عاجل خبرونه

سوداگري

قادري: وزګارتیا ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده

د کارګرانو ټولنه وایي، له کله چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی، د وزګارتیا ستونزه ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده او د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم نه دي شوي. د کار اوټولنیزوچارو وزارت هم په هیواد کې د بې کارانو د زیاتوالي …

نور... »

یما: د هغو شرکتونو ارزونه پیل شوې چې په دولتي پروژو کې برخه اخلي

د تدارکاتو ملي کمیسیون وايي له ټولو هغو شرکتونونه چې دتدارکاتو له اړخه قرادادونه ترلاسه کوي،دهغوۍ درجه بندي پیل شوي. د تدارو کاتو دملي کمیسیون رییس یما باري په وینا دیرش هغه شرکتونه يي په نښه کړي چې جعلی اسناديې درلودل. ښاغلی باري زیاتي؛ هغه شرکتونه چې اسناد یې جعلي …

نور... »

اجمل: د هیواد گمرکي عواید په زیاتېدو دي

د وران مالي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې د هېواد د ګمرکونو عواید اووه سلنه زیات شوي دي. د مالیې وزارت وایي، د دوی څیړنې ښیي چې د افغانستان د ګمرکونو عواید د زیاتېدو په حال کې دي. مسولین وایي، په لویدیځ زون کې د درې ګمرکونو د څیړنو …

نور... »

جاپان له فواید عامي وزارت سره د32 & په ارزښت د ماشینونو مرسته وکړه

د فوایدعا مې وزارت سره د جاپان هیواد له خوا د دوه دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت د سړک جوړوني اودواوروپاکولود بیلا بیلو ماشینونو مرسته وکړه. د فواد عامې وزارت وايي چې له دغو ماشینونو به د سړکونو د څارنی اوساتنی په برخه کي استفاده وکړي. په کابل کي دجاپان …

نور... »

بنیاد بیات دا ځل په ننګرهار کې په سلګونو کورنیو خوراکي توکي وویشل

دروژې په میاشت کې له بې وزلو کورنیوسره دبنیاد بیات دمرستوکاروان ننګرهارته رسیدلې اودغلته یې پرسلګونو کورنیو دخوراکي توکیومرستې ویشلې. دبیات بنیاد مسولینوايي په نږدې کې به نوروسیموته هم دا مرستې واستول شي. مرسته شوي كورنۍ له نوروسوداګروهم غواړي چې له اړوخلکوسره دا ډول مرستې وکړې. روژه د اسلام دمبارك …

نور... »

د سوداګریزو شخړو د هواري مرکز پرانیستل شو

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره دسوداګریزو شخړو د هواري مرکز پرانیستل شو. د دې مرکز په جوړېدو یو اعشاریه اته میلیون ډالر لګیدلي دي. د سوداګرۍ وزیر وایي، په دې مرکز کې به سوداګریزې شخړې ژر او په وخت سره حل او کارونه …

نور... »

هډوال: د ډالر په وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت د قناعت وړدی

د افغانستان بانک چارواکي وایي چې د ډالرپه وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت دوی ته د قناعت وړدی. دوی وايي، د سیمې د هیوادونو داسعار په نسبت افغانیو اوس هم خپل ارزښت ښه ساتلی دی. مسولینو د افغانیو د ارزښت په هکله هر ډول اندیښنی بې اساسه بولي او وايي …

نور... »

د پاکستان یونایټډ بانک د افغانستان د پښتني بانک د یودېرشو میلیونو پاکستانیو روپیو پور؛ له بېرته ورکولو ډډه کوي

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان یونایټد بانک اته کاله کیږي د افغانستان له پښتني بانک څخه یودیرش میلیونه پاکستانۍ روپۍ پوروړي دي، چې په دې موده کې یې نه پور او نه د هغه ټکټانه پښتني بانک ته ورکړې ده. په داسې حال کې چې د پاکستان یونایټډ بانک …

نور... »

بنیاد بیات له لسگونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د روژې په مبارکه میاشت کې د بیات بنیاد د مرستو په دویم پړاو کې لسګونه کورنۍ له مرستو برخمنۍ شوي. د دغه بنیاد مسوولین وايي ،چی دغه د خواراکي توکو مرستي د کابل ښار په لویدیځ کې په لسګونو بې وزله کورنیو وویشل شوې. له بلی خوا بیوزله کورني …

نور... »

