سوداگري

د هېواد کروندګر به له مشروع او اصلاح شویو تخمونو برخمن شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د مشروع کښتونو د محصولاتو کمښت او بازار ته نه لاسرسی د دې سبب شوی، چې ډېري کروندګر د نشه يي توکو کښت پیل کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د کوکنارو د کښت پر بدیلو لارو چارو …

نور... »

بیات بنیاد کڼو ته د غوږۍ وېشلو پېنځم پړاو پیل کړ

په کابل کې د بیات بنیاد او ستارکي بنسټ له لوري کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د برښنایي غوږۍ د وېش څلور ورځنی پېنځم پړاو پیل شو. په دې پړاو کې به۱۵۰۰ کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته برښنایي غوږۍ ووېشل شي. دغه لړۍ به څلور ورځې روانه وي. …

نور... »

د پکتیا په وزې ځدراڼ کې د برښنا سبستیشن جوړولو کار پيل شو

چارواکي وايي، د پکتیا په وزې ځندراڼ ولسوالۍ کې د برښنا سبستیشن له جوړیدو سره به د وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د برښنا د وېش چارې پیل او پېنځه زره کورنۍ به له رڼا برخمنې شي. د پکتیا د برښنا رییس محمد آصف نیازی وایي، د …

نور... »

د چابهار بندر به پر ایران د امریکا له بندیزونو لیرې وساتل شي

د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره چابهار بندر له بندیزونو لیرې وساتي. الیس ویلز د هند خبري شبکې ته په مرکه کې څرګنده …

نور... »

د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او له دې وروسته به د افغانستان تولیدات د هوا له لارې اروپایي هېوادونو ته صادریږي. له هند، ترکیې او قزاقستان سره د هوایي دهلیز له پرانیستې وروسته دا دی د پنجشنبې پر ورځ( د …

نور... »

په هېواد کې لسګونه میلیون افغانۍ هره ورځ شخصي جیبونو ته لویږي

د هېواد د ترانسپورت سرتاسري ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لسګونه میلیون افغانۍ له ترانسپورترانو اخستل کیږي او بیا شخصی جیبونو ته لویږي. د هېواد د ترانسپورت سرتاسري  ټولنې غړي د دې لپاره راټول شول، چې د غیرقانوني اخاذیو مخنیوی وشي؛ ځکه، چې …

نور... »

په افغانستان کې د ۵ اقتصادي ارزښتونو ارزونه کیږي

د سوداګرۍ خونې او د آلمان د پراختیايي ادارې لخوا د افغانستان د پېنځه اقتصادي ځنځیري ارزښتونو په وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه سروي تر سره کیږي، چې شته ستونزو ته د حل لار پیدا شي. په هغه ناسته کې، چې د سوداګرۍ او صنایعو خوني د …

نور... »

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ نمرې ځمکه په لومړي پړاو کې ۱۶ صنعتي شرکتونو ته ورکول کیږي، چې نه یوازې به پانګوال په کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي، بلکې نهه زره کسانو ته کاري زمینه هم برابروي. دا لومړی ځل دی، چې ملي وحدت حکومت …

نور... »

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین د هندوستان له اعلان شویو مرستو هر کلی کوي او وایي، چي دغه  مرستې به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي. هند د افغان ولسمشر د روستي سفر پرمهال په افغانستان کې د ملي بسونو د مرستې تر څنګ د بندونو، کانالونو …

نور... »

په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول

د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په لوګر کې د دغه ریاست لخوا د ۱،۳ میلیون افغانیو پر ارزښت ۵۰ بېوزلو کورنیو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې. د لوګر د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، هرې کورنۍ ته ۲ صندوقه مچۍ او یو شمېر اړوند توکي …

نور... »

حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري

د روڼتیا د څار څېړونکي حکومت د سترو تړونونو په مدیریت کې کمزوری بولي او وایي، دا پروژې په هغو سیمو کې دي، چې امنیت یې خوندي ندی او حکومت یې څارنه هم نشي کولی. دغه بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي، حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري او …

