عاجل خبرونه

سوداگري

شپږ ولایتونو ته د څلور سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د پروژو تړونونه لاسلیک شول

د اوبو او انرژۍ وزارت  توانیدلی، چې د هېواد په شپږ ولایتونو کې د څلورسوه میلیون افغانیو پر ارزښت له خصوصي سکتور سره د پروژو تړونونه لاسلیک کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت توانیدلی، چې له خصوصي سکتور سره د  ۳۷۲ میلیون ډالرو پر ارزښت پانګونه جذب کړي.  د او …

نور... »

سږ کال په ننګرهار کې ۱۵۰ ټنه زیتون شوي

سږ کال د ننګرهار د کانال پر ځمکه ۱۵۰ ټنه زیتون شوي، چې  پرې د زیتونو په کارخونه کې د تېلو او اچارجوړولو چارې روانې دي. د زیتونو په بن کې محمداجان نومي کارګر ویلي، چې د ننګرهار د کانال زیتون پاخه شوي او له تېرو شل ورځو راپدیخوا د …

نور... »

بیات پاور له ګازو څخه د برښنا برابرولو سب ستیشن ګټې اخیستنې ته وسپاره

د هېواد په شمال جوزجان کې له ګازو څخه د برېښنا برابرولو دا پروژه د بیات پاور پر مټ بشپړه شوې، چې څلویښت میګاواته برښنا تولیدوي. د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۳) په جوزجان ولایت کې د حرارتي برښنا دا لومړنی سب ستیشن د نږدې څلویښت میلیون امریکایي دالرو …

نور... »

ولسي جرګې ته د ماليې وزارت چارسمبالی وغوښتل شو

د مالیې وزارت چارسمبالی(سرپرست) ولسي جرګې ته په دې خاطر غوښتل شوی و، چې په بودجه کې میلیاردونه افغانۍ بېځایه لګیدلې دي. ولسي جرګې د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۴) د مالیې وزارت چارسمبالی د تېر کال په بودجه کې د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په تړاو غوښتی …

نور... »

حکومت د پراختیایي بودجې میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګولي- ولسي جرګه

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون ویلي، د پراختیايي بودجې په لګولو کې د افغانستان له خلکو سره لویه جفا شوې او میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګول شوې دي. ولسي جرګې د دوه یم ځل لپاره د ۱۳۹۷ لمریز کال د بودجې د قطعیې لګول په اجنډا …

نور... »

په لومړي ځل په هېواد کې یوه سوداګریزه سړخونه جوړه شوه

په لومړي ځل په هېواد کې یوه ستره سوداګریزه سړخونه د پېنځه میلیون دالرو پر ارزښت جوړه شوه، چې په یو وخت کې به د پېنځه زره ټن تازه میوې د ساتنې وړتیا ولري. د غه سړخونه، چې په نړیوال معیار برابره ده؛ کو لي شي تر شپږ میاشتو پورې …

نور... »

د کابل په ارغندې کې ۲۲۰ کیلو واته وړتیا لرونکی سب ستیشن پرانستل شو

د کابل په ارغندې کې د دوه سوه شل کیلو واته وړتیا لرونکی برښنا سب استیشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل برښنا شرکت اجرائیه رییس امان الله غالب ویلي، چې د برښنا دا سب ستیشن د ازبکستان له وارداتي برښنا اکمالیږي، نولس میلیون امریکایي دالر لګښت پرې راغلی، …

نور... »

اجرائیه رییس عبدالله د شانګهای په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته رسیدلی

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن(جمعه د لړم ۱۰) د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸ سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسیدلی او د دې ناستې په څنډو کې یې د دغو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره لیدلي دي. ښاغلي عبدالله …

نور... »

په کابل کې لبنیاتو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کرنې، مالدارۍ او د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان له خوا په کابل کې د شیدو د پروسس د یوې معیاري کارخونې د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دا فابریکه به په اتلس بسوې ځمکه کې  په معیاري توګه جوړه او په یونیم کال کې به پر تولید پیل …

نور... »

افغانستان اته اعشاریه شپږ میلیارد دالر پولي زیرمه لري

د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ توانیدلي، چې د افغانستان بانک د اسعارو زیرمه اته اعشاریه شپږ میلیارد دالروته لوړه کړي. د افغانستان بانک سر پرست وحید نوشیر وايي، چې د افغانستان بانک د اسعارو برخه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده. هغه زیاته کړې، چې دا د بانک د …