د آریانانیوز له راپور وروسته نشه یي تکي ګران شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي؛ په وروستیو ورځو کې په کابل کې د نشه یی توکو بیه څو برابره لوړه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د  مبارزې معین باز محمد احمدي وايي، وروسته له …

نور... »

چین له افغانستان سره د وریښمو له تاریخې او اقتصادی پروژې تېر شوی

د سوداگرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې چین د افغانستان په ځای خپله سوداگری د پاکستان او قزاقستان له لاري ترسره کوي. د چین او افغانستان ترمنځ لویه اقتصادي او سیمه ییزه پروژه د وریښمولار په افغانستان کې د ناامنیو له کبله بنده شوې او چین د دې لاری …

نور... »

د غنمو په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې پلان جوړیږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د غنمو په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې پلان بشپړ شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت دغه راز په کابل کې د نباتي آفاتو او ناروغیو د تشخیص او مخنیوي لابرتوار پرانیست. د کرنې او …

نور... »

د نفوذ وړ کسانو سره د عایداتي مامورینو اړیکو مالیې وزارت له ستونزو سره مخ کړی

د مالیې وزیر وایي چې په مرکز او ځینې ولایتونو کې عایداتي مامورین د نفوذ وړ کسانو سره اړیکي لري چې د مالیې وزارت یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي. د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي نن خپل سل ورځنی کاري پلان یې له رسنیو سره شریک …

نور... »

درانی: د کرنې د سکتور په برخه کې لسګونه پروژې تطبیق کړي

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت غواړي چې په څوارلسو ولایتونو کې د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره لسګونه پرمختیایی پروژې تطبیق کړي. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر د دې پروژو د تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل چې د دې شپږ شپیتو پروژو …

نور... »

افغان ملي بانک دوه سوه میلون ډالر پورونه ورکوي

د افغان ملي بانک مسولین وايي؛ دې بانک د کورنیوتولیدا تودودې اوپراختیا لپاره دوه سوه میلونه ډالر اوږد مهاله پورونه ورکوي. دغه پیسې به د کورنیو تولیداتو دپراختیا لپاره د پرمختللو ماشینونو او د تولیداتو لپاره خامو توکود رانیولو په برخه کې ولګو شی. په ورته وخت کې دافغانستان د …

نور... »

عثماني: د هیواد برښنایي سیستم ناروغه دی

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني ټينګار کوي چېمدیریتي ستونزې به حل کړي او د خپلو ادارو تر منځ اړیکي به غښتلې ګړي. هغه وایي د امنیتي ستونزو له کبله ځیني پروژې ځنډیدلي او د ځینو نورو کار دریدلی دی. د اوبو او بریښنا وزارت وایي …

نور... »

عظیمي: په هیواد کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې ده

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وزیره سلامت عظیمي وايي د هیواد په لسو ولسوالیو کې د پام وړ زیات او د اندېښنې وړ کوکنار کرل شوي دي. دغه راز د یو سلو دوه دیرشو ولسوالیو څخه په یو څلوېښتو ولسوالیو کې د کوکنارو کرکیله د اندېښنې وړ …

نور... »

کابل ښاریان د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي اندېښمن شوي

د روژې مبارکې میاشتې په را رسیدو د دالرو د ارزښت د لوړوالي له کبله د توکو بیې هم لوړې شوي دي. په روژې کې د بیو لوړوالي او د سوداگرو او هټیوالو له خوا د توکو په لوړ قیمت پلورل سږ کال هم اندیښنې را پارولي دي. دوي وایی، …

نور... »

یاري: په تیره یوه اونۍ کې مو د ۳۲ تړونونو ارزونه کړې

د تداروکاتو د ملی ادارې مسولین وايي؛ په تیره یوه اونۍ کې يي د نږدې دوه دیرشو دولتي تړونونو ارزونه کړې چې اوولس تړونونه منل شوي نور یې د شته ستونزو له امله بیرته رد شوې دي. د دغې ادارې رییس یما یاري وايي چې له دې کارڅخه يي موخه …

نور... »

د فواید عامې وزیر د سلو لومړیو ورځو کاري پلان وړاندې کړ

د فواید عامې وزارت وايي، د لویو پروژو ارزونه او د سړکونو جوړول یې د کار مهم لومړیتوبونه دي. د فواید عامې وزیر چې د خپلو سلو لومړیو ورځو کاري پلان وړاندې کاوه زیاته کړه چې له آسیایی پرمختیایی بانک سره یې خبرې پیل کړي او دې بانک د دغې …

نور... »