نور... »

د چهارشنبې پر ورځ په هند کې سوداګریز نړیوال نندارتون جوړیږي

د چهارشنبې پر ورځ د هند په ممبي ښار کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې پر ملاتړ د دغه هېواد او افغان پانګوالو سوداګریز دوه یم کلنی نړیوال نندارتون جوړیږي. د امریکا سفیر دا نندارتون د کابل او ډیلي تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي …

نور... »

کانونو وزارت خلکو ته له ملي پروژو د څارنې زمینه برابره کړه

د افغانستان د کانونو وزارت او یوه اروپايي بنسټ تر منځ داسې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به عادي افغانان هم د کانونو له پروژو څارنه کولی شي. د کانونو وزارت د لویو او ملي پروژو څخه خلکو ته د څارنې لپاره د اروپا له یوې ټولنې سره هوکړه …

نور... »

افغانستان د لومړي ځل لپاره د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته مخه پیدا کوي

چارواکي وایي، له اته اوونیو وروسته به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران او میوه د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته ورسیږي. د چارواکو په وینا؛ افغانستان د ترکمنستان ازبکستان او آذربایجان له لارې له اروپا سره نښلي. مسوولین وايي، چې د لاجورد لارې له فعالیدو سره به افغانستان …

نور... »

د تاپي پروژې کار بې پاملرنې پاتې شوی

د سوداګرۍ خونه وایي، د تاپي پروژې عملي کار سم نه پلی کیږي او حکومت د دې پروژې په تړاو پوره پاملرنه نده کړې او کار یې پڅ روان دی. په افغانستان کې د تاپي پروژې د کار شپږ میاشتې تېریږي؛ خو باور دا دی، چې د دې پروژې په …

نور... »

ټولګټو وزارت د پراختیایي بودجې ډېره برخه لګولې

د ټولګټو وزارت ویلي، تر اوسه مو له خپلې پراختیايي بودجې لس میلیارد افغانۍ لګولي او تر نږدي راتلونکې به خپله ټوله بودجه ولګوو. د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې په جوزجان، غزني او بامیان ولایتونو کې له خصوصي شرکتونو سره د ۱۷۸ میلیون افغانیو پر لګښت د سړک جوړونې …

نور... »

خصوصي سکتور له حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی نلري-درانی

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، خصوصي سکتور لکه څومره، چې پر دولتي سکتوري ادارو نیوکې کوي؛ هومره ورسره همکارۍ ته چمتووالی نلري. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد  دراني ویلي؛ سره له دې، چې خصوصي سکتور تل د همکاریو خبرې کوي؛ خو په …

نور... »

د هېواد په شمال کې یو افغان ځوان برښنایي رکشا جوړه کړې

په مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره یو افغان ځوان توانیدلی، چې برښنایي رکشا جوړه او پرته له ګاز او تېلو د چارجر پر مټ اویا کیلو متره لار ووهي. دا برښنایي رکشاوې د رکشا جوړولو شرکت مرستیال مصطفی نیازي جوړې کړي، چې د رکشا چلوونکي په ګډون څلور …

نور... »

په پروان ولایت کې د ۵۰ زره چرګوړو د روزنې فارم پرانستل شو

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پروان ولایت کې د چرګانو د روزنې یو فارم پرانیست، چې همهاله د پنځوس زره چرګوړو د روزنې وړتیا لري. دغه فارم په پروان ولایت کې د یوه خصوصي سکتور لخوا جوړ شوی، چې پرې شپېته میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې کولي …

نور... »

ایران له افغانستان سره د اوبو لانجه بیا راپورته کړه

د ايران د بهرنيو چارو وزير له ايران (درې) تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې مونږ غواړو له افغانستان سره د اوبو د ستونزې اوارولو ته له هرې ممکنې وسیلې کار واخلو . د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، له افغان لوري سره …

نور... »