نور... »

د بیات پاور کمپنۍ به ډېر ژر د بریالۍ پروژې په توګه اعلان شي

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ د بیات پاور کمپنۍ، چې د هېواد په شمال کې له ګازو څخه برښنا تولیدوي ډېر ژر به د بریالۍ پروژې په توګه اعلان شي. د کانونو او پترولیم و زارت مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه ورته د بیات پاورشرکت پروژه یوه …

نور... »

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو کلونو کې مو له یوه هکتار ځمکې نږدې درې ټنه وریجې ترلاسه کیدې، خو سږ کال د ډېرو اوبو له کبله دا کچه څلور ټنه ده. تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو کرنیز ولایت دی، چې له کندوز …

نور... »

حکومت دې د مخابراتو د ( لس سلنې مالیې) په اړه وضاحت ورکړي

حکومت باید د موبایل کریدت کارتونو د لس سلنې مالیې له درکه د تر لاسه کیدونکیو میلیاردونو افغانیو په اړه خلکو ته سپیناوی وړاندې کړي، چې دا پیسې چېرې او څنګه لګول شوې دي. مشرانو جرګې د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۲۳) د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت …

نور... »

هند د افغانستان دفاع وزارت ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې وسپارلې

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د بېلاروس پر تخنیکې مرسته هند د هېواد هوایي ځواک ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې سپارلې دي. دغه جنګي چورلکې نن سې شنبه( د تلې ۲۳) د کابل په پوځي هوایي ډګر کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان د ملي دفاع …

نور... »

د افغان پوست د پراختیا لپاره لازم کارندی شوی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولینو (د اکتوبر نهمه) د پوست نړیوالې ورځې په نمانځغونډه  کې ویلي؛ توانیدلي، چې له ۱۴۰ میلیون افغانیو څخه خپل عواید ۸۰۰ میلیون افغانیو ته  لوړکړي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې په دې برخه کې …

نور... »

بیات بنیاد او ستارکي موسسې پر کڼو د اوریدو سلګونه آلې ووېشلې

د شنبې پر ورځ( د تلې ۲۰) بیات بنیاد او ستار کي موسسې د خپل شپږم پړاو بشري مرستو په لړ کې د اوریدو سلګونه آلې پر کڼو ووېشلې.  په دغه پړاو کې یو زر او پېنځه سوه هغه کسان تر پوښښ لاندې راځي، چې د نه اوریدو ستونزه لري. …

نور... »

په ګمرکونو کې د ټولو ترانزیتي او سوداګریزو توکو پلټل پیل شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د ټولو ترانزیتي او سوداګریزو توکو پلټل پیل کړي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي؛ ماليې وزارت ته، چې هرڅوک نوی راشي له ځان سره نوي قوانین رامنځته کوي. نوموړی زیاتوي، چې له …

نور... »

د ښار جوړونې وزارت خصوصي سکتور ته د ګډې پانګونې زمینه برابره کړه

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولینو ویلي؛ ۲۱ لويې پروژې یې خصوصي سکتور ته د پانګونې لپاره چمتو کړې دي. د ښارجوړوني او ځمکو وزارت مسوولین وايي، ډېر دولتي ملکیتونه به پر خصوصي سکتور وپلوري او په ځینو کې به ورسره ګډه پانګونه ترسره کړي. د ښارجوړونې او ځمکو وزارت …

نور... »

د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو پراختیا ته د پور زمینه برابره کړې

د کلیو پراختیا وزارت مسوولینو د کلیوالي صنا یعو او د میرمنو د اقتصادي بسیاینې لپاره یو شمېر اتحادیو ته د مالي  پور لړۍ پیل کړې ده. یاد وزارت په دې اړه په یوه ناسته کې له شپږ ولایتونو څخه ۱۰۸ اتحایو ته ۳۳ نیم میلیون افغانۍ پور ورکړ. د …

نور... »

د افغانستان بانک د پیسو نړیوال صندوق ټاکلیو موخو ته رسیدلی- وحیدالله نوشېر

د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ توانیدلي، چې د پیسو نړیوال صندوق ټاکلیو موخو ته ورسیږي او د دغه بنسټ په نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره چمتو شي. د افغانستان بانک سرپرست وحید الله نوشېر ويلي، چې په روا نه اوونۍ کې به د افغانستان بانک او ماليې وزارت ګډ …

نور... »