مياشتو كې د افغانستان را ټول شوي عوايد ۲۵ په سلو كې كم شوي دي. د دې وزارت مسئولين د عواېدو د كمېدو عوامل له ګاونډيو هېوادونو سره په ترانزيتي ستونزو او د مالي كال …

نور... »