عاجل خبرونه

سوداگري

په کندهار کي د افغان توليداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

د افغان تولیداتو په نندارتون كې، چې نن پرانستل شو؛ د كندهار او نورو ولايتونو  څخه پېنځه ويشت توليدي كمپنيو خپل توليدات نندارې ته کيښودل. په دې نندارتون كې خوراكي توكي، كرنيز، برښنايي وسايل او بېلابېلې جامې ايښودل شوي دي. د نندارتون چاري د افغان ولسي ټولني له لوري سمباليدلې، …

نور... »

په کندهار کي زور واکي او لوي سوداگر ماليه نه ورکوي

دکندهار مرستيال والي وايي؛ په دي ولايت کي يو شمېر داسي دولتي ادارى اوشرکتونه اوزورواکي شته، چي په تېرو ١٥ کلونو کي يي دولتي ماليه سپارلې نه ده. دکندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايي، چي په لومړي قدم کي به دمستوفيت دکارکوونکیو په واسطه له دغو کسانو څخه ماليه راټوله …

نور... »

د پانگه اچوونکیو له پاره د پانگونې نوې کړنلاره جوړه شوې

د تېر و کلونو په پرتله په روان کال کي د پانگونې کچه راټیټه شوې؛ خو ایسا اداره د دغه کار علت پر حکومت د خلکو بی باوري بولی. د پانگونې د ملاتړ ادارې رییس محمد قربان حقجو وایي، له مالیی وزارت سره یی د حمایوي تعروفو، ځمکې، برښنا او …

نور... »

د پیر او پلور مناسب ځای نه لرو- صنعتکارې میرمني

افغان صنعتکارې میرمنی وايي، د ملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو کارونه بیخی په ټپه ولاړ دي. دوۍ وایي، دواړو مشرانو ژمنې کولې، چې کورنیو تولیداتو او صنعت د پراختیا له پاره به کار وکړي؛ خو نږدي یو کال کیږي، چې د نوي حکومت له را منځته کیدو سره مو …

نور... »

په هېواد کې د بېکارۍ زیاتیدنې ملي ستونزه جوړه کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې په هېواد کې بېکاري په ملي ستونزه بدله شوې ده. د کار، ټولنیزو،شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وزیره نسرین اوریاخېل په هېواد کې د بي کارۍ پر زیاتیدو اندېښنه څرگندوي او یوه ملي ستونزه یې بولي. آغلی اوریاخېل د یوی خبری …

نور... »

د کابل ښار د څارویو بازار ته ډېر څاروي راوستل شوي

د اختر په رانیږدې کیدو د کابل ښار په هره څنډه کې د څاریو د پير و پلور بازار ښه تود ښکاري. هغه کسان، چې پر ځان قربانې کول واجب گنې؛ هڅه کوي، چې روغ او چاغ څاروي پیدا کړې او دغه دینې فریضه په سمه توگه تر سره کړي. …

نور... »

له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه څلوېښت سلنه کمه شوې

رویترز آژانس خبر ورکړی، چې افغان حکومت له پاکستان سره سوداگریز هوکړه لیکونه ځنډولي. نوموړي آژانس که څه هم په دې اړه زیات تفصیلات نه دي ورکړي؛ خو وایي، د دې پرېکړې یو علت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وروستۍ ترینگلتیا ده. د سوداگرۍ او صنایعو وزارت دغه رپوت …

نور... »

د سرو زرو پلورونکي د سر او مال خونديتوب غواړي

غزني کې د سرو زرو پلورونکي د خپل مال او ځان د خوندیتوب په هکله شکایت لري. د دوی په وینا، څو ځله یې هټۍ لوټ شوې او اوس یې نامعلوم کسان په مرګ ګواښي. سیمه ییز چارواکي له دوی سره د همکاریو ژمنه کوي. د سرو زرو لسګونه پلورونکي …

نور... »

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت: له وس سره سم د کورنيو تولیداتو ملاتړ کوو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی دوی هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې کورني او بهرنی پانګوال د پانګونې له پاره وهڅوي. په داسې حال کي چې یو شمېر صنعتکاران چې په بېلابېلو برخو کې په تولیداتو بوخت دي، وایی چې که دولت …

نور... »

که د عوایدو ادارې تر درې میاشتو خپل ټاکلي مالي هدفونه پوره نکړي، له دندو به لیرې شي

د ماليې وزیراکلیل احمد حکیمي وایي، د ملي یووالي حکومت هوډ لري تر څو هیواد د خپلو لګښتونو په اندازه عواید ولري او د ځان بسیاینې په لور ولاړ شي، نو ټولې ادارې باید د عوایدو په راټولولو کې له پوره جدیت څخه کار واخلي. د مالیی وزرات په روان …

نور... »

د شاه شهید په پېښه کې له پنځه ویشت میلیون ډالرو زیات زیان اوښتی

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایی، د شاه شهید سیمې وروستي برید خلکو ته له پنځه ویشت میلیون ډالر زیات زیان اړولی دی. دغه خونه دولت په نه پاملرنې تورنوي او ټینګار کوي چې هغه کسان باید محاکمې …

نور... »

حکومت د اقتصادې ودې او پانگونې خنډونه پخپله جوړ کړي

 د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین وایی؛ تر هغې پورې، چې د حکومت له د ودې او پراختیا  خنډونه جوړیږي، هېواد به له اقتصادي ستونزو خلاصی و نه مومي. سخت پروسیجرونه، نامناسب قوانین، د فساد شتون او منابعو ته د پانگوالو نه لاس رسی هغه ستونزې دي، چې …

نور... »

آیسا وایي؛ حکومت اقتصادي پالیسي نه لري

له پانګونې د ملاتړ اداره یا آیسا وایي، هېواد دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پانګه وځي. آیسا وایي، په څرخي پله سیمه کې به د صنعتي پارک ځمکه تولیدي فابریکو ته ورکړل شي او هر بنسټ چې …

نور... »

درانی: په د پرمختیایی پروژو په وړاندې نا امني لویه ننګونه ده

د کلیو بیا رغاونې وزارت وزیر نصیراحمد درانی وایی چې د ټول هیواد په کچه په متوازن ډول د پرمختیایی پروژو د پلي کولو په وړاندې نا امني لو یه ننګو نه ده. ښاغلي درانی وایي؛ که څه هم هڅی روانې دي چې له دېوروسته ټولو ولایتونو کې دپرمختیایی پرو …

نور... »

د یو شمېر پروژو کار د امنیتي ستونزو له کبله دریدلی دی

د کابل د دریایي حوزې یا د افغانستان د مرکزي حوزې عمومي رییس عبدالمعروف مسیر وايي چې په هیواد کې د نا امنیو له زیاتیدو سره د دوی د رغونې چارې هم ټکنی شوي دي. د هغه په وینا په مرکزي حوزه کې د رغونې ځيني پروژې په ټپه دریدلي …

نور... »

د افغانستان ماليې وزارت په بودجه كې د كسر خبر وركوي

د افغانستان د ماليې وزارت په داسې حال كې په بودجه كې د لس ميليارد افغانيو كسر خبر وركوي چې د نوي مالي كال لږ ترلږه اوه مياشتې تيريږي. د افغانستان د ماليې وزارت د خزاینو رییس محمد آقا کوهستانی ټينګار كوي چې راټول شوي عوايد او ماليې له هغه …

نور... »

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري

د کرنې او مالدارۍ وزارت په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي یادونه کوي، خو زیاتوي چې د محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار نشته. د دغه وزارت مسولین وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د محصولاتو لپاره د مارکیت جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت د …

نور... »

هندوستان له افغانستان سره د زرو ملي بسونو د مرستې ژمنه وکړه

هندوستان په داسې حال کې د زرو عرادو ملي بسونو ژمنه کوي چې په کابل ښار کې سل عرادې ملي بسونه فعالیت کوي او د کابل ښاریانو اړتیاوې تر دوو زرو پورې رسیږي. د ملي بسونو د تصدۍ ریاست رییس احمد نذیر رضایي وایي، په کابل کې د ډیرو هیوادونو …

نور... »

د دالرو په وړاندې د افغانیو را لویدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

د بهرنیو اسعارو په ځانگړې توگه د دالرو په وړاندې د افغانۍ را لویدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي دي. له څو میاشتو را په دیخوا افغانۍ د دالرو په وړاندې په بې ساري توگه را لویدلې او همدې ستونزې اوس د خوراکي توکو بیې پورته کړي دي. دا …

نور... »

د کابلبانک یو شمېر پوروړي د حسابونو د تصفیې لپاره حاضر شول

په دې وروستیو کی د کابل بانک لس سهم لرونکو او پوروړو د خپلوو پورونو د ورکړې داسې سند لاسلیک کړی چی پر بنسټ یې له یو کاله تر اوو کلونو پورې خپل پورونه د قسط په ډول ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ۱۵۵ پوروړي چی د …

نور